[د ملي همغږۍ مرکز (مهم)]

د افغانستان د روانو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه د مهم اعلامیه

د میزان ۶، ۱۳۹۸ ل

د افغانستان شریف ملت، د ټاکنو ټولو کاندیدانو، او د سیمې او نړۍ نوروعلاقه لرونکو ته!

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي تفاهم او همغږۍ مرکز [د ملي همغږۍ مرکز] په افغانستان کې اوسنۍ ولسمشریزې ټاکنې له نږدی او په پوره دقت څارلې.  مونږ خپل ګرانو هیوادوالو ته ددغو بی سارې قربانیو او لاس ته راوړنو مبارکي وایو.  افغانانو پدی ستونزمنو حالاتو کې د خپلو رائيو په ورکولو سره خپلو هیوادوالو، مخالفینو، سیمئیزو او نړیوالو متهاجمینو ته درې څیزونه ثابت کړل: دوی دا ثابته کړه چې د هغو ټولو بی باوریو او شکونو سره چې د افغانستان دښمنانو د دغې ملي  پروسې په وړاندی ایجاد کړي ول، افغانانو په ډیر متانت او جرآت د خپلو ارمانونو د پوره کولو دیموکراتیکه ننداره وړاندی  کړه، او دا یی په زغرده وښوده چې د دوی انتخاب د هیواد په سرنوشت کې تر زور او زرو زیات ټاکونکی  نقش لري، او افغانان د خپلې خاورې، سولې، نظام او انساني ارزښتونو نه د دفاع لپاره هر راز قربانیو ته تیار دي. افغانانو د جنګ، جګړی، خشونت او تروریزم سره خپله پریکړه اعلان او جګړه ماران یی د تاریخ باطله دانۍ  ته حواله کړل.  افغانانو هغه څه په واقیعیت بدل کړل په کوم چې تر پرونه د نړۍ ابرقدرتونو شک کاوه.  پدی وسیله، مونږ افغانانو د هیواد داخلي او بهرني دښمنانو ته د انسایت، اسلامیت او تمدن په ژبه (ټاکنو) سخت ځواب ورکړ، او خپل هیواد ته یی د یوه سالم زعامت په ټاکلو سره د جنګ او تروریزم او د هغې د پلویانو سره خپله کرکه اعلان او خپل نقش او ارزو یی د ولسواکۍ او تمدن په برخه کې ښکاره کړه.

د هیواد د مختلفو برخو نه زمونږ د ملګرو او نورو افغانانو راپورنه دا ښایی چې د دی انتخاباتو په وړاندی داخلي او خارجي خنډونه او تهدیدونه خورا زیات او مختلف النوعه وه، چې د انتحاري حملاتو نه نیولی د زورګوویی، تهدیدونو او تحریمولو پوری شامل وه.  که څه هم د دغو تهدیدونو له امله په انتخاباتو کی خصوصآ د سهار له خوا د خلکو ونډه د توقع خلاف کمه وه،  خو د څو ساعتونو په تیریدو سره بیا د خلکو ونډې رونق واخسته او خلک د ټاکنو مرکرزونو ته په اخلاص ورغلل.  په ځنو برخو کی د ټاکنو د فني پرسونل کمبود، د قوانینو نه پوره ناخبرتیا او د اړونده وسایلو نشتوالي یو شمیر هغه ستونزی وې چې یو زیات شمیر هیوادوال یی چې د ټولو تهدیدونو سره سره مراکزو ته ورغلي ول خو په خواشینۍ له رائيو ورکولو محروم کړل. په خورا خواشینۍ سره چی یو شمیر تلفات، مداخلې، تطمیع کوني او تهدیدونه وشول، خو په مجموع کی دغه تهدیدونه تر هغې ډیر کم ول، د کوم چې تصور کیده.   پدی لاره کی شهیدانو ته جنتونه او زخمیانو ته عاجله او کامله شفا غواړو. د ټاکنو په بهیر د انتحار، انفجار، او د پروسې د نه اخلالولو په وجه مونږ د یوی خوا د هغو آفغان طالبانو نه مننه کووچې په انتخاباتو یی د حملې کولو او سبوتاژ څخه ډډه وکړه، خو د دی ترخوا مونږ د افغان امنیتي او دفاعي قواو نه د زړه له تله مننه کوو چې د جدي امنیت په تآمین سره یی خپل د وطن پالنې اراده یی په ډیر ښه شان تمثیل کړه. د انتخاباتو کمیسون غړو او دولتي او امنیتي قوتونو د ځينو نیمګړتیاوو سره سره په انتخاباتو کې تر ډیره بریده بی طرفه دریز درلوده او انتخابات نسبتآ په شفافه توګه تر سره شول.  

دغو ټولو ستونزو او نیمګړتیاو ته په کتنه بیا هم افغانانو دا ثابته کړه چې دوی د خپل هیواد او راتلونکې په اړه انساني او اسلامي  با کرامته لاری (ټاکنو) ته اهمیت ورکوي.  انتخابات په ټوله نړۍ کی ستونزي لري. مونږ او تاسو وکتل چې د امریکې غوندې  په یو پرمخ تللې ټولنه کې هم تیر ولسمشریزه انتخاباتو کی ددرغلیو او غلا‌ؤ ادعاګانې وشوې. نو په افغانستان غوندی یوې جنګ وهلې او وروسته پاته ټولنه کی د دغو بی شمیره تهدیدونو سره دا انتخابات د قدر وړ او دافغانانو دارادې ښه تمثیل کوي.  مونږ په ټولو کاندیدانو، ناظرو ټولنو، ملي، منطقوي او نړیوالې ټولنۍ او علاقه لرونکو دا غږ کوو چې د افغانانو د دغو قربانیو او انتخاب درناوۍ وکړي او د انتخاباتو پایلې پرته له کومه پلمې ومني. افغانان په خپل ټولو توانمدیو د خپل دغه دیمکراتیکو لاس ته راوړنو نه دفاع کوي. او پدی برخه کې به هیڅ نوعه داخلي او خارجي  مداخلې ته اجازه ور نکړي چې یو ځل بیا زمونږ د ملت دیموکراتیک انتخاب دخپلو شومو اهدافو ښکار او زمونږ ملت د دوامداره جنجالونو سره مخ کړي.  مونږ د هیواد راتلونکې ولس مشر او افغان ولس ته د دی لوړو لاس ته راوړنو مبارکي وایو او هیله مند یو چې د یوه توانمند ، مستقل ولسمشر راتګ به په هیواد کې د دایمي او ابرومندانه سولې لپاره ژر لاره خلاصه، جنګ به ختم او د تروریزم ریښې به د هیواد او سیمې نه ورکې کړي، او افغانستان به د سیمې په هیوادونو کې د اقتصادي پرمختګونو او د هغوې د ولسونو د هغو اوږد مهالو غربتونو د لری کولو یوه مهمه وسیله ش، د کومږ په وړاندی چې د دغو هیوادونو غیر منتخب رژیمونه پاتي راغلي دي.

په ګډه، مخ په وړاندی د یوه  متحد، توانمند، ازاد، مستقل او ابرومند افغانستان په لورې

داکتر تاج الدین ملت مل

د ملي همغږۍ د مرکز د عالي شورا سکرتریت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *