تاند، شنبه، د میزان ۶مه: پر ټاکنو د څار سازمان یا ایتوا اجرائیوي مشر حبیب الله شینواری وايي، د رایه ورکوونکو په لیست کې د نوم نه راوتلو له کبله د رایې له حقه محروم شوی دی.
نوموړی وايي، د رایه ورکوونکو په لیست کې یې نوم نه و او ځینې داسې کسان هم شته چې له ډیجیټلي بایومتریک دستګاو څخه یې هم نوم حذف شوی دی.
نوموړی وايي، ټاکنو ته نیول شوي امنیتي تدابیر عالي وو، خو دا ځل ټاکنو کې هم مرکزونه ناوخته پرانیستل شوي دي.