تاند-(سې شنبه، د میزان ۹) د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، تر نن پورې یې د بایومیتریک له نژدې ۳۰ زره الو یا ماشینونو څخه د ۱۲ زره هغو پایلې د کمیسیون ډاتابېس ته انتقال کړي دي.

دوی وايي چې له بایومیتریک ماشینونو څخه د کارول شویو رایو نتیجه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرکز ته ژر او په اسانه لېږدول کېږي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو څخه وغوښتل چې خپل کار په شفافیت او بې طرفۍ سرته ورسوي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر تادامیچي یاماموتو په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې وویل«تر هر څه مخکې غواړم چې افغانانو ته مبارکي ووایم چې راووتل او په خورا مهمو انتخاباتو کې یې خپلې رایې وکارولې…افغانان باید په دې وستایل شي چې د امنیتي ګواښونو ترڅنګ په سختو شرایطو کې یې رایې ورکړې.»

له یاماموتو څخه وپوښتل شول چې ایا د انتخاباتو د پروسې د شفافیت په اړه اندېښنه لري، ده وویل«موږ باید ټولو چیلنجونو ته چمتو واوسو، البته چلینج اټکلولی نه شو. فکر کوم په هر انتخاباتو کې ستونزې وي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *