رسنۍ باید خلکو ته پر وخت خبر ورکړي چې افغان امنیتي ځواکونو د ټولټاکنو د مرکزونو امنیت په ښه توګه نیولی ترڅو د دې خبر په اورېدو سره د عامو خلکو هغه اندېښې له زړه لېرې شي چې د امنیت په برخه کې یې لري. یقیناً چې عام خلک غواړي په ټولټاکنو کې برخه واخلي او د امنیت د ډاډ خبر به دوی لا نور وهڅوي چې په ډېر قوت سره د ټولټاکنو په بهیر کې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
د خدای تعالی شکر دی چې تر اوسه د کومې امنیتي پېښې خبر نه دی ورکړل شوی او هیله ده چې همدا بهیر په سوله ایز ډول پرته له کومې پېښې پر مخ ولاړ شي او خلک د خپلې رایې په کارولو سره د جمهوریت ننګه وکړي. ټولټاکنې د افغانستان د سیاسي ثبات او هم د یو مشروع حکومت اساس جوړوي نو په کار ده چې په دې ملي پروسه کې ټول پر وطن مین افغانان د دې پروسې په بریالی کېدو کې خپله ونډه واخلي.
هغه نوماندان چې د کمپاین پر وخت یې اندېښنه د تقلب او جعلکاري څخه درلوده باید ډاډه شي چې د ټولټاکنو د ناظرینو په شتون کې به د دوی دغه اندېښنه هم لېرې شي او د ټولټاکنو روڼتیا به ورسره یقیني شي.‌ د بایومیټریک سیسټم په کارولو سره د تقلب چانس تر ډېره بریده کمېږي او نه باید څو ممکنه تخنیکي ستونزې د دې سبب شي چې ټوله پروسه تر پوښتنې لاندې راولي. پر دې ملي پروسې باندې د بیت المال ډېرې پیسې مصرف شوي او اړینه ده چې ټول نوماندان د خلکو رایو ته احترام وکړي. په ټولټاکنو کې حتمي ده چې یو به زیاتې او بل به کمې رایې اخلي نو مخکې له مخکې ذهنیت باید داسې نه وي جوړ چې که یو څوک رایې کمې ترلاسه کوي نو حتماً تقلب شوی کنه هر څه سم دي.
په پای کې،‌ د ځینو سره دا پوښتنه مطرح کېږي چې د تقلب او درغلیو مخه به څوک نیسي؟‌ په ځواب کې ویلی شو چې عام خلک دا وس نه لري چې د امنیتي ګواښونو په شتون کې د درغلیو په وړاندې هم ودرېږي. نو همدا نوماندان، د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي، د ټولټاکنو د شکایاتو کمیسیون چارواکي او هم کورني او بهرني ناظرین دنده لري چې ټول په ګډه او صادقانه ډول د تقلب او درغلیو پر وړاندې کار وکړي او ناقانونه کړنې ژر تر ژره په ګوته او قانوني مراجعو ته یې راپور کړي. دا د ټولو ملي دنده ده چې د هر ډول تقلب او درغلیو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې د وطن د ثبات دښمنان په خپلو شومو موخو کې بریالي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *