تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د پایلو راټولونې او ثبت بهیر نن پیلېږي او همداراز او د څارونکو لپاره جوړ شوی ځانګړی مرکز پرانیستل کېږي.

د ټاکنو د کمېسیون کمېشنره رحیمه ظریفي وايي، د ولایتونو مرکزونو ته له ولسوالیو څخه د ټاکنیزو موادو راټولونه پيل شوې او تر اوسه د ۳۰ ولایتونو د ټاکنیزو توکیو انتقال بشپړ شوی دی.

 نوموړې زیاته کړه، نن دوشنبه به په ملي مرکز کې د پایلو جمع بندي پیل شي او د څارونکو لپاره به یو ځانګړی ځای هم پرانیستل شي.

د ټاکنو کمېسیون تېر ماښام وویل، تر اوسه ورته له ۳۷۶۳ مرکزونو څخه ۲ میلیونه ۱۹۶۴۶۳رایې رسېدلې دي او نن دوشنبه به د ۸۶۱ پاتې مرکزونو رایې کابل ته ورسول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *