تاند، پنجشنبه، د میزان ۴ مه: په کابل کې د انګلیستان سفارت د ګلبدین حکمتیار هغه خبرې په کلکه غندلي چې که په ټاکنو کې درغلي وشوه په زور هم واک ته رسیدای شي.

د انګلستان سفارت همدا راز د ټاکنو په اړه د طالبانو تهدید اړ ګوښ هم غندلی چې وایي د ټاکنو ټول مراکز به په نښه کړی.

د انګلیستان سفارت نن (۴میزان) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: موږ د طالبانو تهدیدات او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ښاغلي حکمتیار خبرې غندو ځکه دا خبرې د تاوتریخوالي له ډیروالي پرته نور څه له ځان سره نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ګلبدین حکمتیار تیره ورځ په کابل کې په یوه ټاکنیزه غونډه کې وویل: ((موږ له راتللو مه پښیمانه کوئ، موږ د انتخاباتو د کډون څخه مه پښيمانه کوئ، موږ نورو لارو ته مه مجبوره کوئ چې په زور د کابل واک ته ورسیږو او دا کارکولی هم شو، تجربه یې هم لرو.))

تیره ورځ په افغانستان کې د المان سفیر هم د حکمتیار د خبرو په وړاندې سخت غبرګون ښودلی و.

په همدي حال کې طالبانو نن بیا خبرداری ورکړی چې ټول ټاکنیز مرکزونه او کمپایني دفترونه یې د نظامي هدف لاندې دي.
خو د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت وایي، طالبان دې خوشې ځانونه نه وژني، ځکه ټاکنو ته یې سخت امنیتي اقدامات اخیستي دي.

One thought on “انګلستان سفارت ټاکنو ته د حکمتیار او طالبانو ګواښونه وغندل”
  1. حکمتیاره !
    دا کومې خبرې او دریځ چې تا ځان ته نیولی ، د یو متزلزله شخصیت ښکارندوی دی ، او ستا دریځ د یو ناکام مشر، د بې ګناه انسانانو د قاتل او اوس د سولې او سوکالی کواښونکی دی .
    که ته په خپله تیره تجربه کې کومه مثبت لاسته راوړنه لرې ، د خلکو زړونه در څخه خوشحاله دي نو په افتخار سره به دې هغه یادولی . خو افسوس چې ته یو سفاک ، ظالم ، قاتل ، وطن پلورونکی ، په خپل وطن حمله کوونکی او یو غلام سړی یی .
    ته اوس هم د خپلو امنیتي ځواکونو سپکاوی کوی، نظام ننګوی ، او د پاکستان د ګټو لپاره راغلی یې . تا اوس هم پاکستان لمسوي او ستا د ګونګسو او دې ورته اخطارونو څخه داسې مالومیږي ، چې ته به د بې ګناه افغانانو په برخلیک کوم لومه ترسره کوې . خو هغه لوبه به ښه نه وي ، بده به وي . ځکه چې ته خپل تیرو بدو ته د یوې تجربې او لاسته راوړنې یا مهارت په سترګه ګورې ، حال دا چې ته باید پر خپلو تیرو خپه او پښیمانه شې ، او وشرمیږې چې تا دومره بد وکړل او بیا هم افغان ولس او افغان وطن تاته په خپله غیږه کې ځای درکړ ، او ماف یې کړې .
    خو حکمتیاره قسم په الله ، که لږ غلط حرکت وکړې ، نو لومړۍ به ملي افغاني اردو تا بخې بخې کړي او بیا به دې د افغانستان غیور ولس په شرمونو وشرموي ، او اخره خاتمه به دې د شرمونو او بدنامیو ډکه وي ، نور بس دې د سړي بچې شه ، د خلکو پر احساساتو لوبې مه کوي ، نور ځان ته ځان ووایه او دې خاورې او ولس سره خپله نیکه کړنلاره غوره کړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *