تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د مخابراتو وزارت وایي، مخابراتي شبکو ورسره ژمنه کړې چې نن شنبه د میزان په شپږمه به یې ټولو ولایتونو کې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه په بشپړ ډول فعال وي.
د مخابراتو سرپرست وزیر فهیم هاشمي وايي، د ټاکنو په ورځ به هیڅ ځای کې مخابراتي شبکې غیر فعاله نه وي نه به هم خپل خدمات قطع کوي، بلکې انټرنیټي او مخابراتي خدمتونه به یې هم د کیفیت له پلوه ځانګړي او غوره وي.
خو دا په داسې حال کې ده چې کندوز، بغلان، سمنګانو، تخار، بدخشان او سرپرل کې مخابراتي خدمتونو ته د طالبانو ګواښونه شته او هلته لا له وړاندې د شبکو فعالیتونه له خنډو ځنډ سره مخ وو.
د مخابراتو وزارت بیا وايي، د دغو ولایتونو ستونزه به هم اواره کړي، خو که بیا هم کومه سیمه کې ستونزه وه، د سلام مخابراتي دولتي شبکه به په لوړ کیفیت هلته خپل خدمتونه وړاندې کوي.
بلخوا د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تاند ته په خبرو کې وايي، دوی د بایومتریک دستګاو څخه مرکز ته د ډیټا د انتقال لپاره د مخابراتي چټکو خدمتونو ته اړتیا لري او وزارت سره یې دا خبره شریکه کړې ده چې په دغه ورځ ورته اسانتیاوې برابرې کړي.