تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: د پښتون ژغورنې د غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي محسن داوړ له زندانه تر راخوشې کېدو وروسته پرون دوشنبه د پاکستان پارلمان ته لومړۍ وینا د اسماعیل یون په پښتو شعر پیل کړه او د پاکستان پوځ ته یې پیغام ورکړ چې د شویو ظلمونو حساب به ورسره وکړي.
ښاغلي محسن داوړ چې څلور میاشتې وروسته پارلمان ته حاضر شوی و، وویل، د یوې خاصې سیمې او یو خاص قوم لاسونه تړل شوي، په درنو څپېړو وهل کېږي، خو وخت به راشي چې د دې هر څه حساب و کتاب وشي.
د داوړ په خبره کله چې د یو خاص قوم او حکومت تر منځ اړیکه دې ځای ته ورسېږي چې حکومت په دغه قوم کې وژنې هم وکړي، وینه هم تویه کړي او بیا له ملامتۍ او پښېمانۍ منلو برعکس د دغه قوم د حق غوښتونکو بدنامي غواړي او غږ یې خاموشه ساتي، تر دې لوی جبر نشته: (( ریاست دومره فشارونه پر موږ وارد کړل چې ان غوښتل یې نړیوالو رسنیو سره مرکې هم ونه کړو او هغوی ته هم خپل فریاد ونه کړو.))
کله چې پر محسن داوړ پرون د هغه د باغیانه خبرو له کبله مایک بند کړای، شو نوموړي وویل، څلور میاشتې یې د خپل ولس غږ نه دی پورته کړی او باید د خپلو خلکو د استازولۍ په اړه د وینا حق ورکول شي: (( موږ چې بندیان وو، یو پاکستاني وزیر وویل، پر محسن داوړ او علي وزیر له پاکستان سره د وفا برخه کې شکمن یوو، موږ نور پاکستان سره وفاداري نشو ثابتولی، پاکستان باید موږ سره وفاداري ثابته کړي، ځکه پښتانه وو چې څلویښت کاله د پاکستان د پالیسیو قربانیان وو، پاکستان پښتانه د جګړې د اهدافو لپاره قربان کړل.))
نوموړی وايي، کله چې دی بندي شوی و، نو په وزیرستان کې پر پوځیانو برید وشو او پړه یې هم پر ده او د ده په ملګرو واچول شوه: (( که تاسې رښتیا د هغو ترهګرو نیول غواړئ، چې خړ کمر کې یې پر پوځیانو برید وکړ، نو بیا هغه کسان راونیسئ چې تاسې ورته په پيښور کې لوی دفترونه ورکړي وو، او مصارف یې ورته ورکول.))
نوموړي ویلي، له حکومت څخه یې غوښتنه کړې وه چې په وزیرستانونو کې د ضرب غضب عملیاتو پر مهال د وژل شویو ترهګرو لیست دې ورکړل شي، خو تر اوسه د پاکستان حکومت دغه لیست پټ کړی دی.
ښاغلي داوړ دا خبرې په داسې مهال کړې دي چې له زندان څخه تر راوتلو وروسته یې وویل، د پاکستان زندانونه یې د مبارزې هوډ نشي ماتولی.
د ښاغلي داوړ بل ملګری علي وزیر لا د پاکستان پارلمان ته تر خوشې کېدو وروسته نه دی تللی.