خبریال اتل –

چاپان  د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د((UNDP دټاکنو پروژې له لارې د راتلوونکو شفافو ټاکنو د ترسره کولو په موخه د۱۶،۷ میلیونو ډالرو مرسته وکړه.

د دغو مرستو پرمهال  دټاکنو دخپلواک کمېسیون مشر ډاکتر یوسف نورستاني، دارلانشاء ریس ضیاء الحق امرخیل په کابل کې دچاپان هېواد سفر او د ((UNDP عمومي مسول ګډون درلود.

دچاپان سفر راتلوونکي ټاکنې د افغانستان لپاره سرنوشت سازه وګڼلې او ژمنه یې وکړه چې دچاپان هېواد خلک به دسراسري ټاکنو په اړه خپلې ټولې مرسته دافغانانو په واک کې ورکړي، نوموړي ټاکنې پروسه دولسواکۍ یوهم اصل وباله او په دغو ټاکنو یې د ولسونو دپراخ ګډون څخه یادونه وکړه.

دټآکنو دکمېسیون مشر نورستاني یوځل بیا ژمنه وکړه چې راتلوونکې ټاکنې به په خپل ورخت ترسره کیږي او د کمېسیون استقلالیت به ساتي. نوموړي ګوټ څنډنه وکړه چې چیری دوۍ د کمېسیون استقلالیت دچا لخوا په خطر کې وویني او یاهم د فشارونو تراغیزې لاندې راشي ولس او رسنیو ته به مراجعه وکړي.

دارلانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل دچاپان هېواد ۱۶،۷ میلیونه مرسته شوي پېسې د۱۳۹۳کال دټاکنولپاره ۱۲۶ میلیونو ډالرو بودجې یوه برخه یاده کړه چې نړیوالې ټولنې یې دشفافو او رڼو ټاکنو لپاره د ورکړې ژمنه کړی

دکارت ویشنې دبهیر څخه خوښې وښوده او په ولسوالیو او کلیو کې دکارت اخیستنې دبهیر دختمیدو سره جوښت وویل چې د ولایتونو په مرکزونو کې به دټاکنو څخه دوه اونۍ وړاندې هم په شرایطو برابر کسان کولی شي چې کارتونو د ولایتونو دمرکزونو څخه ترلاسه کړي.

((UNDP مسول ژمنه وکړه چې دچاپان هېواد او نړیوالې ټولنې مرسته شوې پیسې به د ټاکنو دخپلواک کمېسیون د جوړ شوي پلان په واک کې ورکوي ترڅو دټاکنو کمېسیون بودیجوي  پلان په درست ډول عملي شي.

2 thoughts on “د چاپان د افغانستان له ټاکنو سره دڅه باندې (۱۶) ملیون ډالرمرسته وکړه”
  1. د تاند محترمو کارکونکو نه ډير په عاجزئ او احترام غواړم چه د خپلئ ليکنئ ځينئ غلطئ د اصلاح کړۍ لکه سفر چه بايد سفير وئي
    جاپان د خير کار کړۍ خدائ د ورته اجر ورکړئ
    ډير د تعجيب ځائ دۍ غير مسلمان هيواد راسره د جمهوريت لپاره مرسته کوئ
    او پاکستان چه اسلامئ او ګاونډئ هيواد دۍ راته د مولا عمر شړيدلئ امارت د بمونو په ظور راوستل غواړۍ
    خدائ د پاکستان په وينو ولمبوئ
    امين

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *