کابل – افغانستان
سره له دې چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ولسمشریزو ټاکنو د ننګولو او نا امنه کولو ګواښونه کړي و خو د خدای پاک په فضل دغه ټاکنې په کراراه او سمه توګه ترسره شوې او خبریالان او رسنۍ په دغه جریان کې له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي. که څه هم سهار وختي په یوشمیر ولایتونو کې له ټاکنیزو مرکزونو او محلونو نه د رپوټ ورکولو پر مهال معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزه موجوده وه خو وروسته د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، د افغان ژورنالیستانو د فدراسیون او نورو رسنیزو بنسټونو په هڅو او مرستو دغه ستونزه هم اواره شوه.

خبریالانو وکړای شول چې د ورځې په جریان کې له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ کې د ټاکنو له بهیر او د خلکو له ګډون نه په ښه شان رپوټ ورکونه وکړي، چې دا پخپله د ولسواکۍ ښه بیلګه او د راتلونکې لپاره ښه زیری ګڼل کیدای شي. باید وویل شي چې خبریالان په یوشمیر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو د نشتوالي او دغه راز د بریښنا د پرچاوۍ له ستونزې سره مخ ول، ځکه چې طالبانو مخابراتي شبکې ګواښلې وې چې باید خپلې شبکې او انټنونه بند کړي، خو سره له دې هم خبریالانو وکړای شول چې له ممکنه لارو چارو په کار اخیستو خپل رپوټونه او خبرونه ورسوي.

د ورځې په جریان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوریخوالي کومه جدي پیښه نه ده رامنځته شوې او هیلمند یو هغو ولایتونو کې چې د مخابراتي ستونزو له امله لاسرسي ورته یو څه ستونزمن و هم کومه پیښه نه وي رامنځته شوي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټه هم له امنیتي ځواکونو او هم له خبریالانو او رسنیزو همکارانو د سمې رپوټ ورکونې په چاره کې د ښیې همکارۍ او هڅې له امله مننه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *