تاند- (شنبه، د میزان ۱۴) په امریکا کې ساینسپوهانو داسې لینزونه اختراع کړل چې پروسیجر یې تر ډېره د انسان سترګو ته ورته والی لري او حتی د انسان تر سترګو زیات ظرفیت لري.

ویل کېږي چې دا نوې اختراع به د موجودو ټولو بصري وسایلو لکه کمرو، دوربینونو، عینکو او ټلسکوپونو په جوړښت کې بدلون راوړي.

د امریکا د هارورډ پوهنتون یو شمېر څېړونکو د هغو پرمختګونو په مرسته چې په وروستیو کې د مصنوعي ذهانت د لینزونو او هوارو لینزونو په برخه کې شوي، یو ډول نوي لینزونه اختراع کړي چې د کار څرنګوالی یې د انسان سترګو ته زیات ورته والی لري.

دا لینزونه د انسان عضلې ته ورته والی لري او د دې تر څنګ چې منعطف کېدای (اوړېدای راوړېدای) شي تمرکز کولی شي. حتي ځینې وړتیاوې یې د انسان تر سترګو لوړې دي لکه د تصویر بدلون او له سټیګماتیزم سره سمون خوړل. دا دوه عوامله د انسان د سترګو نظر له منځه وړي.

د څېړونکو په وینا تر دې اختراع وړاندې دوی یوازې یو کوچنی متالینز جوړولی شوای. خو د دوی د وروستنۍ اختراع قطر تر پخواني هغې یوازې یو سانتۍ لوی دی او په نتیجه کې یې په مدرنو ټکنالوژیو کې کارول کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *