تاند- د ټایم مجلې د یوه تازه راپور له مخې، یوه نوې څېړنه ښيي چې ولې د عمر په تېرېدو زموږ د مازغو اجراات کمزوري کېږي.

څېړونکو د ۲۸ صحتمنو کسانو، چې په تصادفونو کې ناببره مړه شوي، مازغه مطالعه کړي دي.

د دغو کسانو عمرونه د ۱۴ او ۷۹ کلونو ترمنځ وو.

څېړونکو د دوی د مازغو په بېلابېلو برخو کې د حجرو شمېر ولټاوه. دوی ته څرګنده شوه چې د زړو په ماغزو کې هومره نوې حجرې جوړې شوي څومره چې د ځوانانو په مازغو کې جوړېږي. خو توپیر په دې کې و چې د زړو خلکو د مازغو په حجرو کې د وینو جریان کم و.

د دې معنا دا ده چې د زړو وینه لږ وېشل کېږي او د ځوانانو په پرتله د زړو خلکو په منځ کې نوې عصبي حجرې لږ جوړېږي.

په بله ژبه، د زړو په مازغو کې ډېرې نوې حجرې شته، خو فعالې نه دي.

د دې څېړنې ترسره کوونکي وايي چې ممکن له دې ستونزې سره مبارزه وشي او د زړښت له کبله د مازغو د کمزوتیا مخه پرې ونیول شي. دا کار هغه وخت کېدای شي چې مازغو ته د وینې جریان ښه کړای شو.

د وینې جریان هغه وخت فعالېدای شي چې زاړه له خپلو مازغو ډېر کار واخلي.

تر دې پخوا په ګڼو څېړونو کې ویل شوي وو، هر څوک چې مطالعه کوي او له خپلو مازغو ډېر کار اخلي په اسانه د هېرې په ناروغۍ نه اخته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *