تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په ټاکنو کې د افغانانو د ګډون هرکلی او درناوی کړی دی.
په کابل کې د اروپايي ټولنې استازی پیري مایدون وايي، سره له دې چې ستونزې او ګواښونه زیات وو، بیا هم افغان ولسمشریزې ټاکنې د امن په فضا کې وشوې چې په دغه پروسه کې د خلکو ګډون د هغوی د رضایت معنا ورکوي: (( اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ولسواکۍ، ټاکنو او سولې ملاتړ کوي. که څه هم د مالي امکاناتو د کمښت له کبله پر ټاکنو څار محدود و، خو هیله من یوو چې دا ځل ټاکنې به په افغانستان کې د دایمي سولې سبب شي.))
بلخوا د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ هم ویلي چې له تمې خلاف په ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخه و.
نوموړي ویلي، ناټو د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکی سازمان دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا سفارت هم په بریالیو ټاکنو ترسره کولو تېره شپه افغانانو ته مبارکي ویلې ده.