Afghan security forces arrive during a fight against Taliban fighters in Kunduz province north of Kabul, Afghanistan, Saturday, Aug. 31, 2019. The Taliban have launched a new large-scale attack on one of Afghanistan's main cities, Kunduz, and taken hospital patients as hostages, the government said Saturday, even as the insurgent group continued negotiations with the United States on ending America's longest war. (AP Photo/Bashir Khan Safi)

تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د تخار ولایتي چارواکو نن دوشنبه سهار اعلان کړه چې د دې ولایت په مرکز تالقانو ښار یې د طالبانو لوی برید شاته تمبولی دی.

داسې راپورونه وکول شوي وو چې طالبان تېره شپه د تالقانو ښار په ځینو برخو د دغه ښار د سقوط په هدف ننوتي وو، خو نن سهار ښار کې ژوند بېرته پيل شوی دی.

 د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري بیا دا خبره تاند ته تایید نه کړه خو وايي، طالبانو له څو ورځو راهیسې د ټاکنو د ګډوډولو په هڅه تالقانو ته نږدې بهارک ولسوالۍ باندې بریدونه پیل کړي او تر ښاره رارسېدلي وو.

نوموړی وايي، تېره شپه پر طالبانو د هوايي ځواکونو په بریدونو کې ۳۶ وسله وال وژل شوي او د ښار امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *