تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو ۷۴مې عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانانو د خپل هيواد او ولسواکۍ د تحکیم لپاره د تېرو دوه کلونو په پرتله خورا باورمنده فضا رامنځته کړې ده.
ښاغلي محب زیاته کړه، دا مهال د ۷۰ زره ځواکونو په زور بریالۍ ولسمشریزې ټاکنې شوې دي، خو که د ټاکنو پایله هر څه وي، د حکومت لومړیتوب به سوله وي.
حمدالله محب پر طالبانو او دهغوی پر ملاتړ هېوادونو غږ وکړ چې له افغانانو سره دې سوله وکړي ګني امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې پر وړاندې جګړې او ځپونکو اقداماتو ته دوام ورکړي.
محب وویل، دا مهال د افغانستان لوی شمېر ادارې د ځوانانو لخوا اداره کېږي، هغه نسل چې د افغانستان په جګړه کې رالوی شو او د سولې د راوستو لپاره په خپلو هیوادنیو ظرفیتونو باور لري: (( ولسمشر غني په ۲۰۱۸ کال کې طالبانو ته بې قیده او بې شرطه د مذاکراتو بلنه ورکړه، د کوچني اختر اوربند په اړه هیڅ تصور نه کېده، موږ د سولې لپاره په اپریل کې لویه جرګه راوغوښتله چې د باعزته سولې لپاره یې طرحه په لاس راکړه، موږ پایداره، باعزته او همه شموله سوله غواړو.))
ښاغلي محب زیاته کړه، افغانان سولې ته چمتو د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې او دوام تر څنګ تر سولې وړاندې د اوربند غوښتونکي دي.
ښاغلي محب نړیوالو ته په خطاب کې وویل، سوله د افغانانو او نړیوالو مرستندویانو ګډ هدف او ترهګر یې ګډ دښمنان دي: (( افغانان د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې لومړي صف کې جنګېږي، تر څو د نورو هېوادون خلک ارام ژوند وکړي، خو موږ باید د ترهګرۍ د ملاتړو افکارو د تفکیک لپاره هر چیرته ګډ کار وکړو.))
ښاغلي محب زیاته کړه، افغانستان له کنډوالو څخه د نړیوالې همکارۍ په سفر کې د راوتلو شاهد دی او ولسواکي ورته یو بریالی داستان دی، خو افغانان هره ورځ له وینې توییدلو ځورېږي، ځکه یې لومړنی ماموریت دا دی چې د ټولو دردونو ته د پای ټکي ایښودونکې سوله راشي.