تاند، شنبه، د میزان ۶مه: په افغانستان کې د ولسشمریزو ټاکنو له پيل سره سم د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له ټولو لوریو غوښتنه کړې چې د رڼو، سوله ییزو، با اعتباره او او ټولمنلو ټاکنو په ترسراوي کې خپله ونډه واخلي.
طالبانو تر دې وړاندې ګواښ کړی و چې ټاکنیز مرکزونه به نظامي هدف وګرځوي خو ښاغلي ګوتریش په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان په ټاکنو کې تاوتریخوالي، ګواښ او درغلۍ ته هیڅ ځای نشته.
ښاغلي ګوتریش پر ټولو ښېکلو غاړو غږ کړی دی چې خلکو ته د خپل حق کارولو اجازه ورکړي تر څو افغانان په یو مهم پړاو کې د وسواک نظام د پیاوړتیا لپاره خپله سیاسي اراده څرګنده کړي.
نوموړي زیاته کړې، پر ټاکنیزه پروسه او د ټاکنو په مرکزونو هیڅ ډول برید د منلو نه دی.
ولسمشریزې ټاکنې نن سهار اووه بجې د ټول افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په ۴۹۰۰ مرکزونو کې پيل شوې.