تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د څارونکو راپورونه یې ښيي چې د کابل به پلچرخي او دهېواد نورو زندانونو کې ټاکنې نه دي ترسره شوي.

د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور تاند ته وویل، زندانیان هم د اساسي قانون له مخې سیاسي او مدني حقونه لري او کولی شي چې د خپلې خوښې نومان ته رایه ورکړي: (( دا کار د کمېسیون د امادګۍ نشتوالي له کبله شوی، خو موږ یې اندېښمن کړي یوو.))

بلخوا د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په یو ټویټ کې هم راغلي چې په پلچرخي زندان کې ۱۱ زره کسان د رایې له حقه بې برخې پاتې شوي دي.
کمېسیون ویلي، د کابل د ښځو په زندان کې هم رایه اچونه نه ده شوې او ۲۵۰ زنداني مېرمنې د رایې له حقه بې برخې شوې دي.

خو د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات بیا تاند ته وایي، هغه بندیان چې ولسمشریزو ټاکنو ته یې نوملیکنه نه وه کړې، ټاکنو کې یې هم برخه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *