تاند، سې شنبه، د میزان ۹مه: د بهرنیو چارو وزارت وايي، سږ کال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان حضور تر ټولو ضعیفه و.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، سږ کال د افغانستان پلاوی په داسې مهال کې نیویارک ته ورسېده چې د نړۍ نږدې ټول پلاوي د ملګرو ملتونو له ۷۴مې غونډې څخه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي وو.

ښاغلی احمدي وايي، بهرنیو چارو وزارت ارګ ته یو لیست استولی و چې څوک به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون کوي، خو ارګ ورته هیڅ ځواب ور نه کړ: (( د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د سپټمبر په ۲۴مه پیل شوې وه خو د افغانستان پلاوی ډېر ناوخته ور ورسېده.))

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د ملګرو ملتونو ته د افغانستان په استازیتوب د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وینا وکړه، په داسې حال کې چې ویل کېږي اجرائیه ریاست سږ کال په دغه غونډه کې د ګډون لپاره صلاح الدین رباني معرفي کړی و، خو اوس شنونکي وايي، د بهرنیو چارو د وزارت نیوکه هم له دې کبله ده چې ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د افغانستان په استازیتوب صلاح الدین رباني نه دی پرې ایښی.

One thought on “د بهرنیو چارو وزارت: سږ کال په م.م. کې د افغانستان تر ټولو ضعیف استازیتوب وشو”
  1. د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسامبله کې د غریبو هېوادونو مشرانو ته څوک هسې هم غوږ نه ږدي. زمونږ دایمي نمایندګي به د افغاني هیئت د وینا انګلیسی متن د ټولو هېوادونو دایمي استازو ته ورکړي له بلې خوا د باندینیو چارو وزارت اعتراض بېځایه دی.
    حمدالله محب چې دیپلوماتیکه تجربه او په واشنګتن کې د سفارت کاري سابقه لري ، په روانه انګلیسي ژبه خبرې کوي او په اوس وخت کې نسبت د باندینیو چارو د وزارت له ټولو منسوبینو پوه ، وطندوسته ، د افغانستان د خلکو د ملي ګټو مدافع او نظام ته وفاداره شخصیت او د دې هیئت مشرتابه ته وړ استازی دی.
    له بلې خوا د داسې یو ارګان ویندوی چې د دولت په نمایندګي خبرې کوي ، له دې څرګندونو وروسته باید ژرتر ژره له دندې ګوښه او تر پوښتنې لاندې ونیول شي. د باندینو چارو وزارت د یوه هېواد خصوصا د ولسمشر او خارجي سیاست او یا دې ديپلوماسي د دستګاه انسجام ورکوونکي سازمان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *