تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د روڼتیا لپاره یې ټولو ټاکنیزو مرکزونو ته ۳۸زره بایومتریک دستګاوې استولې دي.

د کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنو د ورځې له پای وروسته به له دغو بایومتریک دستګاو څخه ټول نتایج د کمېسیون مرکزي دفتر ته واستول شي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ وايي، په مرکزي سیسټم (سرور) کې یې هر یو نوماند ته ځانګړی اکاونټ یا یوزر او همدا راز یو ځانګړی ویبسایټ یې هم جو کړی دی چې ورته راتلونکي نتایج د انسانانو له لاسوهنې پرته جمع کېږي: (( دا نتایج پرته له دې چې انسان ورته لاسرسی ولري، په اتومات ډول ویبسایټ ته ځي، بیا یې نوماندان پرته له ړنګېدو یا حذفیدو کتلی او فورم ډاونلوډولی شي.))

 د ټاکنو کمېسیون وايي، ټول ټال ۲۹ زره محلاتو کې ټاکنې ترسره کېږي خو دوی پنځه زره بایومتریک دستګاوې په احتیاطي ډول ورسره استولې دي چې د یوې دستګاه د خرابېدو په صورت کې به بله کارول کېږي.

 خو د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا د ټیفا اداره بیا د دغو دستګاو په تړاو ډاډمنه نه ده.

 د دې بنسټ مشر نعیم اصغري وايي: (( موږ ډاډه نه یوو، شاید دا دستګاوې کار ونکړي، یا ترې ناسمه استفاده وشي، بله دا چې د احتمال په صورت کې د دغو دستګاو بدیل هم په پام کې نه دی نیول شوی.))

 خو د ټاکنو کمېسیون مسوولان بیا وايي، ټاکنو ته د روڼتیا په برخه کې ۱۰۰ سلنه چمتو دي.

مسوولان زیاتوي، د ټاکنو په ورځ به د رایه ورکوونکي انځور  اخیستل، د تذکیرې سټیکر، په بایومتریک کې د ګوتې نښان او په لیست کې نوم د ټاکنو روڼتیا تر وروستي حده تضمین کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *