تاند، شنبه، د میزان ۶مه: ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله د ټاکنو د رسمي پیل څخه یو نیم ساعت وروسته خپلې رایې وکارولې.

ولسمشر اماني لېسې ته ولاړ او خپله رایه یې وکاروله، خو اجرائیه رئیس بیا خپل کور ته نږدې په نادریې لیسه کې خپله رایه وکاروله.

ولسمشر د ټاکنو دامنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د جمهوریت د دوام لپاره به هڅې او ملاتړ به یې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *