تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ولسمشرۍ نوماند لطیف پدرام په یو شمیر مرکزونو کې د رایه ورکوونکو د لیست او بایومتریک ستونزې د پلان شوې درغلۍ نښه بولي.
ښاغلي پدرام ویلي، د نوماندانو په شورا کې یې له ټاکنو کمېسیون بیا بیا وغوښتل چې د بایومتریک وسایلو په تړاو دې کارمندانو ته سمه روزنه ورکړل شي، خو اوس لیدل کېږي چې ستونزې زیاتې دي.
نوموړي وویل، په بدخشان کې مرکزونه کار نه کوي، د رایه ورکوونکو نصاب کم دی او که وضعیت دوام وکړي نو د ټاکنو پایلې بحران ته ځي او دی به یې پایلې ونه مني.
نوموړی وایي، هیله من دی چې رڼې ټاکنې وشي، خو علامې ورته ښې نه ښکاري.
لطیف پدرام نن د ولسمشرۍ پنځم نوماند شو چې خپله رایه یې وکاروله، هغه او عبدالله په نادریې لیسه کې رایه ورکړه.