تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله سرسخت پلوي خو اوسنی مخالف جنرال عطا محمد نور په ټاکنو کې د عبدالله لخوا د ځان تر بریالي اعلانولو وروسته له کنایې ډک بیان کې ویلي، پوهېږي چې په الوتو څېرو کې د بایللو غم ډېر دروند دی.

ښاغلي عطا محمد نور له هغې وروسته چې ښاغلي عبدالله عبدالله په یو خبري کنفرانس کې ځان په غوڅ اکثریت د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: («پوهېږي چې د بایللو غم ډېر دروند دی، ځکه په ۴۰ کلنه مبارزه کې ما هم ځینې ماتې خوړلې دي، خو په الوتو څېرو او غمجنو مخونو دا اعلان چې موږ بریالي یوو، راته عجیب و.»

ښاغلي نور عبدالله عبدالله ته په اشاره زیاته کړې: «لطفن پنځه کاله وروسته راتلونکو ټاکنو ته چمتووالی ونیسه او یو ځل بیا بخت وازمویه، ځکه خلک درته د اجرائیه ریاست د بیا نیولو لپاره سړکونو او واټونو ته نه شي راوتلی.»

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله نن ماسپښین په یوخبري کنفرانس کې وویل، ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي او که رایې پاکې وشمېرل شي، نو د ده ټیم بریالی دی.

تر عبدالله عبدالله وړاندې د دولت ساز ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي وو چې دوی له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې رایه ګټلې ده او ټاکنې به دویم پړاو ته لاړې نه شي.

بلخوا د ټاکنو کمېسیون ویلي، هیڅ نوماند حق نلري چې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړي، بلکې دا خبره به تر دقیقې شمېرنې وروسته کمېسیون سپینوي.

One thought on “عبدالله ته د عطا نور کنایه: پنځه کاله وروسته بیا ټاکنو ته چمتووالی ونیسه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *