تاند- (جمعه، د میزان ۵) د افغانستان برښنا شرکت وايي، وسله والو طالبانو یو وار بیا په بغلان ولایت کې د برښنا د مزو ستنو ته زیان اړولی چې له کبله یې د پلازمېنې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو برښنا پرې شوې ده.
دا په څه کم یوه میاشت کې دوهم ځل دی چې د کابل او ۱۱ نورو ولایتونو اوسېدونکي د طالبانو د بریدونو له کبله له برښنا بې برخې کېږي؟
تېر ځل طالبانو په بغلان او کندوز ولایتونو کې ۴ پایې په بمونو الوزولې وې.
د افغانستان برښناشرکت مسوولان وايي چې پلازېمنې کابل ته به د نغلو ۱۵۰ میکاواټه برښنا برابره کړي.
خو کابل ښار ۶۰۰ میکاواټه برښنا ته اړتیا لري چې د هیواد برښناکوټونه یې نه شي برابرولی.
افغانستان له تاجکستان او ازبکستان څخه ۶۰۰ میکاواټه برښنا واردوي.