تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ټاکنو کمېسیون د رایې اچونې بهیر له ۳ بجو څخه دوه ساعته نور هم تمدید کړ.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن ماسپښین ۳ بجې دا اعلان وکړ او زیاته یې کړه دا چې د خلکو بیروبار پر ټاکنیزو مرکزونو زیات دی، نو دوی هم تر دوه نورو ساعتونو پورې دا بهیر غځوي او ۵ بجې به ټول مرکزونه وتړل شي.

نوموړې وايي، د ور رسېدلیو معلوماتو له مخې نن ۴۵۰۰ مرکزونه په ټول هیواد کې پرانیستي وو.

د ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د ټاکنو د ورځې وخت غځولی دی چې ګڼ رایه ورکوونکي د بایومتریک او د رایه ورکوونکو په لیست کې د ستونزو او نوم نه راوتلو له کبله مایوسه کورونو ته ستانه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *