تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د پښتنو د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی چې د پښتنو د ژغورلو او د پښتو د ساتلو مبارزه به روانه وي او هر څوک که له پښتنو څخه د خپل فرهنګ درناوی غواړي، نو باید د پښتنو درناوی هم وکړي.
ښاغلي اڅکزي دا خبرې پرون په چمن کې د پښتنو د کلتوري ورځې په نمانځنه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، فرهنګونه یوازې د لباسونو په بدلولو پورې نه دي محودود، بلکې په وینا یې چې د پښتنو فرهنګ ته دې د نورو په څېر درناوی وشي: (( په تېرو ۴۰ کلونو کې پښتانه د تروریزم په نوم وژل کېږي، اوس د دې وخت دی چې موږ یو شو او خپلمنځي جنجالونه پرېږدو.))
د سپټمبر ۲۴مه پرون د بلوچستان په کویټه، سیبۍ، پښین، کلا عبداله، زیارت، کلا سیف الله، ژوب، لورلايي، موسی خېلو او شیرانیو کې د پښتنو نړیواله کلتوري ورځ په پوره جوش ونمانځل شوه.
په دې تړاو تر ټولو لوی مراسم د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په چمن ښار کې نیولي وو چې یو لوی نندارتون هم په کې جوړ شوی او مشرانو په کې خپلې ویناوې هم واورولې.
په دې اړه مراسمو ته پښتانه، ښځې، ماشومان، ځوانان او بوډاګان په خپلو دودیزو پښتنو کالیو کې ور ټول شوي او خوښۍ یې نمانځلې دي.
د سپټمبر ۲۴مه په پيښور کې هم د پښتون کلچر ډی په نوم د پښتنو د کلتوري غنامندیو د یاد تازه کولو په نیت نمانځل شوې ده.