تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د چین یو لوړپوړي ډپلومات پر امریکا نیوکه کړې ده چې بیجنګ یې له افغانسستان سره په اقتصادي شراکت او همکاریو کې له پامه غورځولی دی.
په پاکستان کې د چین سفیر یاوژینګ وايي، هېواد یې دا مهال د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو ټینګولو هڅه کوي او په دې پروژه کې یې راشریکول غواړي.
ښاغلي ژینګ ویلي، چین د افغان ولسمشریزو ټاکنو هرکلی کوي او هیله لري چې له کلونو تاوتریخوالي سره لاس و ګرېوان افغانستان کې به د سولې هڅې هم رنګ راوړي: (( هیله من یوو چې له ټاکنو سره به افغانستان د سولې په برخه کې هم پرمختګ وکړي او له کلونو وروسته به د سولې هڅې هم پوخوالي ته ورسېږي.))
نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د چین، پاکستان او نورو هېوادونو د پانګونې مخه نیولې او له همدې کبله اوس دوی هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د سولې هلې ځلې نتیجه پیدا کړي.