تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یو تازه خپاره کړي راپور کې افغانستان د بشرپاله مرستندویانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بللی دی.

 اوچا وايي، د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې یې تر ۱۱ سپتمبر پورې په افغانستان کې پر بشري مرستندویانو ۳۱۹ پېښې ثبت کړې دي چې نیمايي یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د بشرپاله مرستندویانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دي یا د هغوی پر مال او امکاناتو بریدونه ترسره شوي دي.

 اوچا وايي، په دغه موده کې ۲۸ بشرپاله مرستندویان وژل شوي، ۳۱ ټپیان دي او ۳۳ نور تښتول شوي دي.

راپور وايي، بر بشري مرستندویانو بریدونو نه یوازې د اړمنو افغانانو ستونزو ته لاسرسی کم کړی بلکې د بشرپالو ډلو لخوا خلکو ته د خدمتونو او مرستو رسولو کار یې هم له خنډ سره مخ کړی دی.

راپور همدا راز کاږي: (( کابل او کندهار هر ولایت کې ۳۱ پېښې شوې دي، دا د نورو ولایتونو په پرتله تر ټولو خونړي ولایتونه هم دي، ننګرهار کې بیا ۲۹ او بلخ  کې ۲۰ پېښې شوې دي چې دا ولایتونه د خونړیتوب له پلوه په دویم او دریم مقام کې راځي.))

 اوچا همدارنګه خبرداری ورکړی چې که ناامني او تاوتریخوالی دوام وکړي په افغانستان کې به سږ کال ۶ اعشاریه ۳ میلیونه اړمن کسان لا زیات بد حالت سره لاس و ګرېوان شي.

 د ملګرو ملتونو اړوند د اوچا سازمان په وینا دمګړۍ دوه پر درې برخې افغانان په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي، چې بشري حقونه یې نقض کېږي، د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ کېږي او زیات غیر نظامي او روغتیايي تاسیسات هم دلته تر بریدونو لاندې راوستل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *