تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د د ولسمشرۍ نوماند حکیم تورسن د ټاکنو په سهار انتخاباتي مراکزو باندې د خلکو کمه ګڼه ګوڼه باندې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې خلک باید څو ساعتونو کې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره ډلې ډلې راووځي.
حکیم تورسن د امنیتي تدابیرو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه افغانان د خپل زعیم د ټاکلو لپاره له ټاکنو پرته بله هیڅ لاره نه لري.
هغه پر خلکو غږ وکړ چې راووځي او خپل برخلیک پخپله وټاکي.
ښاغلی تورسن نن تر دې دمه د ولسمشرۍ دریم نوماند شو چې خپله رایه یې وکاروله.
هغه په ۸ بجې او ۴۰ دقیقو د رایو صندوق ته ودرېد.