تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغان ټاکنو د خوندیتوب لپاره د ډیورنډ پر فرضي کرښه د تورخم، غلام خان، چمن، نواپاس او نورې ټولې لارې د لنډ مهال لپاره وتړلې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ټاکنو په ورځ ټول انتخاباتي سایټونه ګواښلي او وايي بریدونه به پرې وکړي.
څو ورځې وړاندې ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره ټلیفوني تماس نیولی او ورڅخه یې د افغانستان د ټاکنو د امنیت په نیولو کې مرسته غوښتې وه.
اوس د پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، سر له نن پنجشنبې څخه به تر یکشنبې ورځې پورې له افغانستان سره د ډیورنډ پر پوله ټولې لارې تړلې وي، خو په اضطراري حالاتو یا هم د ناروغانو د انتقال لپاره به ځینو کسان ته لار خلاصېږي.