تاند، جمعه، د میزان ۵مه: د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، که له ټاکنو وروسته د پایلو په تړاو جنجالونه او اعتراضونه راپورته شي، پولیس به یې پر وړاندې بې طرفه پاتې شي.
ښاغلي مسعود اندرابي په دې اړه له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، پر ټاکنو د نوماندانو د اعتراضونو په صورت کې به پولیس بې طرفه او د قانون په اساس عمل وکړي.
نوموړي ویلي، تېرو تجربو ته په پام پولیسو د ټاکنو څخه وروسته ترخه حالات کتلي او بې طرفي یې هم په کې خوندي ساتلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څارونکو بنسټونو د میزان د شپږمې د ټاکنو په تړاو اندېښنې ښودلي او دغه راز د حامد کرزي په مشرۍ د سیاسیونو یوې ډلې هم وړمه ورځ په یوه غونډه کې نه یوازې د ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه وکړه، بلکې زیاته یې کړه راروانې ټاکنې به بحراني شي او پایلې به یې هیچا ته د منلو نه وي.
خو کمېسیون بیا وایي، د رڼو او با اعتباره ټاکنو په تړاو خپل ولس ته ډاډ ورکوي.