تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې او ورسره کمېشنرانو نن سهار په اووه نیمو بجو خپلې رایې د کابل نادریې په لیسه کې وکارولې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې د رایې اچونې بهیر ښه وارزاوه او زیاته یې کړه د ټاکنو په تړاو شکایتونو ته به پر وخت رسیدنه وکړي.

نوموړې پر هېوادوالو باندې غږ وکړ چې د ټاکنو په پروسه کې پراخه ونډه واخلي او د درغلۍ د لیدلو په صورت کې خپل شکایت او معلومات له ۱۳۲ شمېرې سره د ټلیفوني تماس له لارې شریک کړي.

نن افغانان د څلورم ځل لپاره په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره رایه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *