تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې بې ځایه او د نه زغملو وړ بللي دي چې وايي، تر ټاکنو سوله اولیت لري.
حامد کرزي له رویټرز سره په مرکه کې پر ولسمشر غني نیوکه کړې چې د سولې رامنځته شوی فرصت په ټاکنو له منځه وړي او دا داسې معنا لري چې یو څوک د زړه ناروغ ته د ماراتن ځغاستو د سیالیو بلنه ورکوي، خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ښاغلي کرزي څرګندونې بې ځایه، د نه زغملو او توجیه وړ نه دي.
ښاغلي صدیقي ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنې د خلکو هغه اراده څرګندوني چې د طالبانو د ظلمونو په مقابل کې خپل انتخاب ته رایه ورکوي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې دویم ټکر دی چې د ارګ او حامد کرزي تر منځ رامنځته کېږي.
تر دې وړاندې حامد کرزي ویلي وو، حکومت د ډیورنډ کرښه په رسمیت پېژندلې او دا د ګندمک په څېر یوه شرموونکې خبره ده، چې له دې وروسته توند غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې د ډیورنډ په کرښه خبره د حکومت نه بلکې د ولس واک او صلاحیت دی.
ای کاش زموږ په نامه سیاسیونو ملی ګټی پیژندلی ؛ دا سوله دی ولی له طالبانو او حزب اسلامی سره د بن د معاملی پر وخت نه کوله هلته چی رئیس جمهور وی؟
داجګړه دبن د معاملی زیږنده ده ،۱۴ کاله ستا حکومت او مفسدو حکامو په فساد او لوټماری کی سابقه لری ، ټول عالی رتبه مامورین دی په فساد کی تر ستونی ډوب وو،ته منحیث خادم المفسدین پیژندل شوی یی،اوس هماغه د فساد قهرمانان را ټول شوی او د حساب له ویری ؛ صلح غواړی
سوابق او کارنامی مو اظهر من الشمس دی ،که د مفسدینو فراخ فساد په میراث نه وی پاتی او تاسی داخلی ضایعات او درګیری مو نه وای کړی،نن به افغانستان ډیر پر مختګ کړی وای او ۸۰٪ مشکلات به حل وو، خو انشاءالله د غنی بریا د تاسی مفسدینو له مرګ سره پای ته رسی
ولا تزدالظالمین الا تبارا
کله چي دې ۱۴ کاله پاچاهي کوله ولي دې سوله نه کوله -، چي اوس دومره هوښيار سوې – ملا دې ماته سه ۹۰۰ ميلونه پونډه دې بس ندي لا اخته یې شرم وکه – د امريکا پیسې خو دې خپلي ټوله کورنۍ ته ورکړې – ستا د پلار کارخانه چيري وه – مځکه مو درلوده سمه ده – خو په مځکه ۹۰۰ ميلونه پونډه چي د امارت په بانکو پرتې دي نه ګټل کيږي – الله ج سزا درکړي -هر څونده زورنه چي ووهۍ نور خلاص -دلاک دي پيداکړی سید – ښځي يې پتلون کي ګرځي – الله مو راڅخه واخله
څوک ویلی شي چې حامد کرزی په کوم واک او صلاحیت د افغانستان په سرنوشت خبرې کوي ؟
یو پخوانی ولسمشر وو ، نور واک ، صلاحیت او علمیت نه لري چې افغانستان یو ځل بیا بحران ته بوځي.
زاغ با زاغ کند ھم جنس باھم پرواز۔۔۔۔
تول ھغہ بیسوادہ چئ ددو خرو داوربشو پہ جلاکیدو یی سر نہ خلاصیدہ چا دبن پہ کرغیرنہ غوندہ کی ملاکان کرل چا ونازول او چاپلوسانہ سازشونہ یی ورسرہ وکرل ؟
چا دخپلی بقا لپارہ دنری قوتونہ دلتہ راوغوشتل؟
کوم گندمک کہ پہ یوویشتمی پیری دبن غوا چی خرہ پہ کی مارشالان شول ؟
مہ سادہ کیزہ لار شہ انتر نت کی د خپل تور تاریخ وگورہ تبصری تہ ارہ نشتہ
داپلمی او بہانی دی پریزدہ چیرتہ ننوزہ او دسیاست شوق مہ کوہ نور