تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار د کابل په حبیبیه لېسه کې خپله رایه له سټیکر شوې تذکیرې پرته وکاروله.
نوموړی وايي، خپلې ټولې کورنۍ ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د ټاکنو لپاره خپلې تذکیرې سټیکر کړي.
ښاغلي حکمتیار ویلي، سټیکر درغلیو ته زمینه برابره کړې.
نوموړی د نن ورځې شپږم نوماند شو چې له اشرف غني، عبدالله عبدالله، حکیم تورسن، رحمت الله نبیل او لطیف پدرام وروسته یې خپله رایه وکاروله.
ښاغلي حکمتیار څو ورځې وړاندې ګواښ وکړ که د ټاکنو رڼې پایلې راونه وتلې، نو دی بیرته سنګر ته هم ستنېدای شي، چې دا خبرې یې له توندو غبرګونونو سره مخ شوې.
فکر کوم دده خبري اوس ضيا د وخت ده خګ سټري سوي دي