ترجمه: عبدالباري جهاني

بهرنۍ نړۍ ته د امیر حبیب الله خان مرګ ډېر ناڅاپي وو. خو په کابل کي یې خلکو انتظار درلود، حتی خلک حیران ول چي د هغه پاچهي دونه اوږده څرنګه سوه. په بازار کي به د هغه په باره کي ویل کېدله:ـــ دی بختور دی؛ ده له ډېره وخته پاچهي پرې ایښې ده او له هغې سره یې خدای په اماني کړې ده؛ مګر پاچهي یې نه پرېږدي.

د آزادو سیاسي افکارو د تدریجي خپرېدلو تر څنګ، نور عوامل هم وه چي عمومي عقاید یې د ده مخالف کړي وه.

لومړی: دی په خپل ذوق او د لباس او نورو شیانو په سلیقه کي دومره د اروپايي کلتور تر اغېزې لاندي وو چي خلکو دی تر کافرانو بد تر باله. ده په پټو سترګو د اروپايی کلتور تقلید کاوه. ده به د خپل فرانسوي اشپز په لاس وژل سوي مرغان خوړل او هغه به له مرغانو څخه صرف سرونه غوڅول او وژل به یې. مرغه چي په دغه توګه او هغه هم د یوه اروپايي په لاس ووژل سي مسلمانان یې خوړل حرام بولي. د امیر دغه عمل، حتی د عصري کسانو لپاره هم، د اعتراض وړ وو.

دوهم: د ده درباري تشریفاتو ده ته اجازه نه ورکوله چي، له څومحدودو کسانو پرته دي، نور درباریان له ده سره پر یوه مېز ډوډۍ وخوري. د اسیا مسلمان پاچاهان په عمومي صورت له خپلو درباریانو سره یو ځای ډوډۍ خوري. خلکو فکر کاوه چي امیر بخیل سړی دی په داسي حال کي چي هغه ډېر سخي او په لاس کي خلاص وو.

دریم: دی ډېر ژر عصبي کېدی او په ډېره لږه ګناه به یې خلک وهل او ترټل.

څلورم: ده به شخصا د خلکو شکایتونو ته غوږ نه نیوی او هغوی فکر کاوه چي دی ډېر مغرور او کبرجن دی او ځان تر عادي خلکو دونه لوړ بولي چي د هغوی شکایت ته غوږ نیولای نه سي. خو امیر دا کار یوازي د نظم او ډیسیپلین د ساتلو لپاره کاوه. ځکه چي ده د هر ډول شکایت د اورېدلو لپاره بېل بېل مامورین مقرر کړي ول.

پنځم : حکومتي چارو ته یې چنداني توجه نه کوله او دې کار د ده تر مرګه دوام وکړ. ده زیاتره وخت په عبثو شیانو تېراوه. عکاسي یې کوله، اشپزي یې کوله، ورزش او تمرین یې کاوه، لوبي یې کولې، سات تېري یې کول او دغه راز نور شیان.

شپږم: د اروپايی مامورینو یې خاص قدر کاوه او علاقه یې ورسره درلوده خو هغوی صرف د دولت نوکران ول.

اووم: د ترکانو او جرمنیانو د هیات ردول په حقیقت کي د خلافت د غوښتني ردول وه. که څه هم چي که سړی په هغه وخت کي د افغانستان ګټي په نظر کي ونیسي، امیر په دغه فیصله کي حق په جانب وو خو خلک د هغه له دې تصمیم سره مخالف ول. ده یوازي دا کار ونه کړ بلکه د آزاد سرحد قبایل یې هم د خلافت له عملي ملاتړ څخه منع کول.

اتم: امیر د خزانې پیسې په داسي شیانو لګولې چي ده یې حق نه درلود. د حرم د مېرمنو لپاره د جامو او فرنیچر په اخیستلو یې ډېری زیاتي پیسې ولګولې. امیر عبدالرحمن خان چي په زیار او زحمت خزانه ډکه کړې وه او دغه راز د هیواد کلني عایدات د امیر د شخصي خواهشاتو په پوره کولو لګېدل. کله چي دی مړ سو نو د ده د پلار له سپمول سویو پیسو څخه ایله یو څو میلیونه روپۍ په خزانه کي پاته وې.

دا ټول د هغه په مقابل کي د یوې زوروري مخالفي ډلي د منځته را تللو او د یوه داسي انقلابي تحریک د جوړېدلو سبب سول چي یوه عمومي ناکراري یې را پیدا کوله. ټول یې دې ته مجبور کړل چي داسي ګام پورته کړي چي دغه منفور رژیم ته یو مرګانی ګوزار ورکړي او مخالفین بریالي هم سول.

  « په دې توګه هغه اته لس کلن استبداد پای ته ورسېدی چي یوازي یې د یوه سړي شخصي هوسونه پوره کول. افغانستان په نړۍ کي وروستنی هیواد وو چي مطلقه شاهي نظام پکښي ټینګ وو او هغه نظام حبیب الله قبر ته ورسره یووړ. نو دا یوازي حبیب الله نه وو بلکه د هغه مطلقه شاهي نظام وو چي د میلیونونو انسانانو د سرونو او مالونو په بیه یې د یوه سړي ګټي ساتلې او غوښتني یې پوره کولې او د مترقي پرمختګ په مخ کي یو لوی خنډ او د بدنامی لکه وه. دې نظام د یوه تور سیوري په څېر کلونه دوام وکړ. نو دا یوازي حبیب الله نه وو بلکه استبداد وویشتل سو او د تل لپاره د نړۍ له مخي ورک سو. دا قتل د بشر په ګټه وو او د افغانستان خلک د هغه سړي ډېر پوروړي دي چي امیر یې وواژه. پر هغه لاس دي رحمت وي چي امیر یې قتل کړ. سوشلیزم باید د هغه عبادت وکړي »

دا د افغانستان د یوه ځوانډیموکراټ آواز وو چي ما پخپله اورېدی؛ البته هغه د خپل ځان لپاره یو ډول عجیب منطق درلودل.

یوه د باور وړ سړي، چي زه ویلای سم یو ریښتونی ځوان افغان وو، ماته نکل وکړ چي هغه زړه ورسړي د خپلي ماشې د کشولو څخه مخکي پورته اسمان ته وکتل او وې ویل چي اې خدایه! تا ته خو زما د زړه حال معلوم دی که به زه د بشریت د ښېګڼي لپاره دا ماشه نه کشوم نو دا ګولۍ زما پر زړه باندي ولګوه؛ مګر که زه یو ښه هدف لرم او ستا رضا او ستا د مخلوق خوښي تر لاسه کوم نو دا مرمۍ د مطلقه شاهي د قلا زړه ته ورسوه او نړۍ د هغه له ظلمه وژغوره.
ځیني به د یوه په خوب ویده پاچا ویشتل او وژل یو څرګند جنایت وبولي. زه وایم د هر ویده سړي ویشتل یو جنایت دی. مګر سوشلیسټان خپل جلا منطق لري. هغوی وايي قرنونه زموږ په اوږو کي یو څوک سپور وو. دغه سړی چي زموږ په اوږو کي سپور وو، هیڅ ویده نه سو. هغه هر وخت ویښ وو او لیدل یې چي پر موږ باندي پېچلي ځنځیرونه سست نه سي. موږ هغه ته زارۍ وکړې چي موږ خوشي کړه، موږ هغه ته عذر وکړ چي پر موږ باندي زړه وسوځه؛ مګر هر څومره چي موږ زارۍ کولې هغه خپل ځنځیرونه نور هم ټینګول. هغه خپل سپي تر موږ ښه ساتل. موږ باید ولي د هغه لپاره نعمتونه تولید کړي وای او د هغه مقام او حیثیت مو ساتلی وای. موږ فقط له هغه څخه غوښتل چي زموږ لپاره کار وکړي او زموږ حالت بهتر کړي. هغه زموږ پر ټولو غوښتنو او زاریو باندي غوږونه کاڼه کړل او هیڅ ډول رحم یې ونه کړ؛ نو دی پخپله د رحم لایق نه وو. پرېږده چي له دې نړۍ څخه ولاړ سي او په خپل مرګ سره هغه څه سرته ورسوي چي په ژوند یې سرته نه سوای رسولای. دا د ده وظیفه وه چي  هغه میلیونونه انسانان یې  خوښ ساتلي وای چي واک یې ده ته سپارل سوی وو. د ده رخصتول جنایت نه بلکه یو اخلاقي عمل وو. دا د پرمختګ په لاره کي د یوه لوی خنډ لیري کول وه.

امیر د ډېرو انسانانو د احساساتو د څرګندولو مخه نیولې او تر نظارت لاندي نیولي وه او د هغه له ناڅاپی مړیني سره له هغوی څخه فشار لیري کړه سو او یو ډول عجیب عکس العمل څرګند سو. یو ځل به وګورو چي د هغه ناڅاپی مړینه څرنګه پېښه سوه.

امیر به د ژمي په موسم کي معمولا دره نور ته په چکر تلی. یوه شپه مخکي له هغه چي امیر له جلال آباد څخه دره نور ته روان سي، میرزا محمدحسین ده ته زما دوسیه ورپه زړه کړې وه. امیر ورته وویل چي سزا ولیکه او زه به یې درته لاسلیک کړم. نو زموږ د مرګ سزاوي لیکل سوي وې او کاغذ د امیر پر مېز باندي د هغه لاسیک ته پروت وو. امیر په دغه وخت کي په خبرو لګیا وو او زموږ د محکومیت کاغذ یې مخته ایښی وو. په دغه حال کي ناوخته سو او د امیر د خوب وخت را ورسېدی. میرزا په دې وخت کي بېصبره سو، کاغذ یې پر مېز باندي وښوراوه، څو د امیر توجه ورته را وګرځوي او بیا یې د امیر مخي ته کښېښود. امیر پوښتنه ورڅخه وکړه چي دا څشی دی؟ ده په جواب کي ورته وویل چي د ډاکټر د اعدام حکم دی. امیر ولووست، یوه شېبه یې فکر وکړ او وروسته یې ورته وویل چي اوس ناوخته دی، زه ویدېږم، کاغذ درسره وساته چي زه له چکر څخه را ستون سوم بیا به یې درته لاسلیک کړم. قسمت مداخله وکړه. زما وخت او وعده لا پوره سوې نه وه. سهار وختي، امیر د دره نور پر خوا روان سو.

د راستنېدلو په وخت کي ، د کله ګوش په دره کي د یوې ښایستې ویالې له څنګه، چي روڼي اوبه پکښي بهېدلې او پر ډبرو باندي، په ډېره کراري، لوبېدلې، را تېرېدی. د ویالې په خواکي په یوه وړوکي ډنډ کي یو څو وړوکي ماهیان ګرځېدل، چي کله کله به د ویالې د اوبو له جریان سره رهي سول او لامبو به یې پکښي وهل او بیا به شاته روان سول. ماهیانو د روڼو بهاندو اوبو په ویاله کي له خپل ژونده خوند اخیست او د ویالې آرامو اوبو ته یې یوه عجیبه منظره وربخښلې وه. د ماهیانو دې کرار او آرام ژوند، چي د ښکاري انسان له نظره لیري یې په دې آرام محیط کي ژوند کاوه، د امیر توجه ور واړوله او امر یې وکړ چي شپه به دلته تمیږو. تر یوې پیالې چای چښلو وروسته ویالې ته ولاړ او یو څو ماهیان یې ونیول. د دې ځای شاعرانه منظرې اغېزه ورباندي وکړه. کله چي ماهیان ونیول سول او ژوند یې ختم سو نو ده د ژوند پر لنډوالي باندي تبصره وکړه او وې ویل چي کله انسان ته د مرګ لاس را ورسېږي نو ژوند یې دغه ډول ختمیږي او یو ناڅاپه یې د ژوند لړۍ وشلیږي. ښايي په دغه وخت کي به د خپل نیژدې مرګ پرتم ورباندي پروت وو.

په همدغه شپه چي د ماهیانو له خوړلو څخه یې ښه مزه اخیستې او هغوی یې له ژونده محروم کړي وه، د ده خېمې ته د مرګ لاس، چي هیچا ونه لیدی، ور وغځېدی؛ د ده په سر کي یې یوه مرمۍ خالي کړه او د ده له ژونده سره یو ځای له خېمې ووت. هغسي چي چا یې را تلل نه وه لیدلي وتل یې هم چا ونه لیدل. غلبلې او چیغي پورته سوې، ساتونکو دې خوا ها خواته منډي وهلې، صاحب منصبانو د امیر خېمې ته منډه کړه؛ شهزاده ګان له خوبه را پاڅېدل او پوښتني پیل سوې. د مرګ فرشته تللې وه او د امیر حبیب الله خان له جسده پرته یې بله هیڅ نښه تر شا نه وه پرې ایښې. امیر په غمګین، بې حرکته او بې ژونده شان و شوکت کي پروت وو. خدای دي یې وبخښي.

سهار وختي یې مړی، له تشریفاتو پرته، په موټر کي کښېښودل سو او جلال آباد ته یې یووړ. د امیر د ډلي دې ناڅاپي را ستندېدلو د هغه کورنۍ حیرانه کړه. هري خواته منډي رواني وې او ټول په ښور کي وه. مګر کله چي د امیر د ویرژلي مړیني خبر خپور سو او له یوه غوږه تر بل پوري ورسېدی او هر چا د وویشتل سو په یوه لنډه کلمه کي ټول داستان واورېدی نو هري خواته خاموشي سوه. درباریانو او مقاماتو غونډه وکړه مګر هیچا دا سوال نه سو کولای چي دا کار چا وکړ؟ که څه هم چي پر دې موضوع یو څو دقیقې بحث وسو او په دې ترڅ کي یوه تن وویل چي راځی لومړی امیر خاورو ته وسپارو او د قتل قضیه به یې وروسته حل کړو. امیر يې سمدستي خاورو ته وسپاره او له دې سره یو ځای د بل پاچا د انتخابولو سوال رامنځته سو. له یو څه غونډو او پټو خبرو څخه وروسته ولیعهد شهزاده عنایت الله خان، د خپل کاکا سردار نصرالله خان په ګټه، له پاچهي څخه تېر سو او په عین وخت کي یې شهزاده امان الله خان ته د امیر د مړیني خبر په ټلفون کي ابلاغ کړ او هغه په کابل کي د پوځ د مشرانواو اشرافو له خوا په پاچهي ومنل سو. کله چي یې دا ملاتړ ترلاسه کړ نو د پوځ مخي ته، چي دا وخت د ارګ مخي ته حاضر ولاړ ول را ووت او هغوی ته یې د خپل پلار د مړیني غمجن خبر ورکړ او په داسي حال کي چي له سترګو یې اوښکي بهېدلې له هغوی څخه پوښتنه وکړه چي اوس به څه کوي؟ پوځیانو په یوه آواز ور ږغ کړل چي تا خپل پلار له لاسه ورکړ، موږ هم خپل پلار له لاسه ورکړ. خدای دي هغه وبخښي! اوس ته زموږ پلار او امیر یې او ټول ورته سلامي سول. نوي ځوان امیر له هغوی څخه مننه وکړه او اعلان یې وکړ چي د پوځیانو تنخوا به د میاشتي شل روپۍ وي. توره یې له تېکي را وایسته او عسکرو ته یې وویل چي تر څو یې د خپل پلار قاتل پیدا کړی نه وي او خپل هیواد یې د برټانیې له غلامۍ څخه آزاد کړی نه وي دا توره به په تېکي دننه نه کړي. پوځیانو ټولو مننه ورڅخه وکړه او ژمنه یې ورسره وکړه چي د ده ملاتړ به کوي او له دې سره خپل دربار ته ستون او رسما پر تخت کښېناست.

اوس نو په یوه هیواد کي دوه پاچاهان ول؛ داسي حالت چي دوام یې نه سو کولای. د پاچهی زړه د امان الله په لاس کي وو، چي هغه پایتخت، خزانه د يوځ مرکز، د وسلو فابریکه، جبه خانه او د دولت مقامات وه او د کابل مخورینو او اشرافو د هغه ملاتړ کړی وو. د کابل څخه د جلال آباد پوځ ته چاپي اعلامیه ورسېده او په آرامي د هغوی په منځ کي ووېشله سوه. پوځیان د وخته لا یو ډول ناکراره وه؛ ځکه یو خو یې واورېدل چي په کابل کي د عسکرو تنخوا د میاشتي له دوولسو روپیو څخه شلو روپیو ته جګه سوې ده او له بلي خوا پر خپلو لویو صاحب منصبانو او ځینو درباریانو باندي د امیر په وژلو کي پر لاس لرلو شکمن وه. له دې ناکراری څخه د دولت په چارو کي یو ناڅاپي انقلاب منځته راغی. له هر یوه سره د ځان د ساتلو او له اوضاع څخه د ګټي پورته کولو غم او شوق پیدا سو او په دې کي شک نسته چي دا روحیه په پوځ او مامورینو کي د ناکراری اصلي علت وو. کله چي له کابل څخه اعلامیه ورته ورسېده نو دوی ډېر ژر یوه پوځي غونډه وکړه، له نصرالله څخه یې خپل بیعت واخیست، له امان الله خان سره یې بیعت اعلان او  سپه سالار محمدنادرخان، د هغه پلار، کاکا او د هغوی د کورنۍ نور غړي یې ، چي څوک یې لاسته ورتلل، ونیول. کوټوال یې ونیوی او له هغه سره یې غلام بچه ګان، چي د امیر د قتلېدلو په شپه یې د هغه د خېمې د ساتلو وظیفه درلوده، ګرفتار کړل. د هغوی په پښو کي یې زولني واچولې. ځنځير پېچ یې کړل او د عادي بندیانو په څېر یې تر نظارت لاندي ونیول. وروسته یې شهزاده ګانو او نورو اشرافو ته بلنه ورکړه چي امیر امان الله خان ته بیعت وکړي. په جلال آباد کي ګډوډي وه او هر ځای همدا امر کېدی چي پلانی ونیسه او پلانی راکش کړه. نصرالله د تخت پرېښودلو ته مجبور سو. طرفدارانو یې لاس ورڅخه واخیست، ټول کابل ته وتښتېدل او له هر یوه سره د سر غم پیدا سو. عنایت الله یو ډول عجیب حالت درلودی او نه پوهېدی چي څه وکړي. هغه د نصرالله ملاتړ کړی وو او اوس هغه لوبه بایللې وه او د دواړوژوند  په خطر کي وو. هره شېبه د دې خطر موجود وو چي عسکر به یې ونیسي. له یو څه فکر کولو څخه دواړو فیصله وکړه چي تر ټولو ښه او محفوظه لار دا ده چي امیر امان الله خان ته بیعت وکړي او ځانونه هغه ته وسپاري. نو دوی لومړی خطونه ولیکل، هغه ته یې بیعت وکړ او وروسته په موټرونو کي سپاره سول، سیده کابل ته ولاړل او هلته سمدستي په جلا جلا کوټو کي تر نظارت لاندي ونیول سول.

میرزا محمدحسین، خپل پلرني ټاټوبي کوهستان ته د تېښتي تلاښ کاوه. ده فکر کاوه چي هلته به د خپلوانو او هغو مشرانو په منځ کي چي ده مرستي ورسره کړي وې ساتلی وي، او ده فکر کاوه چي هغوی به یې حمایه کړي. امیر حبیب الله خان هغه د خپلي سیمي د ټولوخانانو مشر کړی وو او خانانو یې هم ځکه درناوی کاوه چي دی، تر امیر راوروسته، په ټول هیواد کي، تر ټولو قدرتمند سړی وو. ده ځکه فکر کاوه چي د خپلي سیمي په ګڼ شمېر قبایلو او د ده په قلاوو کي به د چا په وس پوره نه وي چي ده ته تاوان ورسوي. مګر یو ناڅاپه عسکر د ده پر خونه ورغلل او ورته وې ویل چي د عسکرو غونډي ته ورسي. ده ځان پر یوه او بله کړ او پلمې یې جوړولې مګر عسکرو یې پر خبرو غوږ ونه نیوی او خپلي عسکري شورا ته یې خبر ورکړ. د سپرو او توپچي قواوو یوه کنډک یې کور محاصره کړ. له ده سره زیات و کم دوه سوه تنه وسله وال ستونکي وه، چي د دغه راز حالاتو لپاره یې ساتلي وه، مګر هغوی هم د ده امر ونه مانه او په ډېره اساني ونیول سو او عسکري شورا ته یې حاضر کړ. عسکرو او د ده خپلو سړیو یې کور او شته مني چور کړه.

صاحب منصبانو چي حالاتو ته وکتل د خپلو سرونو له وېري له پوځ سره یو ځای سول. عسکرو میرزا په کشولو ورسره بوت او چي څه سپکاوی کېدلای سوای هغه یې ورته وکړ. په نېزو یې تهدید کړ، ښکنځل یې ورته وکړل او ریشخندونه یې په ووهل. عسکرو له ده سره داسي لوبي وکړې لکه پړانګ چي یې له خپل ښکار سره تر وژلو مخکي کوي او ښايی نور یې نو وژلی وای؛ مګر یوه هوښیار صاحب منصب هغه ته په یوه عجیبه طریقه نجات ورکړ. صاحب منصب د میرزا پر اوږو باندي سپور سو؛ هغه یې په شلاخه وواهه او امر یې ورته وکړ چي چټک وځغلي. دا یوه هوښیاره ټوکه وه؛ عسکر یې وخندول، ټول له خندا شنه سول او میرزا یې له نورو بندیانو سره په ځنځیرونو وتاړه. دوی دا ټول جریان امیر ته په ټلفون کي ووایه. امیر غوښتل چي د نوري ګډوډۍ مخه ونیسي؛ د دوی د کړو او عمل ستاینه یې وکړه او امر یې ورته وکړ چي بندیان تر کابل پوري ژوندي ور ورسوي؛ څو دی د خپل پلار د قتلېدلو په باب تحقیقات ورڅخه وکړي او ګناه کار په سزا ورسوي. ده هغوی ته اطمینان ورکړ چي کله کابل ته ور ورسیږي نو انعامونه به ورکړي.

کله چي بندیان کابل ته را ورسېدل، دوی په ارګ کي بندیان سول. د وژل سوي امیر د قضیې په باب د تحقیق کولو لپاره یوه جرګه ګی وټاکله سوه. دې جرګه ګۍ شپږ هفتې غونډي وکړې. له بندیانو او د هغې شپې له موظفو کسانو څخه یې اقرارونه واخیستل؛ یو رپوټ یې ترتیب کړ او د امیر د درباري شورا په مخ کي یې ولووست او داسي ښکارېدله چي دغه قتل، د غلام رضا په نوم، د پوځ یوه ډګروال کړی دی. عمومي دربار را وبلل سو؛ ټوله قضیه ورته ولوستله سوه. ډګروال د قتل مرتکب وګڼل سو او په اعدام محکوم سو.

د ده له اعدام سره، له میرزا څخه پرته، د جلال آباد ټول بندیان سمدستي خوشي سول. په هماغه شپه موږ درې وروڼه هم خوشي سولو( یعني د امان الله خان له پاچا کېدلو څخه شپږ هفتې وروسته) امیر غوښتل چي موږ د پاچاکېدلو په لومړۍ ورځ خوشي کړي مګر کله چي یې له خپلي شورا سره په دې باره کي خبري کړي وې نو ځینو وزیرانو یې ورته ویلي وه چي اعلیحضرته دا هماغه کسان دي چي ستاسي د شهید پلار د قتلولو د پاره په دسیسه کي د لاس لرلو تور ورباندي لګېدلی وو. اوس چي هغه عملا قتل سوی دی نو ښه به دا وي چي دوی په بند کي وساتل سي. څوک خبر دي؟ ښايي دوی له دې قضیې سره یو څه اړه درلودلې وي. اعلیحضرت موسکی سو او زموږ خوشي کېدل یې د خپل پلار د قاتل او یا قاتلانو تر پیدا کېدلو پوري وځنډ‌ول.

څو ورځي وروسته زموږ اصلي دښمن میرزامحمدحسین په یوه ونه پوري غرغړه سواو شته مني یې، چي څو میلیونه روپۍ ارزښت یې درلود ضبط سوه. کله چي هغه ته د اعدام حکم اعلان سو نو ده له اعلیحضرت څخه څو غوښتني وکړې. لومړی یې د عفوي غوښتنه وکړه چي امیر ورته وویل. ستا د اعمالو لیست ډېر تور دی. ښايي خدای تعالی دي هم ونه بخښي. زه به تا څرنګه وبخښم؟ بیا یې نو وویل چي د ده د ماشومانو د تعلیم او تربیې غم دي وخوړل سي. اعلیحضرت ورته وویل چي د لېوه بچی آخر لېوه کیږي نو د لېوه بچیان چي وروزل سي له هغوی څخه خطرناکه لېوان جوړیږي انسانان کیږي نه. وروسته میرزا وغوښتل چي د خپلي مېرمني له څنګ سره دي د ښخېدلو اجازه ورکړه سي. اعلیحضرت د هغه دا غوښتنه هم ونه منله. دی یې د ارګ په یوه کونج کي د توت په ونه وځړاوه او مړی یې نورو بندیانو ته ورکړ او په یوه غار کي یې واچاوه او خاوري یې ورباندي وشیندلې. پر قبر باندي یې محافظین ودرول څو چي څوک یې مړی ونه باسي.

په دې توګه د هغه سړي ژوند ختم سو چي په زرهاوو کورنۍ یې تهدید کړي او تباه کړي وې او دغه راز یې امیر هره ورځ په دې رپوټونو غولاوه چي د هغه د قتلولو او له تخت څخه د محرومولو لپاره دسیسې رواني دي. ده غوښتل چي په دې طریقه ځان امیر ته نیژدې او خپلي ریښې ټینګي کړي.

اوس نو له سره د حکومت د بیرته منظمولو کار په جدیت سره پیل سو. امیر امان الله خان د خپل خسر جلالتمآب سردار محمودطرزي څخه د ترکیې د حکومت په باب ډېر څه زده کړي وه او د ترکیې د انقلاب په باره کي یې په ورځپاڼو کي ډېر څه لوستي وه. لکه څرنګه چي محمود طرزي د ځوانو ترکانو د ګوند له فعالیتونو څخه ډېر څه زده کړي وه په هغه طریقه یې خپل شهزاده شاګرد او زوم ته هم لار ښووني کړي وې. مګر د افغانستان شرایط د داسي ډيموکراټیک نظام جوړېدلو ته لکه د دوی په نظر کي چي وو مساعد نه وه. نو دوی د مطلقه شاهي نظام شکل ته تغییر ورکړاو د وزارتونو سسټم یې رامنځته کړ چي د دوی لپاره د هیواد د ډیموکراسي کولو په لاره کی لومړی ګام ښکارېدی. د حکومت بېلي بېلي څانګي مشخصي سوې او د هري څانګي لپاره یو وزیر وټاکل سو. هر وزیر، د امیر په حکم، په خپل وزارت کي دننه د اجرآتو کولو آزادي درلوده. په دې ډول دا لاندي وزارتونه منځته راغلل:

۱: صدراعظم. جلالتمآب سردار عبدالقدوس خان.

۲: ناظر خارجه، خارجه وزیر. جلالتمآب سردار محمودطرزۍ.

۳: ناظر مالیه، د مالیې وزیر. جلالتمآب میرزا محمودخان.

۴: ناظر تجارت، د تجارت وزیر. جلالتمآب ملاغلام محمدخان.

۵: ناظر عدلیه، د عدلیې وزیر. جلالتمآب ابراهیم خان

۶: ناظر حربیه، د جنګ وزیر. جلالتمآب سردار محمدنادرخان، سپه سالار.

۷: ناظر معارف، د معارف وزیر. جلالتمآب سردار محمدسلیمان خان.

 ۸: ناظرداخلیه، د کورنیو چارو وزیر. جلالتمآب علي احمدخان( اوس یې پر ځای باندي سردار عبدالعزیز خان، د اعلیحضرت پخوانی دستیار، مقرر سوی دی)

۹: ناظر زراعت، د کرني وزیر. جلالتمآب عظیم الله خان.

یوه شورا جوړه سوه چي په هغې کي وزیران، د اعلیحضرت دستیار او نورو داسي کسانو، چي اعلیحضرت د شورا لپاره وړ بلل، برخه درلوده. ځیني کسان د دې شورا دایمي غړي وه او نور یې په لازم وخت کي شورا ته را بلل کېدل.

بیا هم د وظایفو په برخه کي، د پخوا په څېر، ډېر زیات ابهامونه موجود وه مګر هغه کرار کرار لیري سوه. په افغانستان کي عادت داسي دی چي یو مامور د خپلي ورسپارل سوي وظیفې او صلاحیت څخه تېری کوي او خپله د صلاحیت ساحه پراخوي. اصول داسي وه چي چا ډېر کار کاوه هغه ته زیات امتیازات او ترفېع ورکوله کېدل او په خلکو کي به یې اعتبار زیاتېدی. مثلاً فقید میرزا محمدحسین د مالیې د چارو مشر وو مګر دی دونه چالاک وو چي له ځان څخه یې عملا د امیر صدراعظم جوړ کړی وو؛ که څه هم چي دا مقام له سره موجود نه وو. د قدرت دغه راز وېش او د ادارې طرز له حکومت سره د طرزي او د هغه د زوم علاقه کمه کړې وه او کله چي دوی قدرت تر لاسه کړ نو د ادارې په دغه ډول نظم کي یې تغییر راوستلو ته ملا وتړله. دوی له دغه ډول حکومت سره مخالف ول او دا مخالفت یې د نفرت تر پولي رسېدلی وو. ځکه چي مقاماتو د دغه راز صلاحیتونو څخه بده استفاده کوله. په نتیجه کي اختلاس او رشوت خوړلو ته لاره خلاصېدله او د عدالت او انصاف مخه نیوله کېدله.

په خلکو کي د امیر او د هغه له حکومت سره نارضاییت پیدا سو او هغه څوک چي د امیر د دوستی او دعاګويي ادعا به یې کوله بالاخره د امیر تر ټولو خطرناک دښمن سو. هوښیار محمود طرزي دغه راز خراب اداري سسټم ته متوجه وواو کله چي یې قدرت ترلاسه کړ نو په هغه کي تغییرا راوستلو ته یې ملا وتړله.

مګر حالات داسي وه چي د دوی د تغییراتو راوستلو له پروګرام سره ( لیکوال د انقلاب کلمه استعمالوي جهاني ) نه جوړېدل. د فقید امیر د اداري سسټم په مقابل کي عمومي ناخوښي موجوده وه او دې ناخوښۍ ته د هیواد منور قشر انعکاس ورکاوه. اوس وضع داسي راغله چي د منورینو او خلکو د غوښتنو ترمنځ فاصله او توپیر پیداسو او یو ډول ناکراري یې رامنځته کړه. باخبره منورین، چي د هیواد ښېګڼي یې غوښتلې مګر تجربه یې نه درلوده، د ډیموکراسی طرفداران وه او د ډیموکراسی د ټینګولو لپاره یې هر څه وقف کړي وه؛ مګر بې خبرو عوامو بهتر حکومت غوښتی او د حکومت د شکل په غم کي نه ول. عوام د فقید امیر د حکومت د محدودیتونو او بدي ادارې څخه په عذاب وه او له دې امله هم په غوسه وه چي امیر د دوهم نړی وال جنګ په وخت کي بېطرفي اعلان کړه او په دې عمل سره یې د ترکیې حکومت یوازي پرېښود چي د ټولو مسلمانانو د یو موټی کېدلو غوښتنه یې کوله. دوی فکر کاوه چي فقید امیر د ترکیې د سلطان څخه وروسته د مسلمانانو تر ټولو لوی پاچا وو. په دغه حساس وخت کي چوپ پاته سو په داسي حال کي چي د ده یو تهدید کافي وو چي ټول شمال لوېدیځ سرحد یې د انګرېزانو په مقابل کي را پاڅولی وای او د برټانیې  حکومت یې مجبور کړی وای چي د خپل پوځ یوه لویه برخه په هند کي وساتي. په دې توګه به پر ترکیه باندي فشار کم سوی وای او هغه هیواد به د دې فرصت پیدا کړی وای چي د متحدینو د حملو په مقابل کي د اسلام د مقدسو ځایونو بهتره دفاع وکړي. تر دې لا بده دا وه چي امیر د خلافت غوښتنه ونه منله او حتی د یاغستان قبایل یې په لوی لاس د هند د حکومت پر ضد د عملیاتو له کولو څخه منع کړل او په دې توګه یې خپله بېطرفي هم ونه ساتله، په داسي حال کي چي هغه سیمه د ده د سیاسي قدرت ساحه هم نه وه. د امیر دې کار د برټانیې پر ضد احساسات نور هم را وپارول. دا په داسي وخت کي چي پر هند باندي پوځي قانون جاري وو او نور سخت مقررات هم وضع سوي وه. د هند خلکو د حکومت په مقابل کي عکس العمل ښکاره کړی وو او حکومت د هغوی د ځپلو لپاره له پوځي قواوو څخه کار اخیستی وو. د افغانستان او د برټانوي هند د حکومت تر منځ لا د دوستی پخواني اړېکي بیرته ټینګ سوي نه وه او نوي امیر، د وخت د غوښتنو سره سم، بشپړه خپلواکي اعلان کړه. د هند عوامو د برټانیې پر ضد چیغي وهلې او برټانیې پر خپلو هغو اتباعو باندي بمباری کولې چي دوی ته یې د جنګ په میدانونو کي بری ورپه برخه کړی وو. دې وضع په شمال لوېدیځه صوبه کي خپل انعکاس کاوه. دا انعکاس د یاغستان په غرونو کي نور هم تقویه کېدی او د افغانستان خاوري ته رسېدی. خلک په ډلو ډلو هند ته روان سول او د افغانستان پولي ناکراري سوې. امیر ته د دې وضع رپوټونه ورکړه سول. دې وضعیت امیر او د هغه شورا ته ټکان ورکړ، ځکه چي د افغانستان په داخل کي لا وضع، په بشپړه توګه، کراره سوې نه وه. پوځیانو ته امر وسو چي سرحد ته حرکت وکړي او خپل غرونه او درې وساتي او د هغو کسانو مخه بنده کړي چي د برټانیې د حکومت او افغانستان ترمنځ سوله په خطر کي اچوي. د برټانیې حکومت د افغانستان دې پوځي حرکاتو حیران کړ، په سرحد کي د هغوی صاحب منصبانو د امیر دغه پوځي حرکات غلط تعبیر کړل، او د هند او افغانستان په پولو کي یې قواوي واچولې. زه فکر کوم چي د دې غلط فهمی علت د امیر له خوا د استقلال اعلان او د هند د خلکو د بې مسوولیته استازو او د افغانستان د حکومت د مسوولو مقاماتو ترمنځ د پټو لیکونو تبادله وه. په دغو لیکونو کي د هند د ناکراریو په باره کي مبالغه سوې وه او داسي څرګنده سوې وه چي د هند خلک د برټانیې له استعمار څخه د خلاصون چیغي وهي او مرسته غواړي او دې تبلیغاتو د افغانستان د مقاماتو زړونه خوشاله کړل او د خپلي خاوري د پراخولو هیله یې ورسره پیدا کړه. په همدغه وخت کي، د کابل او ډهلي د خارجه وزارتونو ترمنځ لیکونه تبادله کېدل. په هغو مکتوبونو کي، د افغانستان د خارجه وزارت مقاماتو د خپلواکی غوښتنه کوله او د هند خارجه وزارت هغه نه ورسره منله او د خپلواکی د ځنډولو لپاره یې یوه او بله پلمه کوله. د افغانستان حکومت د خپلواکی غوښتني پر موضوع ټینګ ولاړ وو، مګر په سوله ایزه طریقه یې آزادي غوښته. له بده مرغه، دا فرصت له لاسه ووت او د برټانوي هند ډیپلوماټانو د موضوع پر شکل باندي ډیري زیاتي چنې ووهلې.

په پوځ کي هم د افغانانو د ناکراری عمومي روحیه څرګنده وه. هغه پوځیان چي د پولو د کنټرولولو لپاره لېږل سوي وه تر هغو کسانو چي په وطن کي یې ژوند کاوه د هند له ناکراریو څخه بهتر خبر وه. د خیبر د درې په خوا کي، چي له بده مرغه، دواړو حکومتونو پوله نه وه په نښه کړې، د پوځ څو تنه  غره ته پورته سول او د مورچو په جوړولو یې بنا وکړه. د هغوی دې حرکاتو ته، د لنډي کوتل پوځي مقاماتو د شک په نظر وکتل او د لنډي کوتل له لوري یې یوه اکتشافي ډلګۍ ، د الوتکي په حمایه، ور ولېږله. کله چي د لنډي کوتل څخه دغه لېږل سوې قطعه د افغاني عسکرو خواته ور نیژدې سوه نو د دواړو خواو یوه غلط فهمي منځته راغله. ډزي تبادله سوې او جنګ اعلان سو. له افغانانو سره یوازي دوه توپونه ورسره وه او پر لنډي کوتل باندي یې ډزي پیل کړې. الوتکي د افغانانو پر توپونو باندي بمباري وکړه او هغه یې خاموش کړل. د برټانیې صاحب منصبانو د پرمختګ امر ورکړ او په دره کي د سیکهانو د سپرو قواوو او افغانانو د سپرو عسکرو ترمنځ ډزي پیل سوې. د افغانانو د پرله پسې او درنو ډزو په اثر سیکهانو ماته وکړه. په دغه وخت کي د افغانانو مهمات ختم سول او د نورو مرمیو غوښتنه یې وکړه. د هغوی دغه پیغام سیکهانو، چي د شاته تللو په حال کي وه، واورېدی او بیرته یې پر افغانانو باندي حمله وکړه او افغانانو ماته وکړه. د برټانیې پوځ د ډکې پر لور پرمختګ وکړ، هغه یې بېله مقاومته ونیوله او هلته یې سنګرونه جوړ کړل. دوی د ډکې په شاوخوا کي د مورچو په جوړولو یو څه وخت تېر کړ. *

د خوست په جبهه ( وزیریستان ) په خوا کي د سپه سالار نایب سردارمحمدنادرخان د وزیریستان پر لور پرمختګ وکړ؛ د برټانیې څو پوستې یې ونیولې او تر تل پوري مخته ولاړ. د تل ښارګوټی یې ونیوی، مګر دونه پوځیان یې نه درلودل چي د برټانیې د تل پر پوستې باندي، چي کافي قوي وه، حمله وکړي. ده له خوست څخه د نورو پوځیانو غوښتنه وکړه خو هغوی ځنډ وکړ.

د کندهار په خوا کي سردار عبدالقدوس خان بلوچستان ته ننووت او چمن او کوټه یې تهدید کړل او په دې نه وو خبر چي د برټانیې پوځ د افغانستان خاوري ته ننوتلي او د افغان پوځ پوسته قلعه جدیدی یې نیولې ده. د دې پوستې عسکرو په ډېره زړه ورتیا دفاع وکړه او برټانوي پوځیانو وروسته ونیوله. سردار خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ او هیله یې درلوده چي د برټانیې د پوځیانو ارتباط به له بلوچستان سره وشلوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*   دا د کابل د خارجه وزارت رپوټ دی .د برټانوي هند نظر دا دی چي افغانستان په یرغل لاس پوري کړ او بېخبره حمله یې وکړه. دا به یا په هند کي د افغانستان د حکومت د استازو د غلطو رپوټونو محصول وه یا به یوه غلط فهمي وه. خو دا چي افغاني قواوو د جنګ لپاره بشپړ تیاری نه درلود نو دا دوهم احتمال صحیح ښکاري، مګر په هند کي د افغانستان د استازو له پیدا کړو ستونزو څخه معلومیږي چي ورانی له هغه ځایه پیل سوی دی.

ضمناً، کله چي افغان شورا د جلال آباد د پوځ سپه سالار په بې عزتی سره وتراټه نو په سیمله کي یې د افغانستان استازي ته ولیکل چي د دغه غلطی فهمی په باره کي تحقیقات وکړي او د برټانوي هند حکومت ته اطمینان ورکړي چي د افغانستان حکومت د جنګ خیال نه درلود او داچي د جنګ د پیل کولو لپاره یې هیڅ ډول تیاری نه درلود دا د دوی د دغي ادعا ښکاره ثبوت دی. د هند د حکومت له خارجه وزیر سره خبري وسوې او په دې باره کي تفاهم ترلاسه سو چي جنګ باید ودریږي او د دواړو خواوو ترمنځ اړیکي بیرته ټینګ سي.

پر دې موضوع باندي په افغان شورا کي بحث وسو او ډېري توندي خبري تبادله سوې او د سولي طرفداران غالب سول. له دې څخه وروسته د دواړو حکومتونو ترمنځ لیکونه تبادله سول؛ په نتیجه کي اوربند ټینګ سو او فیصله وسوه چي د دواړو خواوو استازي به  په راولپینډي کي د سولي ټینګولو پر شرایطو باندي خبري کوي.

د عملیاتو دریو مرکزونو، ډکې، خوست او کندهار ته د اوربند اعلان ورسېدی. په خوست او کندهار کي د افغانانو عملیات په بریالیتوب روان وه چي د اوربند په باره کي شاهي فرمان او د نورو عملیاتو د بندولو امر ورته ورسېدی. سردار محمدنادرخان او سردار عبدالقدوس خان دواړه خوابدي وه خو شورا فیصله کړې وه او دوی هیڅ نه سوای کولای. افغان شورا له خپل منځ څخه دغه کسان د راولپینډي د هیات په حیث وټاکل:

۱: د داخله چارو وزیر جلالتمآب علي احمدخان، د هیات د رییس په حیث.

۲: د کندهار یو پخوانی نایب الحکومه سردار محمدیونس خان.

۳:  د تجارت وزیر، جلالتمآب ملا غلام محمدخان( ده په شورا کي د جنګ له ګوند سره اړه درلوده)

۴: په سیمله کي د افغانستان پخوانی استازی، سردار عبدالرحمن خان.

۵: په ډهلي کي د افغانستان پخوانی نماینده، سردار عبدالعزیز خان.

۶: دیوان نرنجنداس، چي د مالیې په وزارت کي یې لوړه چوکۍ درلوده.

۷: زه پخپله

۸: د خارجه وزارت سرکاتب، منشي غلام محمدخان ، چي په ضمن کي د هیات منشي هم وو.

د برټانوي هند د حکومت په هیات کي دغه کسان شامل ول.

  ۱:   د شمال لوېدیځي صوبې اعلی کمیشنر، سرهمیلټن ګرانټ، د هیات رییس.

۲: د شمال لوېدیځي صوبې اوسنی اعلی کمیشنر، سرجان مافي.

۳: جنرال ماوبرې.

۴: د بلوچستان د قلات، نواب سرشمس شاه.

۵: د راولپینډي سرګوربخش سینګه بيډي.

نواب مولا بخش خان د هیات ترجماني کوله.

موږ په راولپینډي کي د ۱۹۱۹ کال د جولاي د میاشتي په پای کي سره وکتل، پر روانو حالاتو مو خبري وکړې او دواړو خواوو ومنله چي پخواني اړیکي په ناڅاپي توګه له دواړو خواوو په غلط فهمي کي شلېدلي دي او دا دریځ څرګند دی. دا جنګ د برټانیې د حکومت او د افغانستان د حکومت دواړو لپاره ناڅاپي پېښ سو. د افغاسنتان سره دا وېره وه چي برټانیه به د قوې په زور افغانستان دې ته مجبور کړي چي خپل د خودمختاری پخوانی حالت قبول کړي مګر په نیژدې آینده کي د دې خبري انتظار نه ایستل کېدی ځکه چي برټانیې پخپله کافي ستونزي درلودلې. افغانستان له ډېري مودې د خپلواکی آرزو درلوده. امیر حبیب الله خان له خپل مرګ څخه څو ورځي مخکي وایسرا ته په یوه لیک کي د دې موضوع په باب خپل ټینګ دریځ څرګند کړی وو. د هغه غوښتنه پر حقه وه. نه یوازي له دې امله چي د سرنوشت ټاکل د هرملت خپل حق دی بلکه امیر حبیب الله خان دغه راز د برټانیې د یوه متحد په حیث، هغه حکومت ته ډېر څرګند خدمت کړی وو. کله چي په ټول هند کي یوازي یو څو زره عسکر موجود ول، امیر هغه هیواد ته د ستونزو له جوړولو څخه ځان وژغوری. ده د ترکیې او د جرمني د حکومتونو غوښتني ونه منلې او د اسلام د خلیفه غوښتنه یې قبوله نه کړه چي له مذهبي نظره د ده وجیبه وه. افغانستان پر برټانیې باندي د ډېر څه حق درلود مګر هیڅ یې ترلاسه نه کړل. حتی هغه پیسې یې چي ژمنه یې ورسره کړې وه ورنه کړي. په لومړي نړی وال جنګ کي د برټانیې ډېر لګښت وسو او خزانه یې خالي سوه مګر د افغانستان د غوښتني پوره کول پر دوی باندي واجب وه ځکه چي افغانستان برټانیې ته نه یوازي په میلیونونو پیسې ور سپمولي وې بلکه هند یې ورساتلی وو چي که امیر حبیب الله مرسته ورسره کړې نه وای نو هند یې په څو زرو عسکرو نه سوای ساتلای. د برټانیې دې کار ځوان افغانان په غوسه کړي وه او امیر امان الله خان د هغوی د کرارولو لپاره مجبور وو چي بشپړه خپلواکي اعلان کړي. د دې ترڅنګ، هغه مجبور وو چي د ځوانانو ملاتړ ترلاسه کړي. دغه علت وو چي موږ د راولپیڼډي په کنفرانس کي پر دې موضوع باندي ټینګار کاوه چي د سولي اساسي شرط باید د افغانستان داخلي او خارجي آزادي وي او کنه نو دښمني به پای ته ونه رسیږي او افغانستان به خپلي وسلې د سرنوشت د حق د ترلاسه کولو پوري پر مځکه کښې نه ږدي. افغانستان فیصله کړې وه او په دې پوهېدی چي که برټانیه د افغانستان د خارجي اړېکو پر کنټرولولو باندي ټینګار وکړي بیا نو پرته له جنګهبله لاره نسته. سر همیلټن ګرانټ په دې نزاکت پوهېدی او په ډېره هوښیاري مګر زړه نازړه تسلیم سو. بله ګټه چي افغانستان وکړه هغه له اشغال کړو سیمو څخه د برټانیې د پوځیانو پرشا کېدل او د مخکنیو پولو بیرته اعاده کېدل وه. جنګ ټول پخواني تړونونه او مکلفیتونه له منځه وړي وه.

برټانیې سوله او افغانستان خپلواکي ترلاسه کړې وه. دواړو داسي څه ګټلي وه چي په هغه وخت کي یې سخته اړتیا ورته درلوده. مګر افغانستان بری ترلاسه کړی وو ځکه چي اوس یې نو په جګه غاړه ویلای سوای چي موږ خپله خپلواکي د توري په زور ترلاسه کړه؛ په داسي حال کي چي برټانیې په جګه غاړه کومه ادعا نه سوای کولای ځکه چي د جنګ په نتیجه کي یې یوازي سوله ترلاسه کړې وه. افغانستان دغه راز په روحیاتي لحاظ یو قاطع بری ګټلی وو. په دې لوی عمومي جنګ کي هیڅ دوو حکومتونو داسي تړون نه دی لاسلیک کړی چي په هغه کي دي چا د افغانستان په څېر ګټه کړې وي.

مګر د برټانیې حکومت ته له بشپړ احترام سره باید دا خبره وکړم چي زه په دې نه پوهېږم چي د برټانوي هند حکومت ولي له افغانستان سره د دوستانه اړېکو د ټینګولو موضوع شپږ میاشتي شاته واچول. زما په نظر، دا یوه لویه اشتباه وه. د برټانیې حکومت دا نه غوښتل چي کابل دي د هغه حکومت سره د مخالفینو په یوه مرکز بدل سي مګر د برټانیې حکومت بیا هم دا نوی مستقل سوی هیواد پرېښود چي هره لاره یې خوښه وي هغه واخلي. افغانستان د دوو داسي لویو قدرتونو ترمنځ پروت دی چي هیڅ وخت له یوه بل سره دوستانه اړېکو ټینګولو ته تیار نه وه. دا یوه وړه پاچهي ده چي اوس لا یوازي په خپل زور پر پښو نه سي درېدلای. هغه باید له دغه یا هغه قدرت سره ملګری سي. دا چي دغه هیواد په خپلو خارجي اړېکو کي د استقلال لپاره جنګیږي د دې معنی پخپله دا ده چي هغه به د مرستي لپاره روسیې ته مخ اړوي. مګر کله چي ما په دې مسله کي د برټانیې د حکومت تر حد زیاته بې اعتنايی ولیده نو زه هک پک سوم. وروسته د برټانوي هند حکومت د شپږو میاشتو پر مهلت باندي ټینګار کاوه، د څشي لپاره؟ د برټانیې حکومت غوښتل وویني چي که د افغانستان حکومت په ریشتیا هم له هغه هیواد سره د دوستانه اړېکو ټینګولو نیت درلود نو په شپږو میاشتو، امتحاني موده، کي به معلومه سي. دا ماته، د زمان په خاصو شرایطو کي، یوه غلطه فرضیه ښکاري. برټانیې په دې عمل سره، افغانستان، په لوی لاس، د روسیې غېږ ته ور پوري واهه او دا د برټانوي هند د حکومت لپاره له خطرونو ډک اقدام دی. افغانستان د سوله غوښتونکي ګوند له لوري، چي په شورا کي یې اکثریت درلود، او د مسایلو د حلولو واک ورکړه سوی وو، اعلان وکړ چي له انګلینډ سره د دوستی غوښتونکی دی. نو د اینګلینډ لپاره دا لازمه وه چي ویلي یې وای چي زه ستا په دوستي خوښ یم؛ راځه چي د سولي شرایط سره حل کړو، او موضوع به پر هغه ځای پای ته رسېدلې وای. په دې توګه به د دغه اوسني بې خونده حالت چي د روسیې او افغانستان د اتحاد احتمال پیدا کوي مخه نیول سوې وای. روسیه له افغانستان سره کومه خاصه علاقه نه لري او کله چي افغانستان په خپلو بین المللي اړېکو کي یو څه نرمښت راولي او پالیسي یې خپل مستقل رنګ واخلي دا پخپله د روسیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو ټینګېدلو ته لاره هواروي.

یوه بله غلطي چي د برټانوي هند حکومت تېر کال وکړه هغه دا وه چي، د سولي د تړن د لاسلیک کېدلو څخه وروسته یې، برټانوی استازی کابل ته ونه لېږی خو افغان استازی یې ومانه او هغه ډهلي ته ولاړ. په هغه وخت کي په کابل کي د روسیې سفارت نه وو؛ په حقیقت کي په کابل کي هیڅ خارجي استازی نه وو او د برټانیې استازي ته به ښه هر کلی ویل سوی وای. هر څوک چي مخکي راغلی وای هغه به ښه امتیاز ترلاسه کړی وای. نتیجه دا سوه چي د خارجي اړیکو د ټینګولو په برخه کي، په کابل کي، چي د برټانیې پر ضد احساسات را پارېدلي ول، بحثونه کېدل او باید چي دریځ یې د روسیې خواته  میلان پیدا کړی وای.

زه په خواشینی سره وایم چي برټانیې، په خپله ډیپلوماسي کي، د افغانستان په برخه کي پر وخت اقدام ونه کړ او له شرایطو څخه یې ښه ګټه پورته نه کړه. شرایط داسي راغلي وه چي افغانستان به له برټانیې سره دوستانه اړیکي ټینګ کړي وای. افغانستان د برټانیې په حاضرو ستونزو او قوت ښه پوهیږي او په دې ښه خبر دی چي برټانیه په نړۍ کي څومره ستونزي لري. اوس حاضر په ترکیې، اېران او عربستان کي د برټانیې شهرت خراب سوی دی. برټانیه په هغو سیمو کي چي باید خلک یې استثمار کړي له اولسونو سره ډېر بد سلوک کوي او هغوی ته په ټیټه سترګه ګوري او په مقابل کي یې د خلکو نفرت او دښمني ورته راپارولې ده. دوی چي هر چېرته ځي، دغه نفرت ویني مګر د دې پرځای چي د خلکو سره په خپل سلوک کي بهتري راولي، پر خپل سلوک باندي ټینګار کوي. د دوی دغه سلوک دی چي په نړۍ کي د برټانیې حاکمیت ته ، په تېره بیا په هند کي، په چټکی سره خاتمه ورکوي.

امیر امان الله خان، قدرت ته د رسېدلو سره سم د هیواد د داخلي ادارې په بهترولو لګیا سوی دی.

 د مالیې وزارت

د افغانستان د عایداتو تر ټولو لویه منبع، لکه ما چي مخکي اشاره ورته کړې ده، د مځکو مالیه ده. د مالیې را ټولول دوه نقصونه لري. لومړی خو دا چي د مالیاتو د ټولولو سسټم، د مالیاتو مامورینو ته د جيبونو د ډکولو پلمې او فرصت برابروي. هغه پیسې چي باید د حکومت خزانې ته ولاړي سي هغه د مالیاتو د ټولولو په وخت کي، چي همېشه باقي وي، د مامورینو جېبونو ته لویږي. دوهم د مالیاتو سسټم او ماهیت سم نه دی.

د کرل سویو مځکو ډېره برخه تر اوسه سروې سوې نه ده. څومره تخم کرل کیږی، څومره اوبه لګولي کیږي او یوه قولبه مځکه څومره حاصل کوي. په هره علاقه کي د مالیاتو د ټولولو د داسي نا معلومو طریقو څخه کار اخیستل کیږي چي د مځکو څخه لاسته راغلې مالیه خپل وروستي لږ حد ته رسوي. مالیه هم په جنس او هم په نغده اخیستله کیږي. په ځینو ځایونو کي یوازي جنس او په ځینو ځایونو کي دواړه اخیستل کیږي. دا سسټم بالکل غلط دی، ځکه نو اعلیحضرت امر وکړ چي په ټولو ځایونو کي دي مالیه په نغده اخیستل کیږي. د جنس تاوان په دې کی دی چي د مالیاتو د ټولولو په وخت کي ډېري لویي ستونزي پېښوي. په دې سسټم کي د عایداتو په باره کي دومره زیات تفصیل ورکړه سوی وي چي اصلي ارقام پکښي ورک سي. د مالیاتو د اوسني سسټم څخه مخکي، د هیواد په هره برخه کي د غلو دانو ګدامونه ول. په هره ناحیه کي به د مځکو څښتنانو خپلي  غلې دغو ګدامونو ته راوړلې. کله چي به چا خپلي غلې پر یو څو خرو باندي بارکړي راوړې نو هغه به لومړی مسوول مامور ته منتظر وو. کله چي به مامور راغی نو مالک به یې په مختلفو پلمو ځنډاوه او کله چي به یې په پای کي خپلي د چایو او بورې پیسې ترلاسه کړې نو د غلې اخیستلو ته به تیار سو. لومړی خو به یې پر غلې باندي اعتراض وکړ چي دا خرابه او زړه ده او وروسته به یې  کمیت ته ګوته ونیوله او بیا به یې یو څو پیسې ترلاسه کړې او ترلاسه کړې غله به یې په ګدام کي زخیره کړه. کیفیت به یې اعلی او اندازه به یې سمه ورته ولیکله. غله دانه چي به په دغه توګه توګه په ګدامونو کي زخیره سوه؛ څه وخت وروسته به خرابه سوه، بد بوی به یې کاوه او د چینجیانو او حشراتو خوراک به سوه. مسوول مامور به هغه غله را وایستله، پاکه به یې کړه او حکومت ته به یې د کمبود رپوټ ورکړ. خو دا غله به مامورینو هر وخت خرڅوله او پیسې به یې په جېبونو کي اچولې. کله چي به د حکومت له خوا هیات وټاکل سو هغه به خپلي پیسې پکښي واخیستلې او په ټولو حسابونو کي به یې د مسوولو مامورینو رپوټ تایید کړ. دا سسټم د کلونو راهیسي روان دی. د حکومت شته مني ضایع کیږي، د حکومت مامورین په فساد اخته وي، د مځکو څښتنانو ته یې تاوان رسیږي او د خلکو پر عمومي روحیه باندي منفي اغېزه کوي. کار وسي، پیسې خرڅي سي، حسابونه ټول غلط وي او د غلطو او خرابو اجرآتو بدنامي حکومت ته ورسیږي.

یوازي خو دا خبره نه ده. کله چي یو مامور د غلطو اجرآتو او یا رشوت اخیستلو په تور برطرفه او یا بندي سي نو بیا د محاسبینو خولۍ په غوړو کي سي. هغوی له ګدامدار او مسوولو مامورینو څخه د چایو او بوري پیسې ترلاسه کوي او بیرته یې خوشي کوي. برطرفه سوی مامور یو څو میاشتي هره ورځ د محاسبې دفتر ته حاضریږي او په پای کي پاک لاسونه ووزي. که ګدامدار پیسې نه درلودې او د محاسبې دفتر یې راضي نه کړ نو رپوټ یې امیر ته ورکول کیږي. امیر د پیسو د حصول کولو امر کوي او د عسکرو په زور یې ورڅخه اخلي. دلته نو عسکر خپله چای او بوره غواړي او مامور ته د پیسو د تادیه کولو وخت ورکوي. مامور خپله شته مني یا خرڅوي یا یې په ګرو ورکوي، د حکومت پیسې برابروي او یو څه وخت آرام کښېني. دا آرامي او بېکاري ډېر وخت دوام نه کوي. مامور یو څه وخت وروسته د محاسبینو دفتر ته ورځي، چای او بوره ورکوي او بیرته مقرر کیږي. بیا هغه آش هغه کاسه او بیا هغه د چایو او بورې کیسه له سره پیل کیږي.

د نغدو مالیاتو ټولول د خاصو مامورینو وظیفه وه. هغوی په جلا طریقه د چایو او بوري پیسې اخیستلې او د باقیاتو او ټولو کړو مالیاتو په باره کي یې رپوټ ورکاوه. چي خپلي پیسې به یې واخیستلې په خپل رپوټ کي به یې ولیکل چي د مځکوخاوند د باقیاتو د تحویلولو توان او وس نه درلود.

امیر امان الله خان د ګدام سسټم او په جنسي توګه د مالیاتو تادیه کول له منځه یووړل. جنس د اوسني نرخ په اساس اخیستل کيږي او ټول مالیات نغدي سول. خاص مالیه ټولوونکي یې رخصت کړل او اوس د مالیاتو ټولول د هري سیمي د حکومت د مشر وظیفه ده؛ هغه په خپله اداره کي د دغه مطلب لپاره خاصه څانګه لري او د هغه  ولایت ګورنر ته مسوول دی چي د ده اولسوالي ورپوري تړلې ده. د چایو او بوري پیسې، که څه هم چي سخت ممانعت ورباندي لګول سوی او جنایت ګڼل کیږي، بیا هم په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي او تر څو چي ټول خلک تعلیم یافته سوي نه وي او حکومت له خپل وس او توان سره د مامورینو تنخواوي زیاتي نه کړي د چایو او بورې پیسې به له خلکو څخه اخیستلي کیږي. د رشوت اخیستل د مامور په مقام او د هغه په وظایفو پوري اړه لري او له منځه وړل یې د کراري کار دی. رشوت په ډېره پیمانه کم سوی دی او هیله ده چي حکومت به دې خواته نورههم جدی توجه وکړي ځکه چي هیڅ حکومت تر هغه وخته اصلاحات نه سي راوستلای چي دننه فساد پکښي جاري وي.

مګر د مالیاتو سم او عادلانه راټولول د مځکو له سروې سره تړلي دي. باید په ټول هیواد کي مځکي په یوه طریقه اندازه سي او دا اسانه کار نه دی. پخواني امیر د کابل په شپږ میلي کي د شاوخوا مځکو د سروې کولو امر کړی وو او مځکي د جریب له مخي اندازه کېدلې. یو جریب مربع مځکه د پنجاب تر بېګا یو څه زیاته او تر ایکر یو څه کمه ده. تېر کال امیر امر وکړ چي د کابل له شاوخوا څخه دي په تجربوي توګه مالیه په نغدي توګه ټوله سي. کله چي مالیه ټوله سوه نو تر تېرکال سل زره روپۍ اضافه وه او څوک باقي هم نه وه. د مځکو څښتنان ځکه خوشاله وه چي پیسې یې په اسانی سره تحویل کړي وې، د مامورینو له جنجاله بېغمه سوي وه او پیسې ورسپمېدلي وي. څرنګه چي د افغانستان حکومت اوس دې ته تیار نه دی چي د ټول هیواد مځکي په لنډ وخت کي سروې کړي نو امیر فرمان صادر کړی دی چي هر ولایت دي جلا جلا سروې سي او لومړی دي کار د مرکز په شاوخوا کي له شپږ میلي څخه پیل سي. په دوهم کال دغه سیمه سروې سوه او په عین وخت کي جنسي مالیات په نغدي تبدیل سول.

حکومت نوره غله نه زخیره کوي. اوس داسي ترتیب نیول سوی دی چي حکومت په اضطراري حالاتو کي له خلکو څخه د ورځي په نرخ غله اخلي او پیسې نغدي ورکوي. په هغو ځایونو کي چي جنسي مالیه اخیستله کیږي؛تر هغه وخته پوري چي سروې یې بشپړه سوې نه وي، د هغي سیمي په بازارونو کي به د مالیې غله پلورل کیږي او نغدي پیسې به حکومت ته تحویلیږي.

په همدغه ډول د څارویو په مالیاتي سسټم کي اصلاحات راغلل. پخوا به د څارویو له څښتنانو څخه یوه فیصدي غوايي اخیستل کېدل، دولت به له هغوی څخه کار اخیستی. اوس داسي نه کیږي او حکومت چي غوایانو ته اړتیا ولري هغه په پیسو اخلي. د څارویو مالیات هم، د ورځي په نرخ، په نغدو پیسو اخیستل کیږي.

پر تجارتي مالونو باندي مالیه د حکومت د عایداتو یوه لویه برخه جوړوي. په دې برخه کي یو نوی قانون منظور سوی دی او په هیواد کي یې د داخلي او خارجي تجارت مالیات تنظیم کړي دي. په داخل کي پر تجارتي مالونو باندي تر خارجي مالونو ډېر کم مالیات وضع کیږي. پر خارجي مالونو باندي مالیات د هغه اصل په اساس تنظیم سوي دي چي پر لوکسو او غیر ضروري مالونو باندي درانه مالیات وضع سوي دي او د صنعتي مالونو پر صادرولو باندي لږه مالیه وضع سوې ده او په دې توګه صنعتي صادرات تشویقیږي.

دغه مقرراتو خپله اغېزه ښندلې ده. هدف دا دی چي خلک تر ډېره ځایه پوري ساده ژوند ولري او د لوکسو موادو په اخیستلو ډیري زیاتي پیسې ونه لګوي او د داخلي صنایعو د تشویقولو له لاري اقتصادي منبع وده وکړي.

ټرانسپورټ، حمل و نقل

دولت، په ټول هیواد کي پر خاصو آسونو برسېره،  په زرهاوو باري یابوګان، آسونه او اوښان درلودل. اوس امیر امان الله خان، د دولت له خوا د دغه راز حیواناتو د ساتلو سسټم لغو کړ او شاهي آسونه یې ډېر کم کړي دي. ځیني یې د ورځنیو عمومي اړتیاوو د رفع کولو لپاره دي، مګر حکومت، د حمل و نقل لپاره، د ضرورت په وخت کي، آسونه او حیوانان کرایه کوي. په دې توګه د غیر ضروري لګښتونو ډېره برخه سپمېدلې ده او په دغه سسټم کي په ګدامونو کي د حیواناتو د خوراکي موادو د زخیره کولو ضرورت هم له منځه تللی دی. د سپرلی آسونه په عسکرو اړه لري او هغوی ته د آسونو د ساتلو لپاره جلا تنخوا ورکوله کیږي. د توپچي قوې لپاره د آسونو ساتل په حکومت اړه لري.

پوځ

د جنګ د وزیرجلالتمآب سپه سالار محمدنادرخان تر مشری لاندي، یوه پوځي شورا جوړه سوې ده. دغه شورا، په منظمه توګه، په هفته کي یو ځل غونډه کوي او د پوځ د تنظیمولو او کفایت د لوړولو لپاره مقررات وضع کوي.

اوس، د هرو اتو نارینه افغانو ځوانانو څخه یو تن عسکري خدمت ته را بلل کیږي. هر یو باید درې کاله عسکري خدمت وکړي. د عسکري خدمت د دورې تر تېرولو وروسته رخصتیږي او، د احتیاط د قوې په توګه، د ضرورت په وخت کي بیرته را غوښتل کیږي. زړې قطعې، چي هر عسکر به په میاشت کي شل روپۍ اخیستلې، منحل سوي دي او اوس هر عسکر ته د میاشتي څوارلس روپې ورکولي کیږي . افغانستان، د جنګ په وخت کي، ۱۵۰ زره روزل سوي او وسله وال عسکر میدان ته حاضرولای سي او د دې تر څنګ ۳۵۰ زره ملېشه قوه لري، چي زاړه دهن پُر( فتیله اي) توپکونه لري، او د پوځ د محافظینو او دغه ته ورته نور وظایف سرته رسوي او په غرنیو جنګونو کي هم کار ورڅخه اخیستل کیږي.

په کابل کي د پوځي روزني لپاره یو ښوونځی دی، چي ما مخکي هم اشاره ورته کړې ده، او مشرتوب یې، د ترکیې د سلطان عبدالحمید د وخت، یوه ترکي صاحب منصب، محمودسامي په لاس کي دی. دی ډېر ځیرک سړی دی، مګر د زاړه سسټم روزل سوی افسر دی. که څه همچي د ده پوځي روزنه د افغانستان له پوځي خدمت څخه یو ګام مخکي ده، مګرهغو ترکي صاحب منصبانو، چي نوي افغانستان ته راغلي دي، د پوځي روزني نوی سسټم ورسره راوړی دی. ځوانو افغانانو، چي په دغه ښوونځي کي روزل سوي دي، ډېر ښه کفایت ښودلی دی او د یوه نوي پوځ په جوړولو کي ښه فعاله ونډه اخیستلای سي. دوی له انضباط څخه ښه درک لري، د شخصیت بهتر قوت او د ابتکار او تصمیم نیولو قوه ورسره ده. که د پوځ شورا خپلو کارونو ته نوره توجه هم وکړي او له اوسنیو وسایلو څخه د امکان تر حده ښه ګټه واخلي نو یوه عالي او ښه اینده په مخ کي لري. پوځ به پر نویو اساساتو باندي جوړ سي، غښتلی به سي، د افغانستان ملا به ور ټینګه کړي او د خارجي یرغل په مقابل کي به یې وساتي.

   دفتري کارونه

د افغانستان دفتري کار د اېران د کتابت پخوانی سسټم وو. دوی د پیسو او وزن د اندازې ښودلو لپاره له اعدادو څخه نه بلکه له سیمبولونو څخه کار اخیست. له عدد څخه یوازي د شمېرلو لپاره کار اخیستل کېدی نه د حساب د ساتلو لپاره.

د امیر شېرعلي خان په زمانه کي حسابونه پر جلا جلا پاڼو باندي ساتل کېدل او که به حساب په یوه پاڼه کي ځای نه سو نو بیا به یې څو پاڼي سره سریښ کړې او سره وبه یې پېچلې.

امیر عبدالرحمن خان د حسابونو لپاره د دوسیې او کتاب جوړولو سسټم را منځته کړ مګر د حساب سسټم ته یې تغییر ورنه کړ. امیر حبیب الله خان د حساب د زاړه سسټم د نوي کولو تصمیم ونیوی مګر د کاتبانو او زړو مامورینو د مخالفت او دلایلو په وجه یې هغه پخوانی زوړ سسټم وساتی.

اوسني امیر د کاتبانو او زړو مامورینو په اعتراضونو کي ری ونه واهه او د یوه افغان صاحب منصب تر مشری لاندي یې، چي په تر کیه کي یې د یوه ترکي استاد، چي د پوځي ښوونځي مدیر وو، په لار ښودنه د حساب ساتلو ترکی سسټم زده کړی وو، د کتابت یو نوی سسټم را منځته کړ. دغه ترکی سسټم د فرانسوي سسټم څخه اخیستل سوی دی او، په لږ توپیر، تقریبا هغه سسټم دی چي موږ په هند کي کار ورڅخه اخلو. د کابل په ښوونځي کي دوی د حساب، جغرافیې او کتابت د ښودلو لپاره یو کلن پروګرام لري. د دې ښوونځي سرښوونکی میرزا مجتبی خان نومیږي او د ځوانو افغانانو په ګوند کي یو هوښیار سړی دی.  دی د حسابداری له زاړه سسټم سره ښه بلد دی او هغه یې په ډېره اسانی سره نوي سسټم ته راواړاوه. دی ډېر ښه ښوونکی دی. زه تېر کال د دغه ښوونځي د لومړني مفتش په حیث هلته ورغلم او د ده کار ته بېخي حیران سوم. بریالیو ځوانانو ته د کابل د ناحیې د مځکو د مالیاتو نوی نغدي سسټم ورکړه سو او دوی په ډېر بریالیتوب سره سوالونه حل کړل.

داسي هیله کیږی چي زوړ سسټم به په نیژدې اینده کي په بشپړه توګه له منځه ولاړ سي او نوی سسټم به یې ځای ونیسي، چي هم به وخت او هم به پیسې وسپمیږي، او په کار کي به د اشتباهاتو مخه ونیوله سي. ماته دا یو ډېر مهم اصلاحي پروګرام ښکاره سو.

اداره

افغانستان یوه ډيره نیمګړې ادره او کنټرول درلود. د دې ترڅنګ هیڅ مدني قانون نه وو او هر څه د شرعي قوانینو په اساس فیصله کېدل. د هري سیمي حاکم او نایب الحکومه په عین وخت کي قاضي هم وو. نه په مدني او نه په جنايي قضیو کي دا معلومه وه چي کومه قضیه په مذهبي څانګه او کومه په حاکم او حکومتي مامورینو پوري اړه لري. ځیني جنايی قضیې به پولیسو فیصله کولې او خپل اجرآت به یې کول. نو خبره به یو ډول ګډه وډه سوه.

حکومت، د ۶۸مادو څخه جوړي یوې رسالې څخه پرته، چي د امیر عبدالرحمن له خوا د یوې خپرې کړې رسالې تعدیل سوی شکل وو، بل هیڅ ډول قانون نه درلود. حاکم او نایب الحکومه به په اکثرو قضیو کي د خپل قضاوت څخه کار اخیست. هوښیار او ښه مقام به خپل کارونه په سمه طریقه سرته رسول او خلک به ورڅخه خوښ او راضي ول. مګر بد مامور به سم اجرآت نه کول او خلک به ورڅخه ناراض ول. ډېر ځله به د یوه ولایت د ملکي حکمران او محلي پوځي صاحب منصبانو ترمنځ اختلافات را منځته سول. پوځي افسر به د ملکي مقام امر نه مانه او په ملکي چارو کي به یې مداخله کوله.

امیر امان الله خان، د ۱۹۱۹ کال په پای کي، د دغو نواقصو د لیري کولو لپاره، یوه قانون ګذاره شورا( محفل قانون) تاسیس کړ. ریاست یې داخله وزیر جلالتمآب علي احمدخان ته وسپاره. دا شورا ۲۱ غړي لري، چي له هغې جملې څخه څلور یې هندیان دي او باقي پاته یې افغانان دي. له ما پرته نور هندي غړي یې:

۱: د پېښور احمدجان خان، چي ملکي مامور وو او د بریدجنرال رتبه لري.

۲: د  لاهور میا قادر بخش.

۳: د جلالپور د جټان اوسېدونکی، زما مشر ورور مولوي نجف علي خان.

احمدجان خان مشر سړی دی چي د څه باندي دېرشو کالو راهیسي په افغانستان کي خدمت کوي. هغه په لومړي سر کي کمپونډر وو، وروسته د پخواني پاچا امیر عبدالرحمن خان ډاکتر سو. وروسته یې په مختلفو ځایونو کي وظیفې درلودلې. د یوه دفتر آمر وو، کله چي اوسنی امیر د خپل پلار په وخت کي د مستمري اخیستونکو کسانو د هویت د معلومولو د دفتر رییس وو نو دی یې مرستیال وو. یو وخت د ترکستان د نایب الحکومه مرستیال وو، بل وخت یې په کابل کي د قضا په دفتر کي وظیفه درلوده او دغه راز نوري وظیفې یې درلودلي دي. میا قادر بخش د کابل د دباغی د فابریکي رییس دی او د ښاغلي تورنټن پر ځای مقرر سوی دی. ده په امریکا کي تحصیل کړی دی او یو څه وخت یې په جاپان کي تېر کړی دی.

زما ورور د حبیبه د ښوونځي او د هغه د ابتدايی څانګو د تفتیش رییس دی او د اوسني امیر د وړوکوالي ښوونکی وو، ما یې مخکي یادونه کړې ده.

مشهور او د یادوني وړ افغان غړي یې دا دي: *

۱: د کندهار پخوانی نایب الحکومه، سردار محمدیونس خان.

۲: د ترکستان او کندهار پخوانی نایب الحکومه، سردار محمدعثمان خان.

۳: د کابل پخوانی کوټوال، سردار فتح محمدخان.

۴: د هرات پخوانی نایب الحکومه، سردار محمدسلیمان خان.

۵: د پخواني امیر حبیب الله خان پوځی سلاکار او دستیار، د سردار فتح محمد خان زوی، سردار شیر احمدخان.

۶: د جنګ له پیل کېدلو څخه مخکي، د اوسني امیر له خوا، هند ته استول سوی لومړنی خاص استازی، سردار عبدالرحمن خان.

۷: میراحمدشاه خان.

۸: عظیم الله خان.

په دوی کي څلورو تنو په هند کي یو څه تعلیم کړی وو. په لنډول ویلای سم چي په دغه شورا کي  د مختلفو سویو او پوهي لرونکو خلکو برخه درلوده چي د حکومت په بېلو بېلو څانګو کي یې د کارکولو تجربه درلوده او د قانون د جوړولو صلاحیت ورسره وو. لومړنی کار د هیواد اداري سسټم وو. هیواد پر ټاکلو سیمو ووېشل سو، په هر واحد کي یو څو کلي وه چي د یوه مامور له خوا اداره کېدل. د دغه راز سیمي مسوول سړی کلانتر نومیږي. نوري دغه راز سیمي یا علاقې  په یوه اولسوالي پوري تړلي دی او یو شمېر اولسوالی یو ولایت جوړوي. د دي واحدونو په ټاکلو کي جغرافیاوي او قومي وېش په نظر کي نیول سوی دی. په دغه وېش کي دغه راز نور شیان لکه سړکونو ته نيژدې والی، پولو ته نيژدې والی، ستراتیژیک اهمیت او دغه راز مسایل په نظر کي نیول سوي دي. یو کلی یوه ملک یا دوو دریو ملکانو ته سپارل سوی دی. د خلکو او حکومت ترمنځ یوه بل ته مسوولیتونه مشخص سوي دي. ملک د خلکو او دولت ترمنځ د ارتباط لومړنۍ وسیله ده او د هغه وظایف مشخص سوي دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  * د دې شورا ځیني غړي، د تاسیس له وخت څخه تبدیل سوي او پر نورو وظایفو مقرر سوي دي او پر ځای باندي یې نوي کسان ټاکل سوي دي. د شورا رییس علي احمدخان پراعلیحضرت باندي د یوه شخصي تېري له امله برطرفه سوی او پر ځای باندي یې د پخواني امیر پوځی دستیار شیراحمدخان ټاکل سوی دی، چي د اوسنی شورا ریاست کوي او ډېر فعال او هوښیار سړی دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

افغانستان یو نسبتا وروسته پاته هیواد دی. داسي په نظر کي نیول سوې وه چي اوسني علاقه داران تر نایب الحکومه پوري هم اجراییه او هم قضاییه واک او صلاحیت ولري، په تېره بیا کله چي قضايی قدرت د ولایت قاضي ته وسپارل سو. د ده وظایف او صلاحیتونه په هغو قوانینو کي  * مشخص سول چي د مختلفو قضیو د حلولو لپاره جوړ سوي وه. دغه قوانین په داسي وخت کي اعلیحضرت ته ولوستل سول چي ټول وزیران د دغه کار لپاره را بلل سوي ول. ټاکلي مادې د اکثریت د خوښي سره سمي تعدیل سوې او بالاخره اعلیحضرت  دا قوانین لاسلیک کړل او د خپرولو امر یې ورکړ.

زه د دې خبري کولو ته چنداني ضرورت نه لرم چي دغه کار په ډېر جدیت سره پر مخ ولاړ او قوانین په ډېر احتیاط ترتیب سول. د دې کار افتخار باید د افغانانو هوښیاری ته ورکړه سي او د هغوی د نظم برکت وبلل سي.

باقي پاته شیان په عمومي صورت

د شاهي کورنۍ ځینو څانګو او ځینو شخصیتونو ته د شاهي اشپزخانې څخه پخه ډوډۍ ورکوله کېدله او پخوانیو دوو امیرانو، له خزانې څخه،هغوی ته مستمري معاشونه مقرر کړي وه. امیر امان الله خان ځیني امتیازات له منځه یووړل او ځیني یې کم کړل، او په دې توګه یې د ډېرو بې ضرورته لګښتونو مخه ونیوله. ده د دې ترڅنګ امر کړی دی چي هیچا ته به ، چي کار یې نه وي کړی، له دولتي خزانې څخه یوه پیسه نه ورکوله کیږي. هیچا ته به تر هغه وخته پوري چي لیاقت یې ثابت کړی نه وي کار نه ورسپارل کیږي. دولت به هیڅ کورنۍ ته امتیاز نه ورکوي او امتیاز به یوازي د لیاقت او اهلیت په اساس وي او د هیڅ دولتي وظیفې په اشغالولو کي به عقیده او طبقه په نظر کي نه نیوله کیږي.

په افغانستان کي یو شمېر مقدس ځایونه دي او د هغو څخه لاسته راغلي عایدات ( اوقاف) هغو کسانو انحصار کړي وه چي د دغو ځایونو د ساتلو مسوولیت یې درلود. اعلیحضرت اعلان وکړ چي دوی د دغو عایداتو د اخیستلو حق نه لري او ټول یې پسي واخیستل. دغه عایدات په کال کي څو لکه روپۍ کېدلې چي اوس د حکومتي عایداتو یوه برخه ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 *  زه فکر کوم چي دغه قوانین چي د لومړي ځل لپاره په افغانستان کي جاري سول قانون پوهانو او عمومي لوستونکو ته د زیاتي علاقې وړ وي. زه هیله لرم چي ډېر ژر به هغه ترجمه کړم او د افغانستان د اوسني اساسي قانونسره یو ځای به یې لوستونکو ته وسپارم.

امیر امان الله خان د خلکو د ژوند په چارو کي  افراطي لګښتونه غندلي دي او په ودونو او د جنازو او د ویر په مراسمو کي یې لګښتونه ډېر محدود کړي او منع کړي دي. ده د هیواد خلک پر لوړه طبقه، منځنی او کښته طبقه وېشلي دي او هري طبقې ته یې د واده په مراسمو کي د لګښت اندازه ټاکلې ده. امیر د هلکانو نڅا او دغه راز نور ناوړه کارونه ټول منع کړي دي. دی په دې عقیده دی چي افغانان باید ساده، معتدل او معقول  ژوند وکړي. دی غواړي چي مېرمني پر جامو باندي د زیاتو پیسو د لګولو څخه را وګرځوي او د دغه کار لپاره یې پر ورېښمینو او قېمتي ټوکرانو او له بهر څخه پر واردېدونکو ټوکرانو باندي، چي مېرمني د جامو په جوړولو کي کار ورڅخه اخلي، درانه مالیات لګولي دي.

ده په افغانستان کي پر هندوانو او شیعه ګانو باندي ټول محدودیتونه لغو کړي دي. دوی د خپلي غوښتني سره سم خپل مذهبي مراسم سرته رسولای سي. هندوان د عبادت لپاره څو ځایونه لري او دوی هغو ځایونو ته په آزادانه توګه ورځي او خپل مذهبي مراسم اجرا کوي. امیر امان الله خان، د دواړو فرقو په مذهبي مراسمو کي په برخه اخیستلو سره، د نورو عقایدو په مقابل کي خپل زغم ښودلی دی. پر هندانو باندي جزیه نیمايی برخي ته را ټیټه سوې ده او دوی له مسلمانانو سره، په ظاهري بڼه کي، له قشقې یا ټیکې پرته، چي هغه هم د دوی د امنیت په خاطر ده، هیڅ توپیر نه لري. پخوا چي د هندوانو لپاره د ژړو بګړیو تړل او ژړوخولیو پر سر کول لازم وه هغه مقررات له منځه تللي دي. دوی اوس له مسلمانانو سره مساوي حقوق لري. دوی حتی عسکري خدمت ته جلبیږی او ځیني هندو ځوانان په عسکري ښوونځیو کي زده کړه کوي. د حکومتي چوکیو د اشغال په برخه کي، مسلمانان د تېر په شان، له هندوانو څخه هیڅ امتیاز نه لري. ځیني تر ټولو لوړ حکومتي مقامات هندوانو ته ورکړه سوي وه. په کابل کي هندوان اکثر تاجره طبقه ده مګر ځیني یې کتابت زده کوي او په دفترونو کي له مسلمانانو سره مساوي تنخواوي اخلي.

امیر امان الله خان د خپلي اشيزخانې لګښتونه او د رسمي دربارونو لګښتونه کم کړي دي.

 تعلیم او تربیه

ما په کابل کي د عصري تعلیم او تربیې د پرمختګ په باره کي، مخکي یادونه کړې ده. د امیر امان الله خان د پاچهی په سر کي د حبیبیه ښوونځي حالت د قناعت وړ نه وو او د جهاد د اعلان سره، چي د دولت ټولي چاري یې متاثري کړې، چنداني شاګردان هم نه پکښي حاضرېدل. له هغه وخته چي د هرات پخوانی نایب الحکومه سردار محمدسلیمان خان د پوهني د وزیر په حیث مقرر سوی دی هغه په جدي توګه خپلي وظیفې ته حاضریږي او د ښوونځیو په کار کي د بهتری راوستلو لپاره خپل ټول وس په کار اچوي. اوس حاضر په کابل کي د تعلیم او تربېې متخصصین نسته. زه په دې کي هیڅ شک نه لرم چي دی به ډېر ژر د تعیلم او تربیې د متخصصینو او د هغوی د مشورې ضرورت احساس کړي او تعلیم او تربیې ته به یو اساسي ملي بنسټ جوړ کړي. ځکه چي د یوه مخ پر ترقي هیواد لپاره دغه برخه تر هر څه ضروري ده.

اعلیحضرت امیر امان الله خان تقریبا دېرش کلن ځوان دی. هغه میانه قده سړی دی، ښکلی، تکړه او مناسب کړه وړه لري، ویښته او سترګي یې تور رنګ لري او ډېر غښتلی اندام لري. اوس حاضر ډېر فعال دی، مګر وروسته چي د هیواد حکومت ښه منظم سي او کارونه په کراره او منظمه توګه روان سي نو ښايی چي دی هم چاغ سي. ډېر مهذب او مودب سړی دی او هیڅ وخت نه عصبي کیږی. لوړ تعلیمات نه لري؛ مګر له څوارلس

کلنی څخه په دولتي چارو کي ډېره برخه اخلي او په کار کي یې کافي تجربه پیدا کړې ده. زما ورور راته وویل چي دی هر وخت ډېر ځیرک وو او د خبري په نزاکت او نازکي ډېر ژر پوهېدی او هره قضیه چي به ورته راوړله سوه، ان د هلک والي په عمر کي یې ښه قضاوت ورباندي کاوه. دی هیڅ وخت خواري کښ شاګرد نه وو مګر هر شي ته چي به یې توجه واوښته نو ډېره علاقه یې ورسره اخیسته. دی له مور څخه بېرېدی او درناوی یې ورته درلود او اوس یې هم درناوی کوي. د هلک والي په وخت کي د لوبو او سات تېري ډېر شوقي وو او دا شوق تر اوسه ورسره دی. ډېري زیاتي ټوکي یې زده دي او د ماښام د ډوډۍ تر حوړلو وروسته معمولا خندوونکي کیسې کوي او یا چي کله له خپلو ملګرو سره په مجلس کي ناست وي نو ټوکي او ظرافتونه کوي. ډېر زیات خوراک نه کوي او ساده جامې اغوندي. چي جامې یې پاکي وي دی راضي دی او چنداني د جامو په جنسیت کی ری نه وهي. له خارجه پر واردو سویو ټوکرانو باندي په خپل هیواد کي جوړو سویو ټوکرانو ته ترجېح ورکوي. خوراک یې تر خپل فقید پلار ساده دی او ټول حاضر درباریان د ده سره پر یوه میز باندي ډوډۍ خوري. دی په آشپزي او نورو سات تېریو وخت نه ضایع کوي. ډېر زیات کار کوي او په حقیقت کي تر خپلي ټاکلي او لازمي اندازې ډېر کار کوي. د سهار له اتو بجو څخه تر نیمي شپې پوري  په کار لګیا وي او په دغه وخت کي یوازي درې ساعته ډوډۍ خوړلو، لمونځونواو د آس یا موټر سورلی ته ورکوي. د ماپښین د چایو د چښلو په وخت کي کار کوي. دی غواړي چي د حکومت ټول کار کوونکي د ده په څېر سخت کار وکړي. په ارګ کي د اوبو یو وړوکی ډنډ دی او کله کله، د ماپښین په وخت کي، د آس یا موټر له سورلی څخه مخکي، او یا د سهار په وخت کي، د کار له پیل کولو څخه مخکي توپک اخلي، ډنډ ته ورځی او یو څو دقیقې پر هیلیو باندي ډزي کوي.

دی په عمومي صورت ښه صحت لري مګر د یخ په موسم کي ژر زکام کیږي او سرچرخي ورته پیدا کیږي او کله چي کار ورباندي زیات سي نو دغه حمله ورباندي راځي. که حمله ډېره سخته نه وي نو له کاره لاس نه اخلي.

دی هم د خپل نیکه امیر عبدالرحمن خان په څېر د استخباراتو پراخه شبکه لري او هرهورځ یې د کابل د حالاتو څخه خبروي. هر مشهور او مهم سړی د استخباراتو تر څارني لاندي دی او دغه راز ټول هغه کسان چي فکر کیږي ګوندي تمایلات لري تر څارني لاندي دي. ځیني کسان ښايی ځینو نورو ته دسیسې جوړي کړي خو دا ډېر نه پیښیږي.

امیر امان الله خان له اجتماعي او سیاسي نظره د پراخ نظر خاوند دی او هره ورځ په دربار کي وايی چي دی باید یو له خلکو څخه وګڼل سي. دی په خپل افغانیت فخر کوي او په دې راضي دی چي د هیواد یو خدمتګار دی. یوه ورځ موږ په شورا کي پر یوه موضوع باندي بحث کاوه چي د اکثریت رایه دي د هر وخت په څېر معتبره وګڼله سي. ځینو غړي زړه نازړه وه اودا وېره ورسره وه چي اکثریت ښايی دامیر فیصله رد کړای سي او که داسي وسي نو امیر به پر هغوی باندي په غوسه سي. موضوع، په ډېر احترام پخپله امیر ته وړاندي سوه او هغه د اکثریت په ګټه رایه ورکړه. دی د اکثریت په مقابل کي د خپلي عقیدې شکست مني او زیاتره وخت یې په خپله خوښه دغه کار کړی دی. یوه ورځ یې شورا ته په زغرده وویل چي که چیري ستاسي اکثریت، فرضا، د بلشویک سسټم د حکومت په طرفداري رایه ورکړي، زه به لومړی سړی یم چي د بلشویک سسټم د خدمتګار په حیث به رایه درکوم؛ ځکه چي ستاسي عقیده ښايی د افغانستان په ګټه ثابته سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *