تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، نن شنبه د میزان په شپږمه د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ به ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه د رایه ورکوونکو امنیت ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، ۷۲ زره ځواکونه چې د ټاکنو امنیت به ونیسي، د ملي امنیت، ملي اردو او ملي امنیت اړوند دي.
د رحیمي په خبره په کابل کې به د ۵۷۷ مرکزونو د امنیت لپاره ۳۰ زره سرتېري په پهره ولاړ وي او ۳۰ زره ریزرف ځواکونه به هم له نورو ۷۲ زره سرتېرو سره د ټاکنو امنیت نیولو ته چمتو ولاړ وي: (( ټولو لویو ښارونو کې د ټاکنو په ورځو کې باروړونکو موترو ته د تګ راتګ اجازه نشته، دغه راز له پاکستان سره د ډیورنډ پر کرښه هم ټولې لارې تړل شوې دي، د لویو ښارونو امنیت به په دریو کمربندونو کې ساتل کېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې پخوا ویل شوي وو د ټاکنو په ورځ به ۴۹۴۱ مرکزونه پرانیستي وي، خو اوس د کورنیو چارو وزارت او کمېسیون دواړه وايي چې دا شمېر ۴۹۰۰ ته راکم شوی دی او د ۵۳۷۳ مرکزونو له جملې څخه به یې ۴۴۵ مرکزونه د لوړ ګواښ له کبله تړلي وي.