تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، نن ورسره د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو ۷۰۰ شکایتونه ثبت شوي چې دا به د ټاکنو پر روڼتیا او بې پرېتوب منفي اغېزه وکړي.
د یاد کمېسیون مسوولان وايي، د رایه ورکوونکو په لیست کې د خلکو د نومونو نشتون، د بایومتریک دستګاو تخنیکي ستونزې هغه څه وو چې دا ځل ټاکنو کې ترې ډېر شکایت کېده.
د دې کمېسون د دارالانشاء مشر چمن شاه اعتمادي وايي، نن د ګڼو خلکو نومونه په لیست کې نه وو، که په لیست کې به پیدا شول په بایومتریک کې به نه وو، چې له دې کبله هم خلکو زیات شکایتونه درلودل: (( وروسته کمېسیون اعلان وکړ چې د چا نوم په لیست یا بایومتریک کې پیدا شي کفایت کوي چې رایه ورکړي، خو بیا هم ډیر خلک له رایو محروم شوي وو.))
نوموړی وايي، دا ستونزې کولی شي چې د ټاکنو د پروسې روڼتیا او بې پرېتوب تر سوال لاندې راولي.
نوموړي دغه راز وویل، له دریو بجو څخه تر پنځو بجو پورې د ټاکنو د بهیر تمدید هم یوه انتخاباتي سرغړونه وه.
د اعتمادي په خبره تر اوسه ورته له ټاکنو څخه ۷۰۰ شکایتونه رسېدلي چې د کابل شکایتونه په کې لا نه دي حساب شوي.