تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري وايي، امریکا او نړیوال متحدین یې په افغانستان کې د مخدره توکو ناقانونه تولید ته وده ورکړې او دا هېواد یې د مخدره توکو په ځاله بدل کړی دی.

ښاغلي منتظري د شانګهای سازمان غړو هېوادونو اوولسمې ناستې ته په قرغیزستان کې د سې شنبې په ورځ وویل: (( د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو د مخنیوي څانګې راپور کې راغلي چې د نړیوالو له حضور وړاندې په افغانستان کې ۲۰۰ ټنه تریاک تولید شوي وو خو اوس دا کچه ۱۰۰۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.))

ښاغلي منتظري وویل، دا په دې معنا چې د نړیوالو په موجودیت کې په افغانستان کې د مخدره توکو تولید ۵۰ چنده زیات شوی او افغانستان د مخدره توکو د تولید په یو قطب او ځاله بدل شوی دی.

ښاغلي منتظري دغه راز تور پورې کړی چې د بهرنیانو حضور په افغانستان کې د دولت لخوا د مخدره توکو د مخنیوي د هڅو هم مخه نیولې ده، چې له کبله یې ګاونډیو هیوادونو خصوصا ایران ته درانده مالي زیانونه اوړي.

 دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د مخدره توکو د مخنیوي په هڅو له سل ملیارده ډالرو څخه د زیاتو پیسو د لګولو دعوه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *