تاند، جمعه، د میزان ۵ مه: نن د طالبانو لخوا د خلق دیموکراتیک انقلاب د وروستي ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژلو ۲۳ م تلین پوره شو.
له نن څخه پوره ۲۳ کاله وړاندې د ۱۳۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷ مه د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب احمدزی له خپل ورور شاپور احمدزي سره یو ځای کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره سم په مرموز ډول ووژل شو.
۲۳ کاله وروسته که څه هم په کوم رسمي ډول ددغه د مرګ مراسم نه نمانځل کیږي خو زیاتره ځوانان په خپل شخصي لګښت د ښاغلي نجیب تلین نمانځې او هغه ته د درناوي په پار د قران کریم ختمونه کوي.
ولسمشر غني، په خپلو خبرو کې اکثر مهال د هغه یادونه کوي او وایي، هغه سوله به ونکړي چې په ترڅ کې یې له ډاکڼر نجیب سره فریب وشو.
ولسنشر وایي، د سولې دروازه ډاکټر نجیب پرانیستې او دی به دوام ورکړي.
خو ځوانان بیا پر حکومت نیوکې کوي چې ولې د ډاکټر نجیب الله کلیزه او تلین په رسمي مراسمو کې نه نمانځل کېږي.
حکومتي چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا مهمه نده چې دولت په رسمي مراسمو کې د شهید دوکتور نجیب الله د شهادت ورځ لمانځي او که یې نه لمانځي ، خو د هغه له شهادته 23 کاله وروسته لا هم دوکتور نجیب الله د افغانانو په زړونو پاچاهي کوي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر دوکتور نجیب الله په ډېر بحراني او حساس وخت کې د افغانستان زعامت ته غاړه کېښودله ، له یوې خوا پخوانی شوروي اتحاد له سرمایه داري نړیوال سیستم سره سیاسي- اقتصادي او نظامي رقابت ونشو کړای او له بلې خوا په کابل کې د ببرک کارمل په مشرتوب د افغانستان دموکراتیک جمهوریت په خپلو ټولو نظامي ، سیاسي او اقتصادي فعالیتونو کې ناکام ثابت شو.
له دغه بحراني حالت سره د مقابلې او وطن دفاع د ټولو وطندوستو خلکو په نمایندګي دوکتور نجیب الله ته وسپارل شوه چې په ملي او نړیواله سطحه ښه وځلید.
د ملي روغې جوړې سیاست یې اعلان کړ. لویې جرګې یې دایرې او اساسي قانون یې تصویب کړ. ملي شورا په کار پیل وکړ ، د نړۍ له 110 هېوادونو سره رسمي او ديپلوماتیکې اړیکې ټینګې شوې . افغانستان یې ورو ورو له انقلابې او اضطراري حالت نه نورمال ژوند ته سوق کړ. د جلال آباد او نورو ښارونو مستقلانه دفاع نه بریالی راووت او که خپلو همرزمو او ګوندي ملګرو لکه جنرال شهنواز تڼي ، جنرال نبي عظیمي ، جنرال دوستم ، محمود بریالي ، نورالحق علومي ، فرید مزدک ، یارمحمد ، نجم الدین کاویاني او …. ورسره خیانت نه وای کړای ، نن به د افغانستان سیاسي ، اقتصادي او نظامي حالت داسې نه وو.
متأسفانه د شهید دوکتور نجیب الله ځای ناستو تر نن پورې داسې کوم خدمت وطن او خلکو ته ندی کړی چې افغانان پرې وویاړي . سرتاسري سوله او امنیت یې ټینګ کړی وای او د افغان وژنې بدمرغې پدیدې ته یې د پای ټکی ایښی وای.