تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، د ۴۹۰۵ مراکزو څخه د نیمايي ټاکنیزو مرکزونو تخمیني ارقام ور رسېدلي دي، چې ښيي د خلکو ګډون په ټاکنو کې کمرنګه و.
کمېسیون وايي، تر اوسه ورته په ۲۵۹۷ مرکزونو کې د کارول شویو معلومات رسېدلي چې یو میلیون، ۵۱ زره او ۹۹۸ کسانو په کې رایه ورکړې ده .
کمېسیون وايي، د نن ورځې په اوږدو کې به ورته د ۲۳۰۸ نورو مرکزونو ارقام ور ورسېږي.
د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وايي، دا ارقام غیر معیاري او تخمیني دي.
د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به د میزان په ۲۷مه نېټه کېږي.