ولې هغه ته حال د زړه ووایم
زما په خوله چیرې اعتبار کوي
د دې بیتونو پنځوونکې شاعره او تکړه انځورګره الماس په دې وروستیو کې په خواله رسنۍ ډيره مشهوره شوې ده او هنر یې د لسګونه هنرپالو زړونه خپل کړي دي.
انځورګرې الماس هغه وخت د هنرپالو په زړونو کې ځای پیدا کړ چې کله یې په ټولنیزو رسنیو کې بیلابیل لنډ ویډیويي کلیپونه خپاره شول.
د دې د هنر ځانګړیتا دا ده چې په غلبېلونو د هغو څیرو انځورونه او تصویرونه اوبدي چې د دې په وينا د ټولنې لپاره يې مثبت کارونه کړي وي او په پښتنه ټولنه کې ډیر محبوبیت لري.
دا وایي؛ له ماشومتوبه یې له هنر او نقاشۍ سره مینه درلوده او هغه وخت په ټولنیزه رسنۍ ډیره مشهوره شوه چې په اول ځل یې د نوموتو هنرمندانو او شاعرانو انځورونه وکښل.
دې په یوه لنډه مرکه کې ویلي دي«په اول ځل مې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړي سردارعلي ټکر هنرمنده څیره نقاشي کړه.»
الماس وايي؛په پیل کې په وړو او کوچینو غلبیلونو د مشهورو کسانو انځورونه رسامي کوي او که وخت ورسره یاره وکړه نو په راتلونکي کې به له دې نه هم ډیر جالبه او په زړه پورې انځورونه خپلو مینوالو ته نقاشي کړي.
دا پیغلوټی نه یوازې انځورګره ده بلکې د شعر له رنګینې نړۍ هم وخت نا وخت خوند اخلي او کله کله د خپلو مینوالو تنده په شعري ژبه هم ماتوي او ورته د زړه وینې ورکوي.
پیغلې الماس په دې لنډ خو د زرینو تارونو په تاریخ لیکل شوي فصلونو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، ډاکټر نجیب الله، پاچا خان (خان عبدالغفار خان)، شاه غازي امان الله خان او د خوږ ژبې سندرغاړي سردارعلي ټکر ترڅنګ د یو شمېر نورو پیژندل شویو څیرو انځورونه په خپلو هنري ګوتو رسامي کړي دي.
د الماس پلار هم د خپلې لور په هنر ویاړي. دی وایي په پښته ټولنه کې داسې لوڼی هم شته چې د خپلو مشرانو تاریخ ته ژوند ورکړي.
دا ځوانه شاعره او تکړه مجسمه سازه خپلې مینې دې ته لیواله کړې چې د افغانانو هغه که په کور دننه وي او که له هیواد بهر او د نړۍ د یو شمیر نورو مشهورو شخصیتونو تاریخ د خپل هنر او نقاشۍ په زرینو تابلوګانو ژوندي وساتي.