۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار والي د مشرانو جرګې له رئيس څخه په ملکي او نظامي ادارو کې د تشکيل زياتيدو غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د اداري مجلس پر مهال د مشرانو جرګې له رئيس فضل هادي مسلميار څخه د دې ولايت په ملکي او نظامي ادارو کې د تشکيل زياتيدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اداري مجلس غونډه، چې د تلې په اتمه ولايت مقام کې جوړه شوې وه پر مهال يې د ولايت دواړو مرستيالانو، د ولایتي شورا منشي، د ادارو رئيسانو او نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمود د مشرانو جرګې له رئيس فضل هادي مسلميار غوښتنه وکړه، ترڅو د دې ولايت په ملکي او نظامي ادارو کې د تشکيل په زياتوالي کې ور سره همکاري وکړي.
نوموړي همدا راز د مشرانو جرګې له رئيس سره د دې ولايت د برېښنا، ښارګوټو او سوداګرۍ برخه کې شته ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار له ننګرهار والي مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې ولسمشريزې ټاکنې په بې پريتوب سره ښه مديريت کړې او خلکو وکولی شول، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
نوموړي وويل، چې هڅه کوي ترڅو په مرکز کې د ننګرهار والي په شتون کې ولسمشر او يا کابينې غړو سره د ننګرهار ستونزو حل په موخه ناسته وکړي.
د اداري مجلس په غونډه کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د حج اوقافو له رئيس مننه وکړه، چې حاجيآنو ته يې په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي و.
نوموړي د ټاکنو کميسون، امنيتي ارګانونو او ولسونو ته مبارکي ورکړه، چې په دې ولايت کې په پراخه کچه خلکو په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون وکړ او دغه چاره په برياليتوب سره تر سره شوه.
هغه د ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې چارې ګړندۍ کړي او د ستونزو حل په موخه ولسواليو ته سفرونه وکړي.
ننګرهار والي جلال اباد ښار وال ته په تخنيکي او اساسي ډول د کاناليزاسيون پر جوړيدو، ښار جوړونې رئيس ته د ښارګوټو په منظورۍ او نورو ته د بستونو اعلان او کمپيوټرايز ازموينې اخيستو په برخه کې سپارښتنې وکړې.
په دې غونډه کې د سرې مياشتې په وړانديز يادې ادارې ته د مسئولينو او مامورينو د يوې ورځې معاش ورکړې هم خبرې وشوې او همدا راز د حوزوي روغتون د ارتوپيډي څانګه د شهيد نوروز شينواري په نوم ونومول شوه.
د اداري مجلس پر مهال په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې او پريکړې وشوې.
۱۳۹۸/۷/۸
ننګرهار کې د کرنې په برخه کې د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت له ۱۱شوراګانو سره د پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول .
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست او د کامې،کوز کونړ او بهسودو ولسوالیو د ۱۱ شوراګانو ترمنځ د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د شنو خونو،سربندونو او پلچکونو د جوړولو هوکړه لیکونه د تلې په ۸ مه ولایت مقام رسنیو دفتر کې لاسلیک شول .
د ننګرهار والي ښاغلي شاه محمود میاخېل وویل، د کرنې اومالدارۍ رئیس او د کامې،بهسودو او کوز کونړ ولسوالیو اړوند ۱۱ شوراګانو ترمنځ یې د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د میرمنو لپاره د لس او سوداګریزو چارو لپاره د اوو شنو خونو د جوړولو او ۱۳ کانالونو،سربندونو او پلچکونو د جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل .
هغه د دغو پروژو د پلي کېدا پر وخت پر شفافیت او کیفیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې شوراګانې او ولسي خلک دې په ټولو برخو کې له حکومت سره مرسته وکړي .
د ښاغلي میاخېل په وینا د ننګرهار موسم څلور فصله کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اوبو او هوا له پلوه چمتو دی او له همدې امله هڅه کوي چې د کرنې،مالدارۍ او باغدارۍ برخه کې ډیر کار وکړي،ترڅو د خپلو تولیداتو څخه نورو ولایتونو او هېوادونو ته صادارات وړاندي کړي .
د کرنې اومالدارۍ رئیس انجينر سمیع الله نصرت وویل، یادې پروژې د اقلیمي تغیراتو له کبله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کموالي پروژې له لورې پلي کیږي، چې په کې د یو میلیون یوسلو اووه پنځوس زره افغانیو ارزښت د میرمنو لپاره لس شنې خونې جوړیږي،ترڅو پخپلو کورونو او باغچو کې په کار کولو سره خپل اقتصادي ژوند کې تغیر رامنځته کړي .
نوموړي زیاته کړه، همدا راز په یادو پروژو کې د څلور میلیونه درې سوه دولس زره افغانیو په ارزښت ۷ سوداګریزې شنې خونې شامل دي چې هره یوه یې ۳۰۱ متر مربع سیمه کې جوړیږي او د ۲۱ تنو له لورې به ترې په موسمي حاصلاتو کې ګټه واخیستل شي .
هغه زیاته کړه، د څلور میلیونه او څلور سوه اته اویا زره افغانیو په ارزښت په یادو پروژو کې د ۱۳کانالونو، پلچکونو او سربندونو جوړول شامل دي چې په جوړیدو سره به یې ۵۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول ګټه ورسیږي او ۲ زره جریبه ځمکې ته به اوبه ورکړل شي .
د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال عبید الله شینواري، د ولایتي شورا منشۍ حمیرا رفیع او د شوراګانو د مشرانو په استازیتوب اکبر د یادو پروژو په پلې کېدو خوښي وښوده، د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنې ترڅنګ یې خلکو ته په معیاري ډول د قراردادونو له مخې د چارو ترسره کولو سپارښتنې وکړې .
دوی همدا راز میرمنو ته د شنو خونو په جوړولو د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د نورو په څېر میرمنو ته هم په اسلامي او کلتوري ارزښتونو کتلو سره د ورځنیو ضرورتونو پوره کولو په موخه ورته پروژې پیل شي .
۱۳۹۸/۷/۸
مشرانو جرګې رئيس په ننګرهار کې د ټاکنو ښه تر سره کېدو له امله د دې ولایت د والي په مشرۍ د رهبرۍ د ښه مديريت او بې پريتوب ستاينه وکړه.
مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د تلې په ۸مه ولایت مقام کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل سره د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو پر مهال د ولایتي ادارې د بې پریتوب او د ښه مديريت له امله ستاينه او قدرداني وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار ته په دې ولايت کې د ولسمشريزو ټاکنو تر سره کېدو په برخه کې د تر سره شويو اجراتو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وويل، چې د ولسمشريزو ټاکنو د ښه تر سره کېدو به برخه کې يې امنې قوماندانۍ کې د ده په مشرۍ د ټاکنو امنيت تامين، په ولايت مقام کې د ټولنيزو چارو مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ ستونزو ته د رسيده ګۍ، د عامې روغتيا ریاست په مشرۍ د پېښو پر مهال روغتیایي کمیټې جوړې کړې وې، چې له امله يې ټاکنې تر ډیره کچه شفافې او د هېواد په کچه دویم ولایت په توګه ډیر رایې کارکوونکي له دې ولایت څخه وشمیرل شول .
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلميار له ننګرهار والي شاه محمود مياخيل مننه وکړه، چې په ښآر او ولسواليو کې ټاکنې ښه تر سره کېدو په موخه ښه مديريت وکړ او د امنيت ترڅنګ يې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې سهولتونه رامنځته کړي و.
نوموړي خوښي وښوده، چې په دې ولايت کې ټاکنې په پوره بې پريتوب او نظم سره تر سره شوې او په دې برخه کې يې د ننګرهار والي په مشرۍ د ټولو ارګانونو د تر سره کړيو کړنو مننه او ستاينه وکړه.
۱۳۹۸/۷/۸
ننګرهار والي ته د ګمرک نوی رئیس ور وپېژندل شو.
د مالیې وزارت د یو شمیر چارواکو له لورې ننګرهار ولایت مقام کې د دې ولایت نوی ټاکل شوی د ګمرک رئیس احمد نوید بشریار د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل ته ور وپېژندل شو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او ورته یې لارښوونه وکړه چې د ولایتي ادارې د مسؤلینو سره په ټولو قانوني چارو کې همغږي وساتي،د عوایدو د لوړیدو او د فساد د مخنیوي لپاره پخپل ماموریت کې بې ساری کار وکړي .
ننګرهار والي سره تر لیدنې وروسته د ولایت مرستیال او مالیې وزارت چارواکو له لورې د ګمرک نوی رئیس رسماٌ د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د ګمرک نوي رئیس ته د ولایتي ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او همدا راز یې د ګمرک ادارې کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې نوې رئیس سره په چارو کې پوره مرسته وکړي .
د مالیې وزارت د ګمرکاتو د تخنیکي چارو رئیس احسان الله کمال وویل، تغیر او تبدیل یو اصل دی او همدې اصل ته په کتو د مالیې وزارت په وړاندیز د جمهوري رئیس د حکم پر اساس احمد نوید بشریار د ننګرهار د ګمرک رئیس په توګه ټاکل شوی دی .
د ننګرهار د ګمرک نوي رئیس احمد نويد بشریار د جمهور رئیس، مالیې وزارت او ولایتي ادارې د باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په شفاف ډول عوایدو د لوړیدو،فساد د مخنیوي او سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه به اقدامات ترسره کړي .
هغه ډاډ ورکړ چې ټولې چارې به د قانون په چوکاټ کې د ولایتي او مرکزي ادارې سره په همغږۍ ترسره کړي .
۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار والي له لوري ټاکنو پر مهال د ماين په چاودنه کې د يو شهيد او درې ټپيانو کورنيو غړو سره مرسته وشوه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل له لوري ولسمشريزو ټاکنو پرمهال په سره رود ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې د يو شهيد او درې ټپيانو کورنيو غړو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل شهيد ته د مغفرت، ټپيانو ته د روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
نوموړي د ننګرهار مېشتو د مېړانې ستاينه وکړه، چې ولسمشريزو ټاکنو کې يې ګډون وکړ او د خپل خوښې نوماند ته يې رايه ورکړه.
ننګرهار والي د شهيد او دريو ټپيانو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته، چې په کې لوبيا، وريجې، غوړي، بوره، چای، کمپلې، ترپال او نور توکي شامل و وسپارل.
هغه همدا راز د سکتوري خدمتونو رئيس فضل ربي هميم ته سپارښتنه وکړه، چې د شهیدانو او ټپيانو راپور مرکز سره د نغدي مرستې په موخه شريک کړي.
۱۳۹۸/۷/۹
اچین کې د عملیاتو وروسته د دښمن څخه د پاکو شویو سیمو د بېرته ساتلو په موخه بېزونه او پوستې جوړیږي .
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې له شاوخوا ۱۵ ورځو راهیسې د داعش ځپلو په موخه د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې عملیات جریان لري چې په ترڅ کې تر پنځوسو زیات داعش وسله وال وژل شوي، د دوی له لورې اېښودل شوي شاوخوا ۳ سوه ماینونه کشف او خنثی کړای شوي،تر ۱۵ لوی کلي د دوی له شتون څخه په بشپړ ډول پاک شوي او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د یادو عملیاتو سره سم په سیمه کې د پاکو شویو سیمو د ساتنې په موخه د پوستو جوړولو لړۍ پیل شوې چې تر دا مهاله څلور پوستې جوړي شوي او لسګونه نورې پوستې به هم جوړې او امنیتي ځواکونه به په کې ځای پر ځای شي .
د مګړۍ امنیتي ځواکونه د چونګښې خولې سره نږدې په کیلیګۍ سیمه کې په عملیاتو بوخت دي او ټاکل شوې ډیر ژر اچین ولسوالۍ په بشپړ ډول د داعشیانو له شتون څخه پاکه شي او د پوستو د ملاتړ په موخه یو شمیر بېزونه هم جوړ شي.
د یادو بیزونو او پوستو د جوړولو او په سیمه کې د عملیاتو څخه د لیدنې په موخه د ننګرهار د نظامي شورا غړي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز،عامه نظم قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپي،د سرحدي ځواکونو لوا قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل،د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال محمد کریم نیازي او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د کشف مدیر سفر وکړ.
یادو قوماندانانو د بیزونو جوړولو په موخه یو شمیر سیمې له نږدې ولیدې او ډېر ژر به پکې د ګډو امنیتي ځواکونو بیزونه جوړ شي.