دا چې پاکستان په افغانستان کې د مستقیمې مداخلې نه، څه اهداف او غوښتنې لري؛ او ولې ګاونډیان او په ځانګړي ډول پاکستان په افغانستان کې د محمد اشرف غني د بیا ځلې ولسمشر کیدو په پار د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي؟ دا هغه مسائل دي چې لاندې لنډ وڅېړل شي.
لومړۍ: د پاکستان مخالفت د غني د راتګ په پار!
۱: د ښه نظام مخالفت:
د اشرف غني په راتګ سره یو پیاوړی نظام راتلونکی دی او د پیاوړي نظام په راتګ سره اوبه مدیریت کیږي، چې په نتیجه کې پاکستان د اوبو له کمښت سره مخ کیدونکی کیږي نو پدې اساس پاکستان ته د اشرف غني راتک پولادي غر دی، چې پاکستان ته دغه بیا په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.
۲: د موقت حکومت غوښتنه:
پاکستان مستقیمآ د دې لپاره د موقت حکومت غوښتنه کوله, چې له دوی سره د سوداګرۍ په برخه کې اړيکې ولري او د افغانستان تولیدات په خپلو توليداتو انحصار کړي، چې پاکستان دې ټولو هیلو او ارمانونو سره اشرف غني د پاکستان دا شوم اهداف او غوښتنې په اوبو لاهو کړې.
۳: پاکستان په تور لېست کې شاملېدل:
پاکستان پدې اساس د غني مخالفت کوي, چې دی په دې وتوانیدو او نړيوالو ته یې ثابته کړه, چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، چې دا ټول ددې باعث شول چې پاکستان تور لېست ته شامل شو.
بل لامل یې دا دی چې، پاکستان ځکه د ولسمشر اشرف غني مخالفت او د موقت حکومت طرفداری دی, چې غني په هېواد کې د ننه پخواني چارواکي,لاسپوڅي او هغه جاسوسان ورک کړل او د له حکومت څخه وشړل چې، پاکستان ته يې جاسوسي کوله او د پاکستان ګټې یې په تاوان واړولې.
۴: پاکستان پدې هاند کې چې د افغانستان بهرنی سیاست انحصار کړي:
پاکستان تل دا هڅه کړې او دا یې ارمان دی چې، د افغانستان بهرني سياست انحصار، او له هند سره یې اړيکې قطع واوسي. او پاکستان په هیڅ صورت اشرف غني نه غواړي ځکه چې خپلې ګټې یې له لاسه وځي، چې پاکستان ته خپلې ګټې د هرڅه نه مقدمې، او نه غواړي چې ګټې یې له لاسه ووځي.
۵: د پاکستان اقتصادي ضربې:
پاکستان ځکه د اشرف غني د بیا ځلې ولسمشر کیدنې مخالفت کوي چې، غني په تېره پنځه کلنه دوره کې اقتصادي او سیاسي زیانونو سره مخ کړي او پاکستان وېره لري که دا ځل بیا واک ته ورسېږي نو پاکستان به له اوس هم بد حالت ته سوق شي.
پایله:
افغانستان د ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان, په تېرو څلوېښتو کالونو کې د يو شمېر داخلي کړيو او جاسوسانو په مرسته د هېواد اساسي او مهم ارزښتونه له منځه يووړل او اوس هم پدې هاند او هڅه کې دي چې, یو ځل بیا افغانستان هغه حالت ته راوګرځوي, شته نظام, ملي امنيتي ځواکونه, تجهيزات اقتصادي لاسته راوړنې او شوي پرمختګونه له منځه یوسي او بیا داسې نظام يا حکومت رامنځته شي, چې د پاکستان لاس وهنو ته پکې زمينه برابره شي.