زموږ د ټولنې یوه لویه ستونځه سیاسي بیګانګي (Political Alienation) ده!

په تیوری کې چې کله هم یوه پدیده څیړل کیږي، هڅه باید وشي چې د پدیدې حدود او صغور مالوم شي اول باید دا پدیده تعریف شي چې موږ په څه بحث کوو او له نورو پدیدو څخه را بیله شي. لږ جامع تعریف ورته وړاندې شي چې کومه پدیده تر بحث لاندې نیسو.

کیدای شي سیاسي بیګانګی ته ډیرې مولفې موجودې وي چې هغې ته موږ سیاسي بیګانګي ویلای شو، خو درې مولفې ډیرې ځانګړي دي.

لومړۍ مولفه: هغه شرایط چې کله په مشروع سیاست باندې حاکم قواعد را وپرزیږي یعنې هغه مشروع سیاست لکه قدرت ته رسیدل، د دې مشروع لاره څه ده او دغه مشروع قاعده چې په هغه باندې حاکمه ده له مینځه ولاړه شي دغه حالت ته سیاسي بیګانګي ویل کیږي.

دویمه مولفه: چې کله د یو حکومت کړنې او پالیسیاني مشخصي نه وي (مبهمې وي).

دریمه مولفه: داسې وضعیت چې د ټولنې غړي خپل سیاسي فعالیت بې اغیزې وګڼي چې زما سیاسي فعالیت پایله نه لري، زما چغه اوریدونکي نه لري او سیاسي مبارزه مې نتیجه نه ورکوي.

تیوري اوس د دې په هکله بحث کوي چې دا حالت ولې مینځ ته راځي او څنګه یې محوه کولای شو. په ټوله کې تیوري موجوده حالت څیړي او مطلوبه حالت ته لار پرانیزي. تیوري درې دندې په غاړه لري. لومړۍ یو پدیده ولې رامینځ ته شوي ده. دویم د یوې پدیدې په هکله وړاندوینه کوي او دریمه دنده یې د یوې پدیدې په هکله  فرضیه وړاندې کول دي چې بیا دا فرضیه په تجربي شواهدو تائید او یا رد یږي.

یعنې اوس موږ د سیاسي بیګانګی پدیده په تیوري کې راڅیړو دا باید ومنؤ چې دا یوه ستاتیکه (په یوځل مینځ ته راتلونکي) پدیده نده یعنې د تیرو نسلونو نه موږ ته راپاتې ده سل کاله کیږي چې موږ د سیاسي بیګانګي سره مخ یو. په بل عبارت یاده پدیده زماني او تاریخي ابعاد لري.

اوس باید د دې مولفې مصداقونو ته په مثالونو کې اشاره وکړو ترڅو مالومه شي چې په یادو پدیدو کې د حکومت کړنې ولې مبهمې دي؟

 د بیلګې په توګه په کنړونو باندې توغنديو بریدونه له کالونو راهیسې جریان لري تراوسه حکومت د دې اړوند ولې اقدام ندی کړی؟

 ولې دلته ابهام شته؟

 ولې د مناسبو لارو څخه ګټه نده پورته شوې ترڅو دا بریدونه پای ته ورسیږي!

 ولې دولت پدې برخه کې چوپ ده؟

 آیا دا یې هم له وسه نده پوره چې ووايي: د دغو بریدونو په بندولو کې موږ بې وسه یو؟

 دا موضوع ولس ته یو ابهام ده چې د سیاسي بیګانګي لویه نښه بلل کیږي.

دویمه بیلګه د سولې اړوند د نړیواله ټولنه په اراده د ولس نه پوهیدل چې آیا حکومت سوله غواړي؟

 او که یې نه غواړي! 

که یې نه غواړي دا په خپله یوه بیګانګي ده، ځکه سوله خو د ولس د اکثریت غوښتنه ده.

دریمه بیلګه ډیرداسې کسان او ډلې شته چې له دولت نه غوښتنې او د ستونځو اړوند موثر وړاندیزونه لري خو له دولت سره یې مطرح کولای نه شي. ځکه چې د حکومت له کړنو مایوسه دي او په دې پوهیږي چې دا کار یې نتیجه نه ورکوي. د خلکوغوښتنو ته ځواب نه ویل او د هغوی غوښتنو ته اعتنا نه کول سیاسي بیګانګي بلل کیږي.

څلورمه بیلګه؛ د سیاسي بیګانګي بله بیلګه ټاکنې دې چې د ټاکنو په ذریعه اشخاص ولسمشری او یا هم ولسي جرګې ته لار مومي خو دا قاعده دلته ماته شوي ده، ځکه عمومي تصور دا دی چې ولسمشری ته هغه څوک انتصابیږي چې غرب یې غواړي او یا هغه څوک ولسي جرګې ته لار مومي چې پیسې یې تیرې کړې وي هغه قواعد چې د قدرت د تصاحب له پاره وضع شوي دي هغه قاعده بې اثره شوې (خلک پوهیږي چې زموږ په رایه څوک قدرت ته نه رسیږي).

د سیاسي بیګانګي په مقابل اړخ کې د سیاسي موثریت کلمه کاریږي، سیاسي موثریت هغه څه ته ویل کیږي چې انسانان او یا ټولنه په خپل جمعی برخلیک باندې حاکم شي. یا په بل عبارت د یادشوو درې ګونو حالتونو برعکس (دغه درې یاد شوي حالتونه پکې نه اوسي) هغه حالت ته سیاسي موثریت وایي. که څه هم دا حالت موږ نه ده تجربه کړی که کوم بهرني نه پوښتنه وکړی هغه درته د مشروع سیاست قواعد تشریح کولای شي، ځکه هلته قواعد حاکم دي مات شوي نه دي، د دولت کړنې ټولې واضیح دي، د دولت او فرد تر مینځ هیڅ ډول بیګانګي نشته. 

خو کله چې یو انسان یا ملت خپل برخلیک، بخت، اقبال، اتفاقاتو او تصادفاتو ته پریږدي نو پوه شئ چې ملت د بیګانګي ښکار شوی ده.

سیاسي بیګانګي داسې نه ده چې د توپان په شان یو ځلي پر یو ملت مسلطه شي دا له سلو دووسوو کالونو راهیسې شته او وروسته یې بیا تداوم موندلای، نسل په نسل یو ملت په بیګانګي کې تیروي کله چې اخري حد ته ورسیږي خلکو ته بلکل یو طبیعی امر ښکاریږي.

تر اوسه به ټولو ته د فهم وړ وي چې دا پدیده موږ څنګه تعریف کړه او مصداقونه مو ورته په نښه کړل.

 اوس راځو دې ته چې دا پدیده څنګه رامنځ ته کیږي د دې له پاره باید نورو تیورګانو ته سر ور ښکاره کړو مخکې مو وویل: چې دا پدیده ستاتیکه نده دا ډاینامیکه پدیده ده، ځکه چې تاریخي ابعاد لري په اروپا کې هم همداسې حالات تیر شوي دي هلته هم سیاسي بیګانګي شتون درلود. که د فرانسې انقلاب نه مخکې د اروپا حالات وڅیړل شي هلته هم سیاسي بیګانګي وه، خو دا چې انسان په خپل برخلیک باندې مسلطیږي (حاکمیږي) دا یوه تاریخي پروسه ده خو راځو دې ته چې تاریخ کې کوم جادو او منتر پروت ده؟ 

تاریخ څه دی چې انسان په خپل برخلیک باندې حاکموي او سیاسي بیګانه توب له منځه وړي؟ 

 په تاریخ کې کوم قدرت پروت ده چې موږ باید ورباندې وپوهیږو؟

هیګل او دیلتاي په دې نظر وو چې تاریخ هغه پروسه ده  چې ملتونه او انسانان په خپل برخلیک باندې حاکموي او خپل ژوند سره یې مانوسوي تاریخ ستاسو برخلیک کنټرولوي او بیګانګي له مینځه وړي دا د تاریخ دنده ده، خو په دې شرط چې فعال تاریخ اوسي نه منفعل.  چې ملت واقعآ تاریخ مندي وکړي په فلسفي لحاظ کوم تاریخ چې موږ یادوو موږ په هغه تاریخ کې نه یو موږ د تاریخ په ظرف او زمان کې تداوم پیدا کړی ده. د زرګونو کلونو په ترڅ کې خلک په یوه ځانګړي جغرافیې کې اوسیدل د تاریخ مندیدو په مانا نده، حقیقت دا ده چی موږ په حقیقي مانا هیڅ تاریخ مندي نه ده کړي.

حتمن به مو په ذهن کې دا پوښتنه را ولاړیږي چې فعال تاریخ څه ته ویل کیږي او منفعل تاریخ څه ده؟

فعال تاریخ هغه تاریخ ته ویل کیږي چې تاریخ په ټوله مانا خپله اغیزمندتیا ثابته کړي وي، فعال تاریخ کې داسې څه شته چې ملت ته موهبت ورکوي (خپل برخلیک باندی حاکموي او سیاسی بیګانه توب یې له منځ وړي) او که په ټوله مانا تاریخ مندي وشي نو ملت ته برخلیک روښانه کوي او د ملت برخلیک ټاکي. 

منفعل تاریخ بیا داسې وي لکه زموږ تاریخ چې د زرګونو کالونو راهسې په یوه مشخصه جغرافیا کې اوسیدلي یو او په ټوله مانا مو تاریخ مندي نده کړي کومه تاریخ مندي چې فلسفي رویه یې موږ ته واضیح کوي هغه داده چې فعال تاریخ ټولنې ته موهبت ورکوي چې د هغې په ذریعه ټولنه خپل برخلیک په خپله ټاکي. 

دا مهال موږ د تاریخ مندیتوب دوو فلسفې اصطلاحاتو ته اشاره کوو چې په تاریخ کې پیښیږي او په نتیجه کې یې ملت په خپل برخلیک باندې حاکمیږي.

۱- دیالکتیک Dialectic

تاریخ کې مهمه پیښه د تضادونو انحلال ده یو ملت په کُلي توګه هغه وخت تاریخ منديتوب کولای شي چې ټولنه کې شته تضادونه د تاریخ په اوږدو کې له مینځه یوسي (ټولنه کې تضادونه ختم کړي). د بیلګې په توګه د فرانسې په ټولنه کې چې مخکې له انقلاب نه کوم تضاد شته وو لکه د شاه، کلیسا، فیوډال او بورژوا ترمینځ موجود ائتلاف کوم چې د ولس زبیښلو په مانا وو (دوه قطبه وو یو لورته ائتلاف او بل لور ته ولس) د فرانسې انقلاب د دې باعث شو چې په فرانسې کې دا تضادونه محوه کړي کنه د فرانسې ولس کې به سلګونه کاله نور هم شته حالت تداوم موندلای وای او د یوه مضمن مرض په حیث به یې د فرانسې ټولنه زبیښلي وه. د انقلاب په راتګ سره شته حالت ختم شو او ټولنه کې تضادونه له منځه ولاړ، فرد په رسمیت وپیژندل شو او د انسان اصالت ته په ارزښت قایل شو، د شاه، کلیسا، بورژوا او فیوډال چې کوم امتیازات وو هغه لغوه شول او د انساني حقوقوهراړخیزه اعلامیه خپره شوه. تاریخ باید د دیالکتیک په ذریعه زموږ ټولنه کې هم شته تضادونه د بیلګې په ډول د خدای پاک او فرد اصالت، د کلي او ښار تضاد، د حجرې او جومات تضاد او د حجرې او جومات تضاد ختم کړي.

۲-هرمنوتیک Hermeneutics

هڅه کوو چې ډیر په ساده ژبه مو پوه کړو چې هرمنوتیکي تجربه څه ته وايي. د دې اصطلاح د توضیح له پاره ښه ده چې د هایدګر مشهور د څټک مثال ته باید رجوع وکړو. د ترکاڼ رابطه د څټک سره غیر شعوري ده پوهیږي چې د کوم میخ له پاره کوم څټک وکاروي او یا د کومې تختې له پاره په کومه اندازه میخ وکاروي خو کله چې په دا شته غیر شعوري رابطې کې په میخ باندې تخته درځ شي او یا د څټک لاستی مات شي او یا  کله چی داسې یو څه غیر مترقبه پیښ شي، ترکاڼ فکر کولو ته مجبوروي، په داسې وخت کې د ترکاڼ اړیکه د خپل محیط سره شعوري رابطه قایمه او لازمه شي.

په ورځينیو تعاملاتو کې اشخاصو او اشیاؤ سره تیوریتیکي برخورد نه کیږي دلته مجلس ته یو کس نوی راځي داسې یې خیال کې نه وي چې دی ولې باید سلام واچوي، خو په غیر شعوري ډول سلام اچوي یانې د انسان تعامل د خپل محیط او خلکو سره غیر شعوري ده فکر پري نکوي. لکه څرنګه چې سړی لاره کې په ښي طرف روان وي دا په دې مانا نه ده چې نوموړي په شعوري توګه دا کړنلاره ټاکلي بلکې په غیر شعوري توګه د عادت له مخې په ښي لاس مزل کوي. یا د خپل عمر مطابق د ټولنې د ارزښتونو سره سم جامو اغوستلو کې فکر نه کوي خو له ټولنې سره په غیر شعوري توګه مخکې ځي. یاني د انسان تعامل د ټولنې سره شعوري نه ده، ډیر فکر پرې نه کوي ځکه په دې ټولنه کې رالوی شوی وي او د ټولنې د ارزښتونو، عرفونو، نورمونو… سره سم يې ځان عیار کړی وي.

څرنګه د انسان اړیکه له خپل چاپیریال سره شعوری کیږي؟ بلاخره داسې وخت راځي چې د دا ډول غیر شعوري رفتاري الګوګانې د سوال لاندې راځي او اړ یو چې دغه مسلماتو باندې باید فکر وکړو.

په تاریخ کې هم دا ډول مسایل او ستونځې رابرسیره کیږي د ټولنې وګړي اړکیږي چې شعوري تامل وکړي. داسې نه ده چې یو ملت په یو ځل یو نړیوال حقیقت ته ورسیږي چی د هغه په بنسټ خپلو سیاسي، ټولنیز او فرهنګي رفتارونو او جوړښتونو کې بدلون را ولي. یانې دا بدلون د تیوري په بنسټ نه وي او فکر هم ورباندې نه وي شوی بلکې په تاریخي بهیر کې یو څه پیښيږي چې ملت مجبوریږي یادو جوړښتونو باندې له سره تجدید نظر وکړي.

د بیلګې په توګه، اروپایان د تیوری په اساس دې پایلې ته نه وو رسیدلي چې ښځې د نارینه په څیر حق لري چې باید له کوره ووځي، کار وکړي، تعلیم وکړي، ترڅو ټولنه اقتصادي بساینې ته ورسیږي او د ټولنې په اقتصادي بساینه کې مسلم رول ولوبوي. بلکې حقیقت داده چې اروپایان په ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي چاپیریال کې د یو نوي تحول سره مخ شول چې د هغه په پایله کې ښځې مجبورې شوې چې له کوره را ووځي. کنه اروپا کې هم د ښځو دنده مور، مربي او د کور سمبالونکي وه. خو  یو څه پیښ شول چې اروپایان يې دې ته اړ کړل چې د جندر په جوړښت کې فکر وکړي. نو ویلای شو چې اقتصادي فکتور د دې باعث شو چې ښځه له کوره راوباسي یانې اروپایان په تیوریتیکي لحاظ کوم جهان شموله حقیقت ته نه وه رسیدلي چې ښځه باید له کوره راووځي کنه تاسو په اقتصادي لحاظ وروسته پاتې کیږي. د جندر په جوړښت کې بدلون کاملاً یوه پراګماتیکه مسئله وه. چې کار د تقاضا په اساس رامنځ ته شو، یانې د کاري تقاضا فشار وه چې ښځه یې له کوره بهر کارته مجبوره کړه. په ټوله کې د جندر په جوړښت کې بدلون یا د ښځو په ټولنیزه ونډه کې بدلون د کوم حقیقت کشف نه وو، بلکې یوه اقتصادي غوښتنه وه، خو د یوي ټولنیزې اړتیا پر بنسټ، داسې یو تجدید نظر یا سیاسي، ټولنیز او فرهنګي جوړښتونو کې بدلون ته په عامه مانا موږ هرمنوتیکي تجربه ویلای شو. 

تیر تفصیل ته په کتو سره ویلای شو چې په فعال تاریخ کې دوه ډوله پیښې (ډیالکتیکي اوهرمنوتیکي) رامنځته کیږي. په فعال تاریخ منديتوب کې ټولنه یا ملت شته تضادونو ته متوجه او هغه منحلیږي. تضادونه په ټولنه کې د یو مضمني ناروغیتا په څیر ټولنه تضعیفوي او ننګوي. د تضادونو د انحلال ښه تاریخي بیلګه د فرانسې انقلاب ده، د فرانسې انقلاب وکړای شو چې د ټولنې تضادونه (د ولس د پادشاه، فیودال او کلیسا په وړاندې) حل او خلک پر خپل برخلیک باندې حاکمه کړی. د اقتصادي فشار(د ښځو کاري تقاضا) له کبله د جندر په جوړښت کې بدلون او د کور څخه بازار ته راوتل د هرمنوتیکي تجربی ښه تاریخي بیلګه ده.

له سیاسي بیګانه توب سره د پورته تفصیل اړیکه په لاندې توګه توضیح کیږي.

د تضادونو د انحلال او هرمنوتیکي تجربې ( د جندر په جوړښت کې بدلون) څخه موږ داسې پایله ترلاسه کولای شو، چې تاریخي تجربې ټولنه په خپل برخلیک باندې مسلطه وي او کومه بیګانګي چې حاکمه وي هغه لغوه کیږي او انسانان په خپل برخلیک باندې څه نا څه مسلطیږي.

 نو ویلای شو چی شعور د تاریخ انجن ده، چې د تضاد په صورت کې د نورو هرمنوتیکي تجربو په ترڅ کې یو ملت په شعوری توګه د بدلون له پاره مسمموي. تاریخ کې نورې ډیرې پیښې شته چی یوه ټولنه یې په شعوري توګه درک کوي او د هغې له پاره حل لاره  تجویزوي. 

د بیلګې پ ډول ولې لیونتوب د اروپا په تاریخ کې یو ځل موضوعیت پیدا کوي؟

 د اروپا تاریخ په یو مقطع کې داسې تصور موجود وو ،چې ګویا په لیونیانو باندې د خدای غضب شوی او یا خدای پاک له دوی څخه عقل اخستی. اروپایانو به لیونیان لرې  جزیرو ته شړل چې دوی عقل زده کړي او بیا بیرته راستانه شي. مطلب مو د لیونیانو له کیسې څخه دا وو، چی په تاریخ کې له بیلا بیلو مسایلو سره خلک مخ کیږي او د ټولنې شعور ته سرایت ورکوي او بیا یې په هکله شعوري جمعي تصمیم نیول کیږي.

مګر د ډیالکتیکي او هرمنوتیکي تجربو کیسه زمونږ په تاریخ کې څنګه وه؟

زموږ په تاریخ کې مخکې له دینه چی ټولنیزي ستونځې را برسیره شي، تضادونه ټولنه وننګوي  یا هم اولویتونه په خود جوشه توګه مطرح شي، زمونږ سیاسیون د واهي ستونځو او لومړیتوبونو پر محور خپل سیاستونه چورلوي. زمونږ په تاریخ کې همیشه لومړیتوبونه له بهر څخه په ټولنې تحمیلیږي. 

د بیلګې په توګه په امانیزم کې د ښځو د کار او تعلیم مسئله زموږ د ټولنې تقاضا نه وه.  په هغه ټولنه کې چې ۱۰۰٪ نارینه بې سواده وي کوم اوسیکوم پراګماتیزم (مصلحت اندیشي) دا ایجابوله چې ښځه باید له کوره راووځي تعلیم او کار دې وکړي؟ 

نه.

 بلکې دا د امانیزم اروپايې کاپي پیسټ وو چې په ټولنه یې تحمیلولو چې په پایله کې د مدرنیزم او اسلام تضاد ته لمن و وهل شوه، هغه تضاد چې زمونږ ټولنه ترې تر اوسه هم ځوریږي.

د سیاسي بیګانتوب درې واړه مولفې ښه په ښکاره توګه په موجوده سیاسي ګفتمان کې موجودې دي. په بل عبارت موجوده سیاسي ګفتمان د بیګانګی اوج مونږ ته را ښايي. مګر دا ولې؟

 لنډ ځواب یې داده چې موجوده سیاسي ګفتمان نه د ډیالکیتکي تجربې او نه هم د هرمنوتیکي تجربې په نتیجه کی رامنځ ته شوی ده. نو ویلی شو چی د یاد ګتفمان حاکمیدل تاریخ مند هم نه ده.

کله هم چې سیاسي بهیرونه د ټولنې د تضادونو په اساس باندې یا د ټولنې د ایجاباتي(هرمنوتیک)  تجربو په اساس باندې یا په بل عبارت د ټولنې د اساسي لومړیتوبونو په اساس باندې جوړ شي او بیا قدرت ته ورسیږي دا وخت دی چې موږ د سیاسي بیګانګي نه سیاسي موثریت لور ته سوق کیږو.

ایډیال حالت څه شی ده (د یو سیاسي بهیر له پاره هغه ایډیال حالت چې یو ملت په خپل برخلیک باندې حاکم  کولای شي)؟

ایډیال حالت هغه ده چې په ټولنه کې داسې یو سیاسي بهیر رامنځ ته شي چې د ټولنې انضمامي اولویتونه په ځان کې را ونغاړي، هغه لومړیتوبونه چی په ټولنه کې په شعوري توګه درک شوي وي.

بلاخره داسې یوې پایلې ته رسیږو هغه سیاسي بهیر چې د تولنې د لومړیتوبونو په بنسټ جوړ شوی وي او بیا قدرت ته ورسیږي، د سیاسي بیګانګي د محوه کیدو له پاره یو ګام نږدې کیدلای شي. څرنګه چې دا سیاسي او فکري نخبه ګان ټولنه پیژني نو داسې یو سیاسي جریان ته اړتیا شته چی د ټولنې تضادونو حل، غوښتنې ځواب او حقیقي لومړیتوبونه تشخیص او په همدې محورونو قدرت ته د رسیدو وروسته د یوې نوي ټولنې د تاسیس ډبره کیږدي چې هلته د سیاسي بیګانتوب د ظهور د پاره مجال پیدا نشي.

نوټ:دې ته ورته بحثونو کې ګډون له پاره موږ سره اړیکه کې شی د اړیکې شمیره:۰۷۸۰۲۰۹۰۲۰

درنښت

۲۹وږی ۱۳۹۸

د بحث وړاندې کونکی استاد خیبر ستوری

د بحث لیکوال آرین پکتیار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *