تاند، شنبه، د میزان ۶مه: پروان ولایت کې یو سړي خپل وراره له دې کبله وژلی چې ولې یې د ده په خوښه نوماند ته رایه ورنکړه؟

د پروان د امنیه قومندانۍ مرستیال عبدالواسع ګلبهار تاند ته وویل، قاتل د عبدالله او وراره یې د اشرف غني پلوي وو.

نوموړی وايي، قاتل لومړی خپل وراره ته ویلي چې د ده د خوښې نوماند ته رایه ورکړي، خو کله چې هغه نه ده منلې، نو نښته یې ورسره راغلې او کاکا په خپله وسله خپل وراره وژلی دی.

د پروان امنیه قومنداني وايي، قاتل تښتېدلی دی او پولیس یې په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشریزې ټاکنې څو ساعته وړاندې په ټول هېواد کې پيل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *