تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: د کابل امنیه قومنداني وايي، د ټاکنو په ورځ یې د ۱۳ راکټي بریدونو، چسپکي او نورو بمونو د چاودنو مخه نیولې ده.

د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل تاند ته په ټلیفوني تماس کې وویل، له ټاکنو وړاندې یې پرله پسې دوه اوونۍ ټول کابل کې ۲۰۰ عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې ۱۶ ترهګر لاس په لاس له راکټونو، کلاشنکوفونو، پیکاو او چاودېدونکو توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

 نوموړی وايي، طالبانو غوښتل په فرزه، بګرامیو، سروبي، اوومه حوزه، اتمه حوزه، ۱۲مه حوزه، خاکجبار کې بریدونه وکړي، خو دوی یې مخه نیولې ده او د ۵۵۸ مرکزونو له جملې یې د هر ټاکنیز مرکز په ۵۰۰ مترۍ کې درې اړخیز ګډ تدابیر نیولي وو.

 نوموړی وايي، د کابل ټاکنیز توکي بیرته مرکز ته له سروبي پرته له ټولو ولسوالیو او ناحیو څخه راټول کړای شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *