تاند، چهارشنبه، د میزان ۱۰مه: د تخار پر ګڼو ولسوالیو د طالبانو د د وروستیو بریدونو او له امنیتي ځواکونو سره د سختو نښتو له امله وروستیو څلورو ورځو کې زرګونه کورنۍ کډه شوې دي.
د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي تاند ته د ټلیفون پر لیکه وویل، په کډه شویو کورنیو کې زیاتره یې له چاه اب، ینګي کلا، خواجه غار او بهارک اوسېدونکې دي چې کورونه یې په جګړه کې تخریب شوي یا هم ډک پاتې شوي دي: (( دا خلک ټول تالقان ښار ته راننوتي، تر اوسه ورسره هیڅ مرسته هم نه ده شوې.))
بلخوا تخار د والي ویاند جواد هجري تاییدوي چې له دغو ولسوالیو څخه ۴ زره کورنۍ تالقانو او رستاق ولسوالس ته راکډه شوې دي، خو په وینا یې چې دغو کډوالو ته یې د تالقانو ښار ته نږدې یو کمپ ودان کړی دی او د مرستو رسولو غم یې هم ورته خوړلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له څو وروستیو ورځو راهیسې د خواجه غار، اشکمش، ینګي کلا او نورو ولسوالیو د سختو جګړو په دوام طالبان تالقان ښار ته هم ننوتي وو، خو امنیتي ځواکونو یې د ښار له غاړو څخه د شړلو ادعا کړې ده.
د تخار د والي ویاند جواد هجري په دې اړه تاند ته وايي، د تخار د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت سرپرستان تالقانو ته ورغلي وو او څو ورځو کې به په ټول ولایت کې د طالبانو د ځپلو عملیات پیل شي.