تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو په ورځ د ښځو له ۱۱ زره محلونو څخه ۱۴۵۰ محلات ښځینه کارمندانې نلري.

د ټاکنو کمېسیون غړي محمد حنیف دانشیار نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا محلونه په ۲۱ ولایتونو کې تثبیت شوي، خو نوموړي ونه ویل چې کومو ولایتونو کې د ښځو د رایو محلات کارمندانې ونه لري.

نوموړی وايي، کمېسیون تر پرون ورځې پورې هم هڅه وکړه چې دغو محلونو ته ښځینه کارمندانې استخدام کړي خو ونه شوه.

نوموړی وايي، د دې لپاره چې د رایو په دغو مرکزونو کې جنجال زیات نشي، نو د همغو اړوندوسیمو سپین ږیري کارمندان یې ورته استخدام کړي دي.

بلخوا د ټاکنو کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ هغه خبرې ردوي چې ګواکې د ټاکنو په ورځ د ښځو لپاره د بایومتریک دستګاو په مرسته عکس اخیستلو شرط ایسته شو، بلکې وايي، دا کار لازمي دی.

مسوولانو دغه راز ډاډ ښودلی چې دا ځل ټاکنو کې به هیڅ درغلي ونشي او هغه تکراري رایې به له اصلي رایو څخه جلا کړي چې په درغلۍ اچول شوې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *