تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ټاکنو د ورځې له پیل سره سم له ګڼو ولایتونو او مرکزونو څخه تاند ته راپورونه رسېدلي چې بایومتریک دستګاوې دا ځل هم تخنیکي ستونزې لري او د رایه ورکوونکو په لېستونو کې هم د ګڼو کسانو نومونه بیا ورک دي.

له ننګرهار، کابل، غزني او نورو ولایتونو څخه دا ډول راپورونه زیات لیدل کېږي چې بایومتریک دستګاوې په اکثرو محلاتو کې د تخنیکي ستونزو ښکار دي.

ګڼ کسان بیا له دې هم شکایت کوي چې تذکیرې یې سټیکر لري، خو په لیست کې یې نوم نه دی راوتلی او مایوسه ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، بې بایومتریکه رایې باطلې دي.

بلخوا د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ وايي، ۲۹ زره مرکزونو ته یې ۳۸ زره بایومتریک دستګاوې استولې دي چې ۵ زره یې اضافي دي او د یوې دستګاه د خرابیدو په صورت کې د یو مرکز مامورین بله دستګاه کارولی شي.

د تېر کال په پارلماني ټاکنو کې هم د بایومتریک دستګاو او د رایه ورکوونکو لیست جدي ستونزې لرلې چې ټاکنې یې بحران ته یوړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *