تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې څلور پاکستاني ترهګر وژلي دي.
د ملي امنیت له لوري تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا څلور پاکستانیان تڼیو ولسوالۍ ته د ډیورنډ په فرضي کرښه را اړول شوي او د خوست تڼیو ولسوالۍ کې یې د دوی له ځانګړو ځواکونو سره نښته کړې ده.
ملي امنیت ویلي، دغو پاکستانیانو غوښتل د امنیتي ځواکونو پر پوسته له یو سراچه موټر سره وسله وال برید ترسره کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې له ځانګړو ځواکونو سره په نښته اوښتي او وژل شوي دي.
بلخوا د خوست د تڼیو اوسېدونکي وايي، دا نښته د ملي امنیت اړوند د کمپاین ځواکونو او په یو موټر کې د راغلیو وسله والو تر منځ شوې ده او دوی ترې خبر نه دي چې څوک وژل شوي دي.