تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د نړیوال اقلیمي بدلون په تازه راپور کې ویل شوي چې ورځ تر بلې د ګرمۍ د ډېرېدو له کبله به د هندوکش، همالیه او د اسیا د ګڼو غریزو سیمو د یخ کنګلونه تر ۲۱۰۰ کاله پورې ۶۰ سلنه ویلي شي.

پر اقلیمي بدلون د څار نړیواله اداره یا د آی پي سي سي اداره وايي، سر له اوسه د هندوکش په لمنو پامیر، قراقرم او همالیه کې کرکیله زیانمنه شوې ده.

د قراقرم، هندوکش او همالیه سلسلو اوبه په هند، چین، نیپال، پاکستان، بنګله دېش او افغانستان کې ۱۳۰۰ میلیونه انسانان خړوبوي.

راپور وايي، اوس د هندوکش او همالیه تر لمنو لاندې سیمو کې ګرمي تر حد زیاته شوې ده .

 راپور وايي، په دغو سیمو کې به تر ۲۱۰۰ کاله پورې له ۳ څخه تر ۶ درجو پورې ګرمي زیاته شي، چې ورسره به د سېلابونو او ورښتونو کچه هم لوړه شي.

راپور وايي، په دغه موده کې به د همالیه او هندوکش د لړۍ په کنګلزارونو کې هم له ۳۶ تر ۶۳ سلنې پورې کموالی راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *